نړۍ

ډونلډ ټرامپ: پاکستان کې زنداني ډاکټر شکیل افریدی به دوې دقیقې کې ازاد کړم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): دامریکا راتلونکو ټاکنوکي سپیني ماڼۍ ته احتمالي نوماند ډونلډ ټرامپ تیره ورځ د امریکا له یوی تلویزیوني شبکي ( فاکس نیوز) سره مرکه درلوده.

نوموړي د مرکي په جریان کي وویل، که چیري د امریکا ولسمشر وټاکل شي په دوي دقیقې کي به شکیل افریدی له پاکستاني زندان څخه راخوشي کړي.

خبريال يې د څرنګوالي په اړه وپوښتل، نوموړي په ساده الفاظو سره وویل، زه به پاکستان ته ووایم شکیل افریدی خوشی کړئ! دوی به یی دوي دقیقې کي خوشی کړي او زه یقین لرم چي خوشی به یی کړي، ځکه له پاکستان سره مونږ ډیرې مرستي کړې او دوی باید زمونږ مرستي هېرې نه کړي.

له بله لوري د ډونلډ ټرامپ څرګندونو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار په غوسه کړی او د ټرامپ د څرګندونو په مقابل کي يي سخت عکس العمل ښودلی، زیاته یی کړه شکیل افریدی یو پاکستانی کس دي، پاکستانۍ محکمه به د نوموړي د خوشي کولو او بندي کولو په اړه فیصله کوي نه ټرامپ.

نوموړي یوه انګریز محاوره استعمال کړه، چې کومې ممپلۍ چې دامریکا له لوري مونږ ته راکړل شوې، دوی حق نه لري چې مونږ باندي د راکړل شویو ممپلیو په بدل کي سترګي برګي کړي اویا مونږ وویره وي.

نثار وویل ټرامپ د پاکستان په باره کي لږ معلومات لري او یا خو بیخي معلومات نه لري، ځکه کومي ممپلۍ چې مونږته راکړل شوې مونږ یی په بدل کي ډيره ستره قرباني ورکړي او لا هم پر قربانۍ ورکولو لګیا یو.

نوموړي زیاته کړه ټرامپ نوی سیاست ته راغلی د بهرني سیاست په اړه هیڅ معلومات نه لري.

شکیل افریدی یو پاکستانی ډاکټر دي چي د پاکستان په ایبټ اباد ښارکي د پاکستاني حکومت له لوري په دي تور نیول شوی ګواکي له امریکايی څارګري ادارې (سي آی اي) سره يي کارکړی اودغه ښارکي یي داسامه د مېنې په اړه امریکايي چارواکو ته معلومات ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx