افغانستان

په ننګرهار کي امریکایانو بوه بله نظامي اډه په تیښته پریښوده

په دي ورستیو کي د افغانستان په بیلابیلو سیمو کي بهرني ځواکونه له ماتي سره مخ شوي او په ډیريو سیمو کي دوي خپلي نظامي اډي پريښي

د ننګرهار یو شمیر امنیتي مسولین د نوم د نه ښودلو په شرط وايي چي د ننګرهار د شینوارو په لویه ولسوالۍ کي د امریکا ځانګړو ځواکونو نظامي اډه په تیښته پریښودل شوي ده

د دوي په وینا چي په دي ورستیو کي د ننګرهار په بټي کوټ او شینوارو ولسوالیو کي واک طالبانو ته رسیدلي نو له دي امله امریکایان تیښتي ته مجبور شوي دي

د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کي د پولیسو یو مامور نومان وايي چي طالبانو خورا زورور بریدونه ددي سبب شوي چي د دولت واک یوازي تر خپلي خوني کړي

نوموړي وايي چي غني خیلو نظامي اډه امریکایانو په خپله خوښه نه ده پریښي بلکي یادي نظامي اډه ته انتقالات د طالبانو ښکار کیدل

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دی ورستیو کي په ننګرهار کي د طالبانو بي ساري بریاوي یادوي

نوموړي وايي چي اوس په ننګرهار کي د نړیوالو او کورنیو ځواکونو ملا ماته شوي ده

تر اوسه ددي نظامي اډي د پریښودو په اړه امریکا خپل غبرګون نه دي ښودلي

که څه هم په دی ورستیو کي د حامد کرزي تر مشري لاندي دولت ته واک سپارنه روانه ده خو ویل کیږي چي په زیاتو سیمو کي واک سپارل په خپله خوښه نه وي دا د طالبانو زورور بریدونه دي چي امریکا ته یي له تیښتي بله لار نه ده پریښي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close