افغانستان

هیسم: د جګړې د پای یوازنيۍ لار سوله ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي چې د جګړې ښکېلو غاړو ته یوازې د سولې لار ور پاتې ده.

نیکولاس هیسم تېره ورځ بامیانو ته سفر کړی و، هلته يې خبريالانو ته وویل چې افغان حکومت او مخالفین يې باید د سولې لپاره هڅه وکړي د هغه په خبره د سولې اړوند څلور اړخیزو ناستو ته لا هم تمه کېدای شي.

د چین، پاکستان، افغانستان او امریکا په ګډون د څلور اړخیزو ناستو لړۍ وروستۍ ناسته نږدې میاشت وړاندې په فبروري میاشت کې وشوه، چې پکې پاکستان د مارچ په لومړۍ لسیزه کې د مخامخ خبرو د برابرولو ټټر وواهه.

افغان حکومت وروسته له هغه د سولې په برخه کې د پاکستان بې وسې غوڅه تایید کړه، چې د حمل میاشتې پر وروستۍ ورځ طالبانو د ملي امنیت اړوند لسم ریاست په نښه کړ او په غبرګون کې يې ولسمشر غني پاکستان د سولې په برخه کې ناکام وباله.

له یاد بريد وروسته ولسمشر ملي شورا ته په خبرو کې وویل چې له پاکستانه دا تمه نه لري چې طالبانو به د سولې مېز ته کېنوي خو په وینا يې بیا يې هم په څلور اړخیزو ناستو کې د ګډون غوښتونکي دي.

طالبانو د دې غونډو په اړه ناخبري ښوودلې او ويلي يې دي چې د سولې او نورو سیاسي اړیکو لپاره په قطر کې د دوی دفتر موجود دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x