افغانستان

سرور دانش: توتاپ پروژې نه مرکزي سیمې په لوی لاس ایستل شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې د برېښنا په توتاپ پروژه کې مرکزي سیمې په لوی لاس ګوښې پاتې شوې دي.

سرور دانش په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د هېواد د برېښنا په ماسټر پلان کې تر ۲۰۳۲ میلادي کال پورې ګڼې سیمې بې برقې پاتې دي.

هغه د برښنا شرکت له مسوولینو غوښتي چې پخپل پلان دې یو ځل بیا نظر وکړي.

توتاپ پروژه چې له ترکمنستانه افغانستان ته ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا لېږدوي له سالنګ تېرېږي، پلازمېنې کابل څخه د لوګر په لوري پکتیا، خوست او پکتیکا او د غزني په لوري تر هلمند او کندهاره رسېږي.

سرور دانش وايي چې د دې برېښنا د لېږد په اړه له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۳ پورې بېلابېلو پلانونه طرح شول، خو د ده په وینا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې د الماني شرکت فیشنر له لوري د ۲۰ کلن ماسټر پلان له مخې دا برېښنا د بامیانو له لارې نور افغانستان ته رسېدله.

دانش وايي هغه مهال هم د برښنا شرکت مسوولینو او د ابو او نرژي وزارت دې پلان ته ارزښت ورنه کړ.

یوازې سرور دانش نه دی چې د دې پروژې اړوند ورته څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې د دې پروژې برقي پایې لګول شوې او د مزي غځولو چارې يې روانې دي، د پخواني ولسمشر مرستیال محمد محقق هم ورته څرګندونې لري.

محقق دا د تبعیض ښکاره نښه بولي او په وينا يې یوازې د تعصب او تبعیض په دې خاطر د برېښنا دا مزي له بامیانو چپ کړل شوي دي.

د برښنا شرکت او ابو او انرژي وزارت مسوولینو تر دې وړاندې ويلي و، چې د حکومت د پلان سره سم توتاپ پروژه پلي کېږي، چې هیڅ د تبعیض او تعصب څرک به پکې موجود نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x