افغانستان

د اسیا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۸۷۸ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د اسیا پراختيايي بانک له افغان حکومت سره د ۸۷۸ میلیونه ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د راپورونو له مخې تېره ورځ په جرمني کې د اسیا پراختيايي بانک په ۴۹ مه غونډه کې له افغان چارواکو سره د دې مرستو ژمنه وشوه.

دغه مرسته چې تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به افغان حکومت ته وسپارل شي، ډېره برخه به يې د ترانسپورت، طبعي منابعو په سکټرونو او تراسپورت برخه کې ولګول شي.

د اسیا پراختيايي بانک په دې غونډه کې د افغانستان د ماليې وزیر اکلیل حکیمي هم برخه وال دی، چې د ګڼو هېوادونو د حکومتونو، خصوصي سکتورونو او مدني ټولنو شاوخوا ۳۰۰۰ تنه پکې برخه لري.

د اسیا پراختيايي بانک دغه غونډه به د روانې میاشتې تر پنځمې روانه وي چې پکې افغان چارواکي د دې بانک له مسوولینو سره د افغانستان د پرمختيايي پروژونو او نورو مرستو اړوند هم خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx