افغانستان

د نورستان والي محاصره شوي پولیس وژغورل

له تیرو دوه ورځو را په دیخوا د نورستان ولایت مرکز او کامدیش ولسوالۍ په ګډو امنیتی پوستو وسلوالو طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي دي د یاد ولایت چارواکي وايي چي په سیمه کي پولیسو له طالبانو سره جدي غبرګون ښودلي خو د طالبانو زیات شمیر ددي سبب شوي چي پولیس دي د محاصري تر کرښي ورولي.

خو تیره ورځ ناوخته د نورستان والي تمیم نورستانۍ له ګڼو امنیتي ځواکونو سره سیمه ته رسیدلي او له یوي درني جګړي وروسته وسلوال طالبان شا تګ ته مجبور شوي دي.

د نورستان والي تمیم نورستانۍ وايي چي په یاده جګړه کي دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي او یو بل تن ژوندۍ نیول شوي.

دده په وینا چي طالبانو له څو خواوو په امنیتی ځواکونو بریدونه کول.

خو د تازه دمه ځواکونو ورتګ طالبان ماتي کولو ته مجبور کړل.

بل خوا بیا د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چي په یاده پيښه کي ګڼو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي نوموړي د خپلو ملګرو مرګ ژوبله او ماته نه مني.

د یادولو وړ ده چي په دی ورستیو کي وسلوالو طالبانو د نورستان په ځینو سیمو کي بریدونو ته پراختیا ورکړي سیمیز چارواکي وايي چي وسلوالو طالبانو سره جدي غبرګون ښايي او طالبان بیا د دولت د کمزوري خبري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x