پروان: بګرام کې پر بهرنیو ځواکونو چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د پروان په بګرام کې د بهرنیانو په پوځي کتار خښ کړل شوی ماین چاودلی.

د پروان ولایت امنیه قومندان محمد زمان مموزی وايي چې پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې خو لا هم د پېښې ځای د بهرنیانو له لوري کلابند دی.

د هغه په خبره پېښه په نصرو کلي کې شوې ده او له چاودنې وروسته د پېښې ځای د بهرنیانو له لوري محاصره دی او چاته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د دې کلي اوسېدونکي وايي چې د چاودنې غږ زورور و، خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

تر اوسه په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او نه هم د چاودنې مسوولیت چا په غاړه اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د