روغتیا

د وزن کمولو ۱۵ اسانې لارې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): اضافي وزن لرل اوس په نړۍ کې یوه عامه روغتیايي ستونزه ده. اضافي وزن انسان په ډیرو مهلکو ناروغیو اخته کوي.

انسان کولی شي خپل د ژوند په طریقه او خوړو کې ځینې بدلونونو راوستلو سره اضافي وزن له لاسه ورکړي او د زیات شمیر مهلکو ناروغیو لکه شکر، زړه، ځیګر او داسې نورو مخه ونیسي.

دلته مو له ځینو هغو لارو سره چې د اضافي وزن د کمیدو لامل ګرځي اشنا کوو:

۱- ځان د اوبو له کموالي څخه وژغورئ.

۲- هندواڼه وخورئ.

۳- لږ غوړ لروونکی شیدې وڅښئ.

۴- ویټامین ډي (Vitamin D) لروونکي خواړه خپل ورځنی خواړه کې اضافه کړئ.

۵- هغه خواړه چې زیاته اندازه اوسپنه (Iron) لري باید زیات وخوړل شي.

۶- د فایبر (Fiber) لروونکو خوړو په مرسته اضافي وزن په خلاف مبارزه وکړئ.

۷- کافي (Coffee) یا شین چای وڅښئ.

۸- د سهار چای هیڅکله مه هیروئ.

۹- خپلو خوړو کې مساله اضافه کړئ.

۱۰- یخې اوبه وڅښئ.

۱۱- ډیر مه کینئ او فعاله ژوند اختیار کړئ.

۱۲- په ورځنی ډول ځانګړې اندازه ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۱۳- پروټین لروونکي خواړه زیات وخورئ.

۱۴- د شپې لخوا پر وخت ویده شئ.

۱۵- ځان له ډیرې سختې ولوږې څخه لرې وساتئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x