افغانستان

ارګ د طالبانو ضد لیکوالو ته ډالري معاش منلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د ارګ ولسمشریزه ماڼۍ هغو لیکوالو ته میاشتني ډالر ورکوي چې په خواله رسنیو کې د دولت په ګټه او د طالبانو پر ضد تبلیغات کوي.

ارګ ته نږدې باوري سرچینو نن ټکی اسیا ته څرګنده کړې چې د دغو تبلیغاتو په بدل کې له لیکوالو سره ژمنه شوې چې هره میاشت به ۷۰۰ ډالر ورکول کیږي.

سرچینه زیاتوي چې ارګ د خواله رسنیو په لیکوالو دا شرط هم ایښی چې په مستعار نوم به لیکنې نه کوي، بلکې په خپل نامه به د دولت درنه او د طالبانو سپکه وايي.

سرچینې د یو شمېر هغو کسانو نومونه هم په ډاګه کړي چې د ارګ لخوا په یاده تبلیغاتي پروژه کې دندې ترسره کوي او د نورو کسانو د موندنې، جلب او استخدام چارې ور تر غاړه دي.

د دغو لیکوالو په ډلې کې د «ودان افغانستان ګوند» ځینې غړي، د یک تلویزون یو خبریال، د انعکاس راډیو کارکوونکي، او ځینې هغه کسان هم شامل دي چې پخوا یې له بهرنیانو سره د ژباړونکي دنده ترسره کوله. نن ټکی اسیا د خپلې پالیسۍ له مخې د دغو لیکوالانو د نومونو له نشرولو څخه ډډه کوي.

خو له یادو لیکوالو سره د طالبانو پر ضد د خامو تبلیغاتي موادو نشتون د دې لامل ګرځېدلی چې ګڼ فیسبوکي لیکوالان د جعلي اسنادو او مصنوعي انځورونو خپرولو ته مخه کړي.

خو دا چې د تخنیک په نړۍ کې په جعلي شواهدو او مصنوعي انځورونو باور پایښت نه لري او ډیر ژر افشا کیدای شي، دغه چاره اوس پخپله د ارګ امنیتي سلاکارانو ته په سرخوږي او رسوایي بدله شوي چې تراوسه یې ورته د حل لار نه ده موندلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x