نظــر

دا جنګ ولی اول صلیبی او بیا تروریزم یاد شو؟

ستاسو به په یاد وی او که نه زه یی در په یادوم چه جورج  بوش  د دی نړیوال جنګ مبتکر قوماندان  په اوله ورځ  په ډیر کبر او غرور سره دی جنګ ته  د کروسیف یا صلیبی جنګ نوم ورکړو  چه مسلمانانو زمونږ په ملک یرغل کړی ، مونږ له مسلمانانو خپل غچ اخلو او د مسلمانانو په مقابل کی د پخوانی صلیبی جنګونو یاد را ژوندی کوو یعنی په اوله ورځ  یی د دی جنګ نوم  صلیبی جنګ اعلان  کړو  ( تاسی کولی شی انتر نت کی  د بوش د اولی ورځی خبری واوری ).

 زه نه پوهیږم چه دا به یی کم عقلی او که  خطا وه مګر زه باور لرم چه دا یی له مخکی   پلان شوی ستراتیژی برخه وه  چه اوله ورځ  یی صلیبی او په دوهمه ورځ  یی تروریزم یاد کړی  ځکه د ریس جمهور ټولی خبری  مخکی له مخکی جوړی شوی وی.

ولی صلیبی جنګ ونومول  شو؟  

 لمړی :  د سپټمبرد تراجیدی  پیښي په مرسته ( چه څه کم دری زره بی ګناه ناخبره امریکایان پکی ووژل شول )  یی   د غچ اخستنی په نوم صلیبیان  او یهودان سره د صلیبی جنګ په اعلانونولو یو موټی او یوه خوله کړی.

دوهم :  د اسلامی نړی په ضد ( د صلاح الدین ایوبی د وخت ) د صلیبی جنګونو  زړی خاطری بیا را ژوندی او د غچ اخستلو  په نوم  خپلو کی  ډیر نزدی او خپلی وینی به لا ډیری  ګرمی کړی .

دریم :   د صلیبی جنګ په اعلانولو به ( چه ټول یهودان او صلیبیان سره یو او قوی ، مګر  مسلمانان  ځانله او کمزوری دی ) خپل مورال  پورته او د مسلمانانو ښکته کړی .

څلورم: د صلیبی جنګ په اعلانولو به دی جنګ ته د مقدسیت رنګ هم ورکړی او خلک به د مذهبی تعصباتو او کرکو په خاطر هر ډول ځانی او مادی مرستو ته اماده ګی ولری .

پنځم :  دا چه په دوی د مسلمانانو له خوا د څه کم  دری زره  بیګناه کسانو وژنی،  د نړی تر ټولو لوړو ودانیوی ورانونی  خساره  او د نړی د سوداګری مرکز غیرفعاله یا بیکاره کیدلو ظلم  وو ، نړیوال به د اسلام پرځای  یهودیت او صلیبیت د سولی او امن دنینونه وګڼي  چه د مسلمانانو وحشت او ظلم ټولی نړی ته په ډاګه شو .

شپږم :  په  لویدیزو هیوادونو کی  د  مسلمانانو سره  د یهودو او صلیبیانو د  کرکی  زیږونه .

د تروریزم جنګ ورته ولی  وویل شو؟

 د ا ځکه  چه د اولی ورځی پورتنی لاسته راوړنی ( لکه  د دوی یووالی ، د مورال لوړیدل د غچ اخستنی د روحی محکمتیا ، د دینی کرکو زیږونه ، نړیوالو ته د مسلمانانو د وحشت ښودنی او داسی نوری ) خو ترلاسه شوی  ، د لا ډیرو  لاسته راوړنو د پاره یی د د تروریزم  جنګ اعلان کړو هغه  لاسته راوړنی په لاندی ډول وی :

 لمړی :   که دوی صلیبی جنګ اعلان کړی  وی اسلامی نړی  به  د دوی مقابل کی یوه شوی وی  .

دوهم:  د سپټمبر پیښه به د پخوانو صلیبی جنګونو  د غچ اخستنی د پاره ، نړیوالو ته مصنوعی او یوه  بهانه معلومه شوی وی .

 دریم ، دا چه اسلام پر دین سربیره  داسی نظام  اوایین لری چه د نړیوالو د پوره سولی او هوساینی  تضمین کوی یعنی د استثمار او غلامی  د منځه وړلو او ختمولو دین دی په همدی خاطر دوی ورسره  دشمنی لری .ځکه  دوی اسلام ته د تروریزم دین  او مسلمانانو ته یی د تروریستانو نوم ورکړو  چه د نړیوالو په ذهن کی  یی ښکته ، وحشی او ظالمانه وښیی  .

څلورم :  دوی ته اسانه ده   چه هر اسلامی هیواد جلا جلا  هضم کړی .

پنځم  :    د یوه هیواد په غلامولو کی به  له  نورو  اسلامی هیوادونو   (  چه حکومتونه یی د دوی په لاس او واک کی دی )  کار واخلی .

شپږم :   د دوی د یرغل مطلوب ملک  د  لاسپوڅی اداری او  د دیموکراسی ایزمی   پلویانو د پاره  به  د دهشت ګردی او تروریستی ټکی  په خوله کی ورکړی او  فعاله مسلمانان به عوامو ته دهشت ګر  ور وپیژنی  نو بیا یی که وژنی ، شکنجی ورکوی او داسی نور د عوامو د ملی پاڅون سره به  نه مخ کیږی .

اوم ،  داچه  اسلام  په لویدیز کی تر تولو  دینونو مخکی وو چه هره  ورځ به  د هغو خلک ډلی ډلی  په اسلام مشرف کیدل  د تروریزم  د  نوم  په ورکولو سره  به د لویدیز عوامو ویره او کرکه له دوی سره رامنځته شی   په دی ډول به یی د اسلامی دعوت مخه نیولی وی.

اتم :  پخوا په غربی نړی کی  بین المللی مافیه شتون درلود  ورو ورو هغه مافیه د مالی او نورو نظامی امکانانو په لاسته راوړنه  یی د لویدیز او حتی د نړی سیاسی قدرت هم  خپل کړو   په ځانګړی ډول د  لویدیز هیوادونو واک د مافیه په لاس کی شو . دا چه د مافیه نوم نور نه اوریدل کیده  ، نړیوالو ته پوښتنه وه  .  د دی ستونزی د هوارولو د پاره غربی حکومتونو (  مافیه ) د هغه  پخوانی مافیه نوم یی په تروریزم بدل  او د سپټمبر د پیښی په مرسته یی مسلمانانو ته هدیه کړو  .

اتم :  دا چه  د نړی  معدینات ،  تیل او طبیعی زیرمی مخ په کمیدو  او صنعت څو ځلی د پخوا پر تله زیات شوی اوپراخه شوی ، دا ښه چانس وو چه نړی د تروریزم  په نوم تسخیر  او د هغو طبیعی زیرمی او  معدنیات خپل کړی ، او هم خپل جوړ شوی شیان هلته خرڅ کړی چه په راکړه او ورکړه دواړو کی یی استثمار کړی .

نهم :  د  هر ډول وسلو کارولو او نظامی روزنی د پاره د تولی نړی د غرونو ، دشتونو ، لوړو ژورو سره یی عسکر عادت ، پيژندنه او تجربه پیدا کړی او هم په وژنه کی یی زړونه کلک شی  .

لسم  :  د تروریزم جنګ په حقیقت کی د نړیوال حکومت رامنځته کول او یا په زمکه کی د انسانی خدایی دعوی کولو جنګ دی ،  چه په دی واسطه به ماسونیزم ( چه د ټولی نړی لوی  سرمایداران او سیاست مداران یی غړیتوب لری چه اکثره یی یهودان او صلیبیان دی ولی رهبری  یی د یهودانو   په واک کی ده ) به د ټولی نړی پاچاهان او یا خدایان وی .

په اوله ورځ د صلیبی نړیوالی جګړی اعلانول او  په  ورپسی  ورځ  د  تروریزم  نړیوال جنګ اعلانول هر یو د دوی د پاره ځانګړی ګټی درلودی  چه باید اول یی د صلیبی او بیا یی د تروریزم د نړیوال جنګ اعلان کړی وی ، د ا دوی د پلان برخه وه .

نړیوال استعمار کشکی په هغه اولنی حقیقی صلیبیت او یهودیت باور او عقیده درلودی  دوی خو د هغه  صلیبیت او یهودیت پوزه ، غوږونه ، لاسونه او پښی غوڅی کړی د خپل استثمار وسیله او د فریب کاریو  لومی یی تری جوړی کړی ، چه د دین په نوم د اسلامی نظام مخه ونیسی .

د دوی اصلی دین دیموکراسی ده  ، دیموکراسی یی شیطانی نظام دی چه صلیبیت او یهودیت ورته  مخکی له مخکی قربانی شوی د کلیساګانو پاپان د سیاسیونو سره  په استثماری سیاست  کی شریک د ی هغوی هم د سکولریزم او دیموکراسی پلوی کوی ، تر څو د  اسلامی نظام په مقابل کی  تری د  فریبنده  وسلی په شکل کار واخلی  .

یهودانو او صلیبیانو له اوله د اسلام د سپیڅلی دین او نظام د کمزوری کولو یا محوه کولو د پاره له هر ډول شیطانی  دسیسو ، پلمو او وسیلو څخه کار اخستی  حتی د اسلام دننه یی ډيره وسه کړی  چه مسلمانان سره وویشی چه په دی کار تر ډیری کچی بریالی شوی هم دی  مګر له نیکه مرغه د هغه دوی په لاس ټوټه ټوټه اسلام  څخه هم دوی ځانونه په خطر کی وینی  ، چه که اسلام نظام په کوم کوچنی هیواد کی  نافذ او حاکم شی دوی فکر کوی چه ډیر ژر به اسلامی شریعت نړیوالو ته  صادر شی   ، ژر ژر به وده وکړی  او چه یو ځل اسلام د خلکو زړونو ته ننوت بیا یی په هر ډول قوت او نیرنګونو  او فریب کاریو نه شی لیری کولی  .

ځکه د د یموکراسی شیطانی نظام د تعمیلولو د پاره  په زرونو میله لیری راځی  ، په تریلونونو ډالر مصرفوی ،  په زرونو خلک قربانوی ،  د دوی عمده هدف د اسلامی نظام مخ نیوی او د دیموکراسی شیطانی نظام پیاده کول دی .

  د دیموکراسی نظام هر څه د اسلامی لارښودنو ، اخلاقو ، اصولو اوقوانینو سرچپه جوړ شوی ، چه په دیموکراسی کی حلال په اسلام کی حرام او چه په دیموکراسی کی حرام  په اسلام کی حلال دی .

په دی واسطه له ټولنو ټول مثبت او اسلامی ارزښتونه لیری کوی ، ټولنی له قومی او دینی ټولنیز جوړښتونو څخه  انفرادی جوړښتونو ته اړوی ، تر څو د دوی مغزونه د استعماری ایزمیت په ابی اوبو پریمنځی ، بی ضمیره او بی ځانه یی کړی نو بیا د دوی د استثمار او ټولو کړنو د پاره حلال شوی چرګان وی .

د دوی استثمار یواځی د دوی د هیوادونو له پولو بهر نه بلکه دننه  د دوی په غریبه طبقه باندی چه کوم استثمار او غلامی تحمیله ده  څو ځلی  زیاته   مګر د هغوی د استثمار کیمیت او کیفیت توپیر لری د دوی خپل خلک بیا د استثمار احساس هم نه شی کولی په خپله خوښه او غوښتنه د استثمار په وندر کی ننوتی دی   د وی د هر هیواد او هری ټولنی د پاره د هغه ځای ، هغه ټولنو او هغه وخت مناسب او مطابق استثماری پلانونه لری .

سرمایداری نظام  ( د اقتصاد کنترول د سرمایدارو افرادو  په واک کی )  یعنی په  سرمایداری هیوادونو کی اولین کار ، په  خلکو کی انفرادیت ، د اخلاقو لیری کول ، مادی رقابتونه رامنځته کول او د ټولنی طبقاتی کول دی . دا کار دوی هر چیری کوی ، تاسی وګوری زمونږ په ګران هیواد کی یی په څومره کم وخت کی د ګوتو په شمار ( چه په سلو کی به یوه برخه اویا کمه وی ) خلک میلونران او بیلونران کړل  او نور نهه نوی په سلو کی د فقر له کچی هم ډیر ښکته غریبان  یعنی کور کالی ډو ډی نه لری.                     

و من الله التوفیق

(الحاج استاذ بیانزی)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x