افغانستان

طلوع تلویزون ته د بیان د ازادۍ جایزه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۵ل): د بیان د ازادۍ نړیواله جایزه په افغانستان کې د طلوع په نوم خصوصي تلویزون ته ورکړل شوې ده.

دغه جایزه په پاریس کې د پاریس د ښاروالۍ او د بې پولې خبریالانو د ټولنې له خوا په ګډو مراسمو کې د طلوع تلویزون د خپرونو مسوول لطف الله نجفی زاده ته ورکړل شوه.

د بې پولې ژورنالیستانو ټولنې غړي وايي چې په افغانستان کې د رسنیو کار له خپل سر سره لوبي دي، دوی د خبریالانو پر وړاندې پر حکومت سربېره د حکومت مخالفین او زور واکي هم ګڼ خنډونه بولي.

د طلوع تلویزون د خپرونو مشر د جایزې د اخیستو پر مهال وویل چې دوی په سختو شرایطو کې د دوی په خبره موثق راپورونه برابر کړي دي، هغه د خپل کار په وړاندې ان وسله وال بريدونه هم خنډ یاد کړل.

د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ

د انګریزې میاشتې – می – درېیمه چې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په ورځ نومول شوې ده په افغانستان کې يې په اړه غونډې ترسره شوې.

د همدې ورځې په مناسبت ارګ د خپلو چارواکو د ویندویانو سره درې ورځنۍ ناسته لري چې د دولت په تبلیغاتو کې د پرمختګونو لارې ور وښيي.

ولسمشر غني د همدې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې په هېواد کې د بیان د ازادۍ طرفدار دی.

اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر د هغو خبریالانو قدرداني کوي چې په سختو حالاتو کې ولس ته موثق راپورونه وړاندې کوي، که څه هم اعلامیه کې د خبریالانو پر خپلواکۍ ټينګار شوی خو په څنګ کې ژمنه ورکړل شوي چې د دوی د خوندیتوب لپاره به ګامونه پورته کوي.

ولسي باور

افغانستان کې د امریکايي یرغل نه نږدې درې کاله وروسته ګڼو دولتي او خصوصي رسنیو فعالیت پیل کړ، چې ځينې يې د اخیستل شویو پروژو له پای سره ختمې او ځینې يې لا هم پر مخ ځي.

ولسي وګړي د خواله رسنیو له فعالیت سره دولتي او خصوصي غږیزو، تصویري او چاپي رسنیو ته پخوانی ارزښت نه ورکوي.

د خواله رسنیو فعال محمود امین وايي چې خواله رسنیو کې د پېښو واقعیتونه بې پرې رسول کېږي ځکه خو د نورو رسنیو فعالیت ورته بې باوره شوی دی.

د هغه په باور د ګڼو پېښو په اړه رسنیو یو څه ويلي وي، خو واقعیت د وخت په تېرېدو سره بل ډول راووځي چې سړی د رسنیو په بې پرې والي شکمن کولی شي.

د خواله رسنیو پراخ پوښښ که د نورو رسنیو باور را ښکته کړی په څنګ کې رسنۍ هم هڅه کوي چې د بې پرې والي په لور ګامونه واخلي.

په خواله رسنیو کې فعال رفیع الله وفا وايي چې اوس وخت کې خلک تلویزون یا هم راډيو او ورځپانې ته دومره وخت نه ورکوي ځکه چې انلاین رسنیو ته لاسرسی اسانه دی.

د هغه په خبره ګڼې انلاین رسنۍ یا د عقدې یا هم د ګوندي او شخصي ګټو پر اساس فعالیت کوي چې معلومات يې ولس ته د باور وړ نه دي، خو د معلوماتو د موندلو په موخه اړ دی چې سر ور ښکاره کړي.

طلوع تلویزون چې د موبي ګروپ رسنیزه څانګه ده، ولسي وګړي يې د ملي ګټو پر ضد بولي او د دولت مخالفو وسله والو بیا په نظامي هدفونو کې ګڼلې دی.

یاده دې وي د مطبوعاتو نړیواله جایزه په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د هشت صبح په نوم له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې ته ورکړل شوې وه.

نن ټکی اسیا خپلو هم مسلکو ته د دې ورځې مبارکې وايي او هڅه کوي د ولس لپاره د بې پرې والي یوه دایمي نمونه پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولي افغان

السلام علیکم ګرانو دوستانو زه عبدالوليافغان یم دایران. نپه تا سو ویاړم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x