
د جنازې اعلان
د پياوړي ليکوال او ژباړن احمدالله احمدزي، شيرباز او شيرخان پلار د کابل ولايت د خاکجبار ولسوالۍ مشهور قومي مشر الحاج لعل باز د زړه د ورپيښې ناروغۍ له امله د اجل داعي ته لبيک ووايه او له دې نړۍ څخه يې سترګې پټې کړې.
د ارواښاد جنازه سبا د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۹۵ لمريز کال د غويي د مياشتې په ۱۵ نېټه چې د ۲۰۱۶ زيږديز کال د مئ له ۴ مې نېټې سره سمون خوري، سهار اته بجې نوښار ته څېرمه بټۍ زاخېلو کې د شيخ عبدالغني صاحب د مدرسې ترڅنګ اداء کيږي.
انا لله وانا اليه راجعون
انا لله و انا الیه راجعون
ګران او محترم احمد الله احمدزي صاحب ته د نوموړي د والد صاحب د وفات له امله تعزیت وایم، الله تعالی دې په مرحوم ورحمیږي، الله تعالی دې په جنت کې اعلی مقامات او الهي دیدار ورنصیب کړي.
او ددوی کورنۍ ته دې الله تعالی صبر جمیل او نعم البدل ورنصیب کړي
آمین یارب العلمین
انا لله و انا الیه راجعون دا هغه څه دی چه د هر مسلمان د مړینی وخت د تسکین د پاره لوستل کیږی او په عین حال کی د ژوندو د پاره د ژوند هدف او اهمیت په ګوټه کوی ، مونږ د هری ورځی په تیریدو د خپل ژوند یوه پاڼه اړوو ، د د پاڼو اړولو مخه نه نیول کیږی او نه یی د پاڼی د لویدلو مخه نیولی شو دا چبری مرحله ده نه یی په ډیرو روپو ، نه یی په ډیرو وسلو ، نه یی په واسطو او نه یی په دی مخه نیولی شی… نور لوستل »