شعـــــرونه

اباسینه ته مو یاد یی!

محمد خان محب

دانرګس او دا ګلاب دچا هیریږی.
د ارواح په جزیره کی مو اوسیږی.

دبوډۍ مورکۍ دزړه حرم یی سوځی.
دبوډۍ مورکۍ له زړه یی لوګی خیږی.

دیادونو قافلی یی را روانی .
دهرچا دخیال په کلی کی تیریږی.

غمجن پلاریې دهجران په چاپیریال کی.
دغم ستوری یی په هرماښام ځلیږی.

دی انسان ته انسان نسمه ویلای.
چی پر داسی تنکی ګل یی واری کیږی.

اباسینه قاتلان دی سه برباده !
دمحب پرخوله تل دا سوال تکراریږی.

===
محمدخان محب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x