mashoman qatal shwee

ملکی تلفات: تعریف، اسباب ،عاملین او مخنیوي

دنن څخه دولس کاله پخوا امریکایانو پر افغانستان دیرغل ترمخه دا اعلان وکړ چی ټول هیوادونه، تنظیمونه، او قوتونه دی زر تر زره دا تصمیم ونیسی چی پدی جنګ کښی به زمونږ سره یاست اوکه زمونږ دمخالفینو سره، د لا وضاحت او جدیت لپاره یې داهم ور زیاته کړه چی دبی طرفي موقف به دمنلو نه وي.

 په هرصورت دا صف بندی وشوه او دی دولس کلنی جګړی ډیر واقیعتونه روښانه، غټی دعوی پوچی او دیر قوي او ستر پیمانونه یی هم بی وسه او پراګنده کړل.

چون دجګړي سره وژني چاودنی او نیونی هم مل وي نو ځکه د طرفینو د تلفاتو نه علاوه په جګړي کښي د ملکي تلفاتو ذکر هم اوریدل کیږي.

پدي اړه غواړم د لوستونکو سره لاندی تفصیل شریک کړم

*د ملکي تلفاتو تعریف:  هغه خلک چي په جګړه کښي دطرفینو سره په واضح توګه نه وي ولاړ اوبی طرفه وي نو دیته بي طرفه او ملکي خلک ويل کیږي چي وژني او تلفات يي ملکي تلفات بلل کیږي او بل تعریف چي دافغانستان خلق يي د عملي کیدو مطالبه کوي هغه دا چی د پورتني بی طرفه ډلی په شمول هغه خلق چي په جګړه کښي دجانبینو سره معمولي او غير مسلحانه تعلق او همکاري ولري ملکي خلک و بلل شی او د وژنو یی مخنیوي وشي چي دغه شمیره هم ووس په ملکی تلفاتو کښي شمیرل کیږي.

*دملکي تلفاتو عمده اسباب:

۱: بمباري ۲: شپني عملیات ۳: ځمکني ماینونه ۴:په عامه ځایونو (بازار، مسجد، جنازه) کښي چاؤدني

 *په ملکي تلفاتو کښي دجانبینو حصه داري او مسؤولیت:

دملکي تلفاتو په اړه باید د جانبينو کردار او تګلاري ته په ځیره متوجه شو. او د واقعیتونو په رڼا کښي قضاوت وکړو. لاندي زه په مقایسوي ډول د دواړو خواؤ کردار ته اشاره کوم.

 ۱: دامریکایانو صف دعام وژنی ذهنيت لري او قصدا هم دا جنايت تري ثابت شوي لکه په زنګاوات، میدان وردګو او نورو دیرو ځایو کښي چی حکومت خپله هم پری معترف دي . خو دمجاهدیدنو صف دعام وژني تصور نه لري دا کار حرام او دشریعت له نګاه نه لوي جرم ګڼي.

 ۲: دامریکایانو صف لکه څنکه جي په اوله کښي ويلي وؤ د بی طرفي صف نه پیژني او هغه خلق هم وژني چي مجاهد ورکره ډوډي خوړلي وي یا یي شپه ورکره کړي وی. خو مجاهدین ټول اولس نه دامریکایانو په طرف داری متهموي او نه یی دځان په حمايت مجبوروي بلکه دمقابل لوري ډیرو مامورینو او ملکي مؤظفیوته هم څه نه وايي چي ضرر ورسره ملګري نه وي.

 ۳: امریکایی صف ددښمن په پیژندلو او هدف ګرځولو کښی ددقت څخه کار نه اخلی چی د ملکی تلفاتو سبب ګرځی خو مجاهدین خپل هدف ښه پیژني او ترمخه یی د تعقیب لاندی نیولی وی.

 ۴:دملکي تلفاتو عمده عامل ړندی بمباري دي چي صرف دامریکایانو صف ته یی مسؤلیت راجع کیږي او مجاهدین تري مبرأ دي.

 ۵: دملکي تلفاتو بل عامل شپني عملیات دي چي د ډیرو ماشومانو او بي ګناه ښځو د وژل کیدو سبب کیږي چي دا ویاړ هم دامریکايي صف په برخه دي.

۶: بل عمده عامل د ملکی تلفاتو ځمکني ماينونه دي.چي پدي کښي مجاهدینو ته مسؤلیت راجع کیدای شی .ځکه چي دوي د دښمن په خلاف ددي اسلحي څخه ډیره استفاده کوي نو که دغلطي او یا بي پرواهي له وجه په عامو خلقو وچوي نو دغه مسؤلیت به د مجاهدینو په غاړه وي خو پدي کار کښي هم مخالف صف پوره لاس لري اوپه ډیرو ځایونو کښي یی دمجاهدینو د بدنامولو لپاره داسی جنایات کړي.

 ۷: بل عامل دملکی تلفاتو په جومات، بازار، جنازه او عامه ځایو کښی چاودني دي، چی پدي صورت کښي باید دحملي ذمه واري ته وکتل شي چي هرچا ذمه واري واخسته هغه به جوابده وي. د نه ذمه واري په صورت کښي داسي کارونه باید دامریکاي صف وګڼل شي بنا په لاندني دلایلو.

الف :دوي ته دغه چاودنی کوم جرم نه ښکاري په مجموع کښي دوی مسلمان ملت ته ددښمن په سترګه ګوري ځکه دغه مجاهدین دهمدي ملت څخه دي او داملت په خپله مجاهد ملت دي.

ب: دمسلمانانو په منځ کښي داختلاف پیدا کولو لپاره داسي کارونه دوي اړین بولي

 ج : دغسی چاودني صرف تر افغانستان پوري محدودي نه دي بلکه په ډیرو اسلامي هیوادونو کښي کیږی خصوصاً پاکستان، خو د افغانستان مجاهدین کیدایشی صرف افغانستان پوري محدود وی.

د: دغه چاودنی د افغانستان او پاکستان په شیعه ګانو هم کیږي درحال چی افغان طالبان نه د دوی سره کومه دښمنی لری او نه جنګ.

ط: امریکاي صف دخپل دښمن یعنی دمجاهدینو دبدنامولو او رایه عامه د دوی په خلاف کولو لپاره داسی چاودنی کوی.

* د ملکي تلفاتو مخنیوي.

 ۱: پورتني دلایلو ته په کتو سره دملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره باید اصلي عامل دمنځه یوړل شي . دښمن سرکوب او رسوا ددي وطن څخه وشړل شي.

۲:. مجاهدین دماین ګزاري سره د پوره احتیاط او دقت نه کار واخلۍ .د عملیاتو لپاره باید دداسي هدف څخه کار وانخلي چي دملکي تلفاتو امکان پکښي وي.

 ۳:. دافغانستان جنګ ته دکامیابي، صلح او اسلامي نظام په راوستلو سره دپاي ټکي کښودل شي.

مونږ او تاسی باهد هروخت ددښمن کړو او وړو ته متوجه وو او اجازه ورنکړو چی دښمن په خپلو تبلیغاتو او بی بنسټه راپورونو سره زمونږ ذهنونه یرغمال او مجاهدین عوام دښمنه معرفی کړي تر څو مسلمانان په یوبل بدګمانه او خپل ناولي اهداف هم ترلاسه کړی.

لیکوال: ابو حدیر
کالم: توره لیکل کوي
ایمیل: [email protected]

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د