ورزش

زیمبابووي به د کرکټ سیالیو لپاره د هندوستان کوربه وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د زیمبابووي کرکټ بورډ اعلان کړی چې د جون په میاشت کې به له هندوستان سره د یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ ترسره کوي.

د جون په میاشت کې به هندوستان د زیمبابووي په خلاف درې یوه ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي. دغه لوبې به د هرارې په لوبغالۍ کې ترسره کیږي.

دغه شپږ لوبې به په ۱۲ ورځو کې ترسره شي. د زیمبابووي او هندوستان تر منځ لومړۍ لوبه به یوه ورځنۍ لوبه وي او د جون د میاشتې په ۱۱مه به پیلیږي. د لوبو دغه لړۍ به د جون میاشتې په ۲۲مه پای ته رسیږي.

د زیمبابووي د لوبډلې اداري مدیر ویلفرېډ موکینډیوا رسنیو ته وویل:« د هندوستان له کرکټ بورډ سره د رسمي پروسې له بشپړولو وروسته اعلان کوم چې د هندوستان لوبډله به د لوبو ترسره کولو لپاره د جون په میاشت کې زیمبابووي ته سفر کوي.»

له دې وړاندې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په جولايي میاشت کې د هندوستان ملي لوبډلې زیمبابوي ته سفر کړی و. په دغه سفر کې هندوستان په یوه ورځنیو سیالیو کې د زیمبابووي لوبډلې ته ۳-۰ سره ماتې ورکړې وه او د شل اوریزو لوبو لړۍ ۱-۱ سره مساوي شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x