ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۱۰۰)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ په وړو خبرو مه خفه کېږه، ځکه چې دنیا هم وړه ده!

په نېکانو کې یو تن له یوه زمری سره د هغه په پنجره کې بند کړای شو، او الله تعالی ﷻ نجات ور کړ!

چا ورته وویل: دغه وخت تا څه فکر کاوه؟

هغه وویل: دغه وخت زه په دې فکر کې وم، چې د زمری لاړې به پاکې وی او که ناولې؟ او عالمان په دې اړه څه وایې؟

یو شاعر وایې:

(( کله اتلان د تېرو غشو څخه وېرېږی، نو دغه وخت زه الله تعالی ﷻ را په زړه کړم، او د دنیا ټول خوندونه شاته وغورځوم.))

الله تعالی ﷻ د صحابه وو رضی الله عنهم تر منځ هم د مقاصدو له پلوه درجه بندی کړې، وایې:
( مِنْکُمْ مَّنْ یُرِیدُ الدُّنْیَا وَ مِنْکُمْ مَّنْ یُرِیدُ الآخِرَةَ )
ژباړه: (( له تاسې څخه ځینې خلک د دنیا غوښتونکې وو، او ځینو د اخرت هیله لرله. ))

امام ابن القیم رحمه الله وایې:
(( د انسان ارزښت د هغه له همت څخه څرګندېدلای شی. ))

یو حکیم وایې:
(( د یوه سړی د اهتمام او دلچسپۍ په اړه ماته خبر راکړئ، زه به تاسو ته ووایم چې هغه څه ډول سړی دی!؟ ))

د یوه شاعر په وینا چې وایې:
(( که چا څړ ځایونو ته د ورتلو هڅه کړې، نو الله تعالی ﷻ هلته ور رسولی او که چا یې اطرافو ته د ورتلو هڅه کړې، نو اطرافو ته یې ور رسېدلی. ))

یو بل شاعر وایې:
(( دغه خلک له خپلو سورلیو او جامو سره راغلل، او موږ له پاچایانو سره یوځای په زولنو کې تړلی راغلو، یوه کیښتۍ په سمندر کې واوښتله، یوه عابد اوبو ته له رسېدو سره سم په اودس پیل وکړ، چا ورته وویل: دا ولې؟
هغه وویل: غواړم ترمرګ دمخه په اوداسه کې و اوسم. ))

یو شاعر وایې:
(( خوښۍ ستا په حال، چې په لاسونو کې دې زولنې هم پرتې دی او ته بیا هم پاک پروردګار یادوې، مرګ ستا تر بڼو پورې هم در ورسېد، خو سترګې دې بیا هم ونه رپولې. ))

امام احمد رحمه الله په داسې حال کې، چې د مرګ په پنجو کې نښتی وو، خلکو اودس ور کاوه، هغه خپلې ږیرې ته په اشارې کولو سره وویل، زما ږیره خلال کړئ!!!

( فَآتَاهُمُ اللهُ ثَوَابَ الدُّنْیَا وَحُسْنَ ثَوَابِ الآخِرَةِ )
ژباړه: په پای کې الله تعالی ﷻ هغوی ته د دنیا ثواب هم ور کړ، او له هغه نه غوره ثواب یې په اخرت کې هم ور په برخه کړ. ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x