نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال (اومه برخه)

یو څو ورځې وروسته یې چې کله مونږ ریاست ۱۷ ته را وستو، هلته یې په جزايي خونو کې واچولو، په جزايي خونو اړه به بیا وروسته مفصلې خبرې وکړو، که ګورم له دهلیز نه خونې ته یو رنګه شناخته آواز راغی، دا آواز د کلیم آواز ته ورته آواز و، په خونه کې مې له ملګرو نه پوښتنه وکړه چې دلته یې دخوست کوم ناروغ کس نه دی راوستلی؟  هغوی وویل چې راوستلی یې دی ولې؟ ما ورته ویل چې دا غریب خو هلته په ریاست ۹۰ کې له مونږ سره په یوه خونه کې و، ډېر زیات په تکلیف وو، یوه ورځ يې له مونږ نه د بیخودۍ په حال چې له خولې یې وینې روانې وې را وایست مونږ فکر وکړ چې شهید شو! دا خو ژوندی دی! خو له دې سره سره ظالمانو نه دی خوشی کړی!

وروسته بیا یو بل ملګری چې په ۹۰ کې په یوه خونه کې را سره و زمونږ خونې ته یې راوست، هغه هم ویل چې هغه کلیم ښه دی ژوندی دی، خو دې ظالمانو دلته راوستلی، ما فکر کولو چې شهید شوی، که شهید شوی نه وي نو خامخا به یې خوشی کړی وي، مګر دا خو سخت ظالمان دي ددې غریب څه حال وو، مګر بیا یې هم نه دی خوشی کړی!

کلیم په ریاست ۹۰ کې مونږ ته ویل چې زما یې دوه وروڼه نور هم راوستي، هغه دواړه په بګرام کې دي، زمونږ له کور نه یې درې واړه لوی وروڼه راوستو، په کور کې مو بوډا پلار، بوډۍ مور او وړې خویندې پاتې دي،  نور څوک نه لرو چې په مونږ پسې وګرځي، پلار مو سپین ږیری دی له وسه یې نه کېږي، د پایوازۍ څوک نه لرو!

 خو له دې ټولو سره سره نوموړی دومره ډاډه او مطمئن وو چې مونږ ټول ورته حیران وو! له یو کور نه درې ځوانان زندان ته بیول او هغه هم په داسې حال کې چې په کور کې پرته له بوډا پلار بل څوک نه وي، خورا د انديښنې وړ خبره ده، مګر ده به تل ویل چې الله دې راضي شي، الله جل جلاله چې څه غوښتي وي هغه به کېږي، خیر دی دا هر څه تېرېږي!

په ریاست ۹۰ کې چې د بندیانو تر منځ په دوزخ مشهور و، د یو څه وخت لپاره په یوه خونه کې  له یو خورا غریب او مظلوم په عمر پاخه ځوان سره مخ شوم! چې را یاد شي اوس مې هم زړه پرې ودردېږي!

په یو نفري خونه کې چې دوه هفتې مې پکې تېرې کړې وې ډېر سخت په تنګ وم، د ماښام فرض او سنت مې وکړل په نفلو لګیا وم، که ګورم د یوې نفري خونې د دهلیز دروازه خلاصه شوه، لکه مخکې مې چې وویل څلور یو نفري خونې وي، چې له نورو لویو خونو څخه جلا وې، هرو دوو خونو یو وړوکی دهلیز درلود، له دې وړوکې دهلیز بهر بل لوی دهلیز وو، لومړی به لوی دهلیز ته داخلېدې، بیا وړوکې دهلیز ته او بیا وروسته یو نفري خونې ته!

د خونې ددروازې له دریچې نه یو چا را وکتل داچې زه په لمانځه وم، او دروازه مې څنګ ته وه، پوه نشوم چې څوک وو، ما خپل لمونځ کولو، دوه درې ځله همداسې وشول، کوم کس به راغی را وبه یې کتل، بیرته به لاړو، بیا به راغی را وبه یې کتل  بیرته به لاړو، له لمانځه چې فارغ شوم قرآن کریم مې را واخیست چې تلاوت یې کړم، که ګورم د زندان مدیر دی، د دروازې کلپ یې خلاص کړ، وايي څنګه یې ملا؟! ما ویل ښه یم، وايي راځه! حیران شوم چې بیا څه کیسه ده؟! اوس به بیا وهل او ټکول وي! که مې له دې هم کوم بل سخت ځای ته بیایي! ځکه معمولا پرته له تحقیق نه دا وخت بهر ته د بندیانو د ایستلو نه و،  څو ورځې کېدې چې له ما نه یې بیا تحقیق نه وو کړی، ما فکر کولو چې نور مې تحقیق خلاص شوی! او دا هغه څارنوال نه و چې له ما نه به یې تحقیق کولو، ځکه خو پوه شوم چې خبره د تحقیق نه ده! دا چې څه به وي یو الله پوهېږي؟

څارنوال مخکې زه ورپسې له لومړي دهلیز نه یې را وایستم، له دوهم لوی دهلیز نه یې هم را وایستم، د لویو خونو په لوري روان شو، د یوې لویې خونې دروازه یې خلاصه کړه، او ما ته یې ویل ورځه! هغه وه خوشحالي! ما ویل آزاد شوم! ځکه ظالمانو ۱۵ ورځې په یو نفري خونه کې اچولی وم، ما ویل چې اوس یو انسان وای چې هسې مې ورته کتلي وای، انسان څه چې کله کله به مې ویل چې کاشکي یوه پیشو وای، چې لږ پام مې ور سره په بله خوا شوی وای، په یو نفري خونه کې له ډېر زړه په تنګوالي به مې آخر  په دیوالو له ختونکو او را ښکته کېدونکو میږیانو سره د زړه خواله کول، یو ساعت به مې په هغه لږ پام په بله شو! یو ساعت په تلاوت، یو ساعت په لمانځه، خو په پای کې به مې بیا زړه په تنګ شو! په یو نفري خونه کې دغه ۱۵ ورځې داسې را باندې تېرې شوې لکه ۱۵ کاله!

 لنډه دا چې لويې خونې ته چې ور دننه شوم ماویل نور آزاد شوم! په دې خونه کې څو نور بندیان هم وو، خو د کوم په اړه چې زه غواړم وغږيږم هغه په کوهاټ کې د مهاجرو په کیمپ کې اوسېدو، د غربت، مسکنت، صداقت او کلیوالي پاک ساده توب نښې نښانې یې په مظلومه او ویرجنه څېره کې له ورایه ځلېدلې! تقریبا د دیرشو کلونو په شاوخوا کې قوی هیکله، تورغنم رنګی، مټور،  ساده، غلی ځوان وو!

  خپله کیسه به يې چې پیل کړه چې ولې یې راوستلی یم؟ جرم مې څه دی؟ کور مې څوک پاتې دي؟ بې اختیاره به یې پر مخ د اوښکو ویالې را روانې شوې! سلګیو به واخیست! خبرې به یې په ستونې کې وچې شوې!

د ټولو سخت زړونه پرې خوږېدل، حتی کله کله به چې هغو ظالمو څارنوالانو دده مظلومې اوښکې او غوڅې غوڅې سلګۍ ولیدې ددوی په سترګو کې به هم اوښکې را څرګندې شوې! او ورته ویل به یې چې زمونږ هم له وسه څه نه کېږي، دوسیه دې مونږ تکمیل کړې ده، په دوسیه کې دې هېڅ هم نشته، نور دې خوشي کېدل زمونږ په واک کې نه دي!

  په زندان کې یو ډاکتر غوندې و، د بندیانو به چې کله کله سر خوږېدو یا به یې د ګېډې تکلیف درلود ځینې ګولیانې به یې ور کولې!  دلوګر ولایت اوسېدونکی و، ویل یې څلور کاله مې په ایران کې بند تېر کړی، تر ډېره پورې به یې بندیانو ته تسلې ور کوله، ما یې وهل نه دي لیدلي، نورو بندیانو به هم ویل چې ډاکتر وهل نه کوي، خو نور يې خپل کار کولو، له ما نه چې کله څارنوالانو تحقیق کولو، نورو ظالمانو خو خپل وحشت تر سره کولو، ده به وهلم نه خو په نرمه ژبه به يې را ته ویل چې: حال ورته ووایه، هسې دې خرابوي، ځان ولې د عمر عیبي کوې، له اولاده دې غورځوي! حال ورته ووایه، خوشې کوي دي، دا مدیر صیب ښه سړی دی، پښتون دی، له پښتنو سره چې حال ورته ووايي ښه رویه کوي!

  دغه ډاکتر به چې کله د سرورخان ماما اوښکې ولېدلې دده به هم سترګې له اوښکو را ډکې شوې، یوه ورځ ورته په غوسه شو، وايي نور ماته ونه ژاړې! دا دي څه شروع کړي! دومره بندیان دلته پراته دي یو هم دومره بدې ورځې نه کوي لکه ته یې چې کوې! زما زړه مه را خرابوه!

سرور خان ماما ویل چې کور مې د کوهاټ په کیمپ کې دی، یو ورور لرم له ما مشر دی هغه هم را نه بیل دی، زه په کور کې یوه ناروغه بوډۍ مور لرم، زامن مې واړه دي، مشر اولاد مې لورګانې دي، د کور سرپرست زه یم، نور هېڅوک نه لرم، اصل ځای مو کابل دی، د انقلاب په سر کې چې کمونیستانو او روسانو خلک وژل مونږ هم همغه وخت مهاجر شوي یو.

زه تعلیم نه لرم، بل داسې کوم کسب او کار هم نه لرم، د لاس مزدورې کوم، څه چې پیدا کړم په یو څه یې د خپلې ناروغې مور لپاره دوا اخلم، هغه څه چې پاتې شي هغه د خپل اولاد لپاره خرڅ کوم! دا څو کاله مې هملته په کوهاټ کې یو ځای او بل ځای مزدورې کوله، یوه مړۍ حلاله روزې الله جل جلاله راکوله، په همدې مې خپل ژوند روان کړی وو.

 کله چې امریکایان راغلل، زمونږ د کیمپ ډېر خلک خپلو خپلو ځایونو ته راغلل، زمونږ یو خپل دی هغه هم راغی، دلته د کابل په ده سبز کې یې د خښتو بټۍ جوړه کړه، همدا خپله بټۍ یې چلوله، یوه ورځ یې ما ته ویل چې راځه ته هسې دلته یو ځای او بل ځای مزدورۍ کوي له ما سره لاړ شه، هلته به په بټۍ کې مزدورانو ته پخلی کوي، زه به یو څه معاش در کوم، په څو میاشتو کې به یو ځل کور ته راځي، ما چې فکر وکړ ما ویل ښه وايي، یو خو دا کار یو څه هوسا دی او بل دا کس شناخته دی، او تر ټولو مهمه دا چې خپل وطن مې دی، که مې لږ حالت ښه شو خپل کور به هم راولم نور به د پردیو له منت نه هم بې غمه شم، له پردي وطن نه خو خپل وطن سل ځله ښه دی.
په همدې نیت راغلم،  درې څلور میاشتې مې تېرې شوې، یو ځل کور ته لاړم، بیرته راغلم، یوه میاشت به مې لا نه وه تېره چې یوه ورځ بټۍ ته پولیس راغلل، پوښتنه یې را نه وکړه ما د خپل ځان په اړه معلومات ور کړل، موبایل یې را نه واخیست نور یې له همغه ځایه را روان کړم، لومړی یې یو بل ځای ته بوتلم، ( ریاست ۱۷ یې ښودلو خو ده نه پېژانده چې دا کوم ځای دی او هغه کوم ځای و؟ )

هلته یې تحقیق را نه وکړ، هغوی راته ویل چې په تا کې هېڅ ګناه نشته، ته باید خوشی شي، بله ورځ یې له هغه ځایه را وایستم، ما ویل ځه خلاص شوم، خو چې بهر یې خوله را په سر کړه، او لاسونه يې را ولچک کړل شکمن شوم چې دا ولې، که ګورم دلته یې را وستم، څنګه یې چې له دروازې را دننه کړم، په سر خو مې کڅوړه وه څه مې نه لیدل، همدلته کېناستم، ګورم یو کس راغی، پوښتنه یې را نه وکړه چې چېرته اوسې؟ ما ورته ویل په پاکستان کې له همدې خبرې سره یې یوه کلکه لغته راکړه، لاندې په زینو کې را ورغړېدم، د لاندې چې را ولویدم دغه کس بیا راغی ښکنځلې یې شروع کړې، ما ورته ویل: څارنوال صیب په پاکستان مې کور دی نو څه وکړم؟ چېرته واوسم! له دې سره غلی شو، او نور یې ونه وهلم!

له هغه را په دیخوا بیا چا نه یم وهلی، خو زړه مې ترک وچاودیدو، مونږ ورته ویل چې په تحقیق کې یې څه درته ویل؟ وايي راته ویل یې چې د کوم ځای یې؟ نوم دې څه دی؟  چېرته اوسې؟ دا موبایل دې چېرته اخیستی؟ او دا سیم کارت دې چېرته اخیستی؟ دا مې ټول ورته وویل!

دوی راته وایي چې تا یو چا ته زنګ وهلی، او زه په هېڅ نه یم خبر، او په دې هم نه یم خبر چې که بل چا زما له نمبر نه زنګ وهلی وي؟ هلته په بټۍ کې ملګري یو له بل نه چې په خپل موبایل کې یې پیسې نه وي موبایل اخلي، زه هم کله که کوم ملګري موبایل را نه غوښتی ور کړی مې دی! خو نور په هېڅ نه یم خبر!

 د هغه بټۍ مالک یې هم ور سره را وستلی و، کوم چې د ده خپل کېدو، هغه یې په یوه بله خونه کې له نورو بندیانو سره اچولی وو، ده به کله کله د دروازې له هغه دریچې د هغه د خونې په لوري ور کتل چې که یې هسې لږ نظر پرې ولګي.

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x