نظــر

د اباسين وژنه او زما اوښکې

لیکوال: سردار محمد همدرد
لیکوال: سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد

د الله ج په دې پراخه نړۍ کې چې انسانان او نور مخلوقات يې پيدا کړي دي، د دې ټولو لپاره يې خوښي او خپګان هم ورکړی دی.

مرګ يوه داسې کلمه ده چې، طبعاً سړی ترې اغېزمن کېږي، خو دا خبره هم بايد ومنو چې مرګ حق دی او هيڅ خلاصون ترې نسته.

ځينې انسانان په طبعي ډول مري، پر هغه باندې هم خلک ژاړي او خپګان پرې کوي، خو داسې انسانان هم سته چې په ډېر بې رحمانه ډول وژل کېږي چې د دغه ډول انسانانو د مرګ کيسه بيا د تاريخ يوه برخه سي او د يو افسانې په شکل د هر چا پر خولو اوړي را اوړي، ځينې زړونه سوري کړي او له يو شمېر سترګو پرې اوښکې توی سي.

هسې خو هم زموږ په هېواد کې هره ورځ وګړي په ډېر بې رحمانه او په ډله ييز ډول وژل کېږي، دلته انسانانو خپلې انساني کرامت او ارزښت له لاسه ورکړی، پر انساني کرامت ګرځي او تر پښو يې لاندې کوي.

موږ په خپل وطن کې ډېری د ظلم او وحشت داسې کيسې لرو چې په ليکلو ارزي او تاريخ پرې خپلې پاڼې ډکولی سي.

اوس راځم خپلې اصلي خبرې ته:

په کومه ورځ چې تنکی اباسين د ظالمانو په منګولو کې ولوېدی او بيا چې په بې رحمانه ډول ووژل سو، تاسو باور وکړئ چې سړی روحاً په دې موضوع باندې د نا ارامۍ احساس کوئ او په دې موضوع زيات ځورېدلم.

دا چې ظالمانو لومړی د اباسين ګوته پرې کوله او بيا به يې ډول ډول تهديداوه، دغه تنکي ګلاب به په نازکه ژبه د خلاصون خبره کوله.

ما هغه ويډيو چې له اباسين ثبت سوې وه، سر تر پايه وکتله، رښتيا چې د سترګو څخه مې بې تابه اوښکې توی سوې چې زما په واک کې نه وې.

هغه نازولی اباسين چې د ۹ خويندو ورور و، تاسو فکر وکړئ چې د هغه خويندې، د هغه مور او پلار به څومره په دې غم درديدلي وي او لا به درديږي، ژاړي به او هيڅکله به يې د اباسين ګلالۍ څېره له سترګو لېرې نه سي.

زه په دې باور يم چې تاريخ به تنکی اباسين هېر نه کړي او دا افسانه به کلونه کلونه د خلکو پر خولو وي او درد به يې پر ډېرو زړونو پاتې وي.

څه ووايو، د الله ج نظام دی، عجبه ظالم او جابر خلک د انسان په جامه کې سته، سړی ورته حيرانيږي چې دا به هم انسانان وو، دوی به هم کورنۍ او بچيان لرل؟ او دوی به هم د غوښې زړونه لرل؟

د دوی په زړه به دا هم نه تېرېدل چې زما د بچي سره که دا ډول کړنه وسي نو زما به څه حال وي؟

الله ج عادل ذات دی، په دې باور لرو چې ظالم به د خپل عمل سزا ويني، اوس خبره دا ده چې، که د دې معصوم شهيد حق ادا کوو، بايد هغه ظالمان چې نيول سوي دي، بې له قيده او شرطه اعدام سي او په عام محضر کې داسې سزا ورکول سي چې د ټولو خلکو زړونه پرې يخ سي، ځکه اباسين د دې وطن بچی وو، د هغه پر وژنه هرې مور ژړلي دي، هر پلار پرې اوښکې توی کړي دي او هرې خور او ورور پرې وير کړی دی، نو د دوی ټولو او د دې هېواد د هر بچي او هر اوسيدونکي دا ارمان دی چې د اباسين وژونکو ته تر ټولو سخته سزا او په عام محضر کې ورکول سي.

که زموږ حکومت دا کار ونه کړي او د هغه وژونکي تر داره ونه رسوي نو دا مانا لري چې دوی هم د ظالمانو ننګه کوي او د دوی اسلاميت تر سوال لاندې راځي.
په اخر کې د شهيد کورنۍ، په ځانګړي ډول مور او پلار ته يې تسليت وړاندې کووم او له خدای ج څخه په خپله خاوره کې د اجتماعي عدالت غوښتونکی يم.

۱۳۹۴ل / ۲ / ۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x