ادبي لیکني

خواله رسنیو کې د املاء او انشاء ستونزه

n_motmaen
لیکوال: نظرمحمد مطمئن

نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند

سریزه

په ښوونځي کې استادانو له موږ سره د املاء او انشاء د سمې زده کړې له پاره ډیره زیاته خواري کښله، ډیر کم داسي زده کوونکي پيدا کېدل چې هغوی به تر اووم ټولګي وروسته ستونزه درلوده، او کله چې به له نهم او یا دولسم ټولګي څخه یو زده کوونکی فارغ شو بیا خو سوال نه پيداکېدی چې هغه دي په املاء او انشاء کې ستونزه ولري.

د حسن خط اړوند هم له زده کوونکو سره استادانو زیاته خواري کښله، او تر ډیره د هجرت پر مهال په ښوونځیو کې دغه ستونزه  حل وه، زده کوونکو هم د خپلمنځي رقابت له امله هر یوه هڅه کوله چې ښه ښایسته لیک ولري.

په تیرو پنځلس کلونو کې سمه ده چې د ښوونې او روزنې په برخه کې یو لوی پرمختګ وشو، ولي ځینې ستونزې هم ورسره راپيداشوې دي، استادان په ښاري او کلیوالو سیمو کې تر ډېره د مسؤولیت احساس نه کوي، يواځي ورځ تیروي تر څو هغه ټاکلی د حاضري وخت يې پوره شي.

په لیري پرتو کلیوالو سیمو، د ولسوالیو مرکزونو او دا ډول په ډیرو ښاري ښوونځيو کې د استادانو خپله سویه هم ډیره ټیټه وي، یا خو زده کوونکو ته د درس ورکولو هغه ډول چې په کار وي توان او استعداد نه لري او يا داچې په واسطه پر دنده ګومارل شوی وي بیا نو د مسؤلیت احساس هم نه کوي.

داسي ښوونځي هم په لیري پرتو سيمو کې شته چې د څلورم ټولګی څخه فارغ کس د دوېم او درېم ټولګي زده کوونکو ته درس ورکوي، کله چې د یو استاد سويه دومره ټیټه وي له هغه څخه به زده کوونکی څه زده کړي.

په شخصي ښوونځیو کې تر ډیره په کندهار، خوست، ننګرهار او کابل کې په لومړیو کلونو کې هڅه  کېدله چې د خلکو د جذب له پاره د کوزي پښتونخوا څخه نوي ځوانان د زده کوونکو د درس ورکولو له پاره راولي، هغوی چې خپله پښتو سمه ویلای نه شي او لیکل خو پر ځای پريږده، همدا هم یو منفي لامل وو چې په شخصي ښوونځیو کې ورته توجه ونه شوه او لا هم په ځینو شخصو ښوونځیو کې همدا ستونزه لېدل کيږي.

ډیری هغه ځوانان چې د پاکستان په دولتي مکاتبو او یا پوهنتونو کې یې زده کړې کړي هغوی هم د پښتو لیکدود، املاء او انشاء سره تر ډیره بلد نه دي، کله چې يې په افغاني ښوونځیو کې د تدریس چارې پر مخ وړي او یا هم لګیا دي داکار کوي دا بله ستونزه ده چې د املاء او انشاء سمې زده کړې  ته توجه نه کيږي.

په دولتي ښوونځیو کې د زده کوونکو شمیر پرته له پلان څخه یو ناڅاپه ډیر زیات شو، او په ښوونځیو کې په کار ده چې د هر مضمون له پاره وړ او لایق استاد وګومارل شي، داچې هیواد او د پوهنې وزارت د استادانو له کمبود سره مخ وو، له دي امله د کیفیت پر ځای کمیت ته توجه وشوه او په ښوونځیو کې د پښتو او دري مضمونو له پاره وړ او مناسب استادان ونه ګومارل شول، نه یواځي د پښتو او دري بلکي د ساینسي مضامینو اړوند هم له دي زیاتې ستونزې لیدل کيږي، داچې زما بحث د املاء او انشاء اړوند دي ځکه په ښوونځيو کې په نورو ستونزو اوس همدلته بحث نه کوم. تل د پوهنې وزارت لوړپوړیو چارواکیو پر هغو شمېرو بسنه کړې چې د دوی د راپورونو له مخې په ټول افغانستان کې په کومه کچه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي؛ له بده مرغه د کیفیت اصل تر ډېره هېر شو.

داسي ډیری کسان شته چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شي کله لیک پر کوم کاغذ وليکي لوستل يې مشکل وي، د املايې تېروتنو څخه ها خوا دا ستونزه هم وي چې له کلیمو څخه مفهوم نه اخیستل کيږ ي او لیک يې ښکلی هم نه وي.

په رسنیو کې د املاء او انشاء ستونزه

په رسنیو کې بیا د املا او انشا ستونزه تر ډېره پښتو لیکنو، راپورونو او د پښتنو ویاندویانو په و خبرو کې لیدل کېږي. د دې ستونزې لامل تر ډېره ښايي دا وي چې لیکوال او خبریال مو زیاته برخه مطالب او راپورونه له دري ژباړي. د ژباړې پر مهال د نه دقت او یا د ژباړې پر فن د نه برلاسي له امله ترې پښتو ترکیبونه او د جملو جوړښتونه هېر شي او په پایله کې د متن یوازې کلمې پښتو وي، نور ترکیب او جوړښت یې د دري وي. له بلې خوا په پلازمېنه کې له پښتو څخه په علمي، خبري او تعلیمي ډګرونو کې د ځوانانو لرېوالی په خپله د دې لامل شوی چې پښتانه پښتو سمه ونه لیکلی او ونه ویلی شي.

په خواله رسنیو کې بیا دا ستونزه دومره زیاته ده که همداسي دوام وکړي ممکن چې زموږ نوی نسل زده کوونکي له لویې ستونزې سره مخ کړي، ځکه کله چې هغه ناسم او د املايي تېروتنو څخه ډکه لیکنه پر فیسبوک او یا ټویټر ګوري فکر کوي چې هغه به د املاء له مخې سمه وه، ځينې شیان به يې په ذهن کې د همدې خواله رسنیو څخه کښیني او همدا تېروتنه به نوی زده کوونکی هم کوي.

زما هیله ده هغه وروڼه چې خواله رسنیو کې خپل د زړه خبره لیکي او يا پر کومه موضوع څه لیکې په مسؤلیت سره هر څه اداء کړي، د لیک املاء او انشاء ته پوره پا م وکړي.

تر ټولو زیات مسؤلیت په دي برخه کې د ښوونځیو د پښتو ژبې استادانو ته متوجه دی، چې په دي برخه کې زموږ ځوان نسل ډیري ستونزې ځکه لري چې استادانو دوی ته د درس ورکولو پر مهال توجه نه ده کړي.

فساد چې په تیرو ۱۴ کلونو کې د هیواد د ادارو په هره برخه کې مروج و او اوج ته ورسیدي د ښوونځیو دروازې هم فساد ور وټکولي، حتی تر دی چې ډیری داسي کسان شته چې ممکن څلورم او پنځم ټولګی يې هم نه وي لوستی خو اوسمهال د ۱۲ ټولګي د فارغ شهادت نامه په لاس کې لري. همدا کس بیا د همدې سند له مخې له چارواکو سره د روابطو درلودو له امله په کوم ښوونځي کې سرمعلم او يا هم په کومه بله دنده ګومارل کيږي.

زه چې دلته مسؤلیت په ښوونځیو کې د پښتو ژبې استادانو ته راجع کوم، ځکه دا خبره کوم چې د پوهنې وزارت څخه اوس مهال د دي ستونزې د مخنیوي توقع نه کيږي هغوی پر نورو کارونو بوخت وي، کله چې په نصاب کې املايي او انشايي تېروتنې وي، کله چې په نصاب کې د پردیو د خوښې کلمات پر ځای کيږي او کله چې په نصاب کې هڅه کیږي زموږ کلتوري ارزښتونو ته بدلون ورکړل شي بیا له هغوی څخه موږ کومه توقع ولرو.

په تیرو ۱۴ کلونو کې دا هم ستونزه وه چې آیساف او ناټو د برېښناپاڼو سربیره ځینې ورځپاڼې او راډیوګاني درلودلي او له دوی سره په مطبوعاتي برخو او نورو برخو کې کارکوونکي تر ډیره دري ژبې وو،  هغوی چې به پښتو ته د آیساف او ناټو کومه انګلیسي لیکنه ژباړله نو له املایي تېروتنو سربیره به يې په مفهوم کې هم تېروتنې درلودلي. د دغسې خامو ژباړو پایله ډېرو ته د ژوند او مرګ په بیله پرېوته.

دا ډول په تیرو کلونو کې ناټو او ایساف او اوسمهال ځینو پټو ادارو د ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک لپاره ځینې کسان په دندو ګومارلي دي، بیا هم د وړتیا او دقت خبره نه ده،‌ یواځې هڅه شوې چې د ناټو،‌ ایساف او دولت په ګټه کوم څه پر خپله پاڼه ولیکي،‌ دا ډول ناټو او ایساف بیا هم د پښتو لیکنو له پاره په ځینو مواردو کې له دري ژبو څخه کار اخیستی دی.

بل خوا طالب پلوه او حکومت پلوه ځینې ځوانان هم د املاء‌ او انشاء په نه مراعت کولو سره په ټولنیزو رسینو کې په پراخه کچه لیکل کوي،‌ هسي هم د دیني علماوو د املاء‌او انشاء‌ ستونزه زموږ په هیواد کې له ډیره وخته شتون لري،‌ ولي‌ که په بې پروایۍ سره دوام پیداکړي‌ په راتلونکې کې به د نویو نسلونو له پاره ښکاره ستونزه وي.

کوم سوداګریز اعلانونه چې د کاغذ پرمخ په پاکستان کې لیکل کيږي او په ځانګړي ډول د ولسې جرګې او ولسمشریزو ټاکنو پر مهال کوم بینرونه په پاکستان او ایران کې ډیزاین او ترتیب کيږي په دغو اعلانو کې هم ډیر وخت املايي او انشايي تېروتنې وي.

د جلال آباد ښار کې پر يوه پاکټ باندي مې ولیدل چې د اصل پر ځای يې عسل لیکلي وو.

په ټولنیزو روسنیو کې ځینې وختونه فاحشې تېروتنې تر سترګو کيږي چې د املايي تېروتنې سربیره مفهوم هم تغیر کوي.

امید دی چې د ښوونځیو د پښتو او دري ژبو استادان تر بل هرچا خپل مسؤلیت ته زیات متوجه شي، دا ډول زموږ ځوانان چې ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري د لیکلو پر وخت  له پوره احتیاط او دقت څخه کار واخلي.

نه پوهیږم چې څومره به شوني وي که کومه اداره پر دي کار وکړي لکه د انګلیسي سپیل چیک او د پښتو کلیمې بېلابېل مترادف معناوي، ترڅو د لویو تیروتنو مخنیوي له دي لاري هم ونیول شي.

داچې پښتو ژبه د ګوګل د ژباړو په کتار کې ودریده د دغې ژبې د ویونکو له پاره پوره د خوشالي خبره ده،‌ خو په دې بسنه کول نه ده په کار، باید ژباړه یې قوي شې، تېروتنې وخت په وخت پکې اصلاح شي‌ او دا ډول د پښتو ګرامري او لیکلي‌ تېروتنې د وخت په تیریدو سره سمې او په دې برخه کې نوښت کوونکې کسان کار وکړي.

ولي اساسي حل لاره داده چې استادان  زده کوونکو ته د درس ورکولو او زده کوونکي د لیکلو پر وخت خپل مسؤلیت ته متوجه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

مطمین صاحب

السلام علیکم

مهمې موضوع ته مو اشاره کړې،

البته د املا او انشا ستونزه عامه ده او اسباب یې هم سیاسي نه بلکه تخنیکي دي، نو د سیاسي جهتونو یادول لکه حکومت پلوه یا طالب پلوه او داسې نور په ورته لیکنو کې زما له نظره مزاد دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x