افغانستان

د بخښنې نړیوال سازمان له ګډحکومت غوښتي چې اعدامونه رد کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د بخښنې نړیوال سازمان له ګډحکومت څخه غوښتي چې د هغه بندیانو د اعدام حکم رد کړي چې ارګ یې د دوسیو څېړلو پریکړه کړې ده.

دغه نړیوال سازمان چې د اعدام تر ټولو سخت مخالف دی، له اشرف غني غوښتي چې د بندیانو د اعدام احکام دې نه توشیح کوي او د دې پر ځای دې محکوم شوي کسان په بند محکوم کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سرچېنو په اساس اوسمهال نېږدې ۴۰۰ کسان د افغانستان د محکمو لخوا په اعدام محکوم شوي دي. د قانون له مخې یواځې ولسمشر کولای شي چې د اعدام حکم توشیح او یا هم رد کړي.

یاد سازمان ویلي چې د افغانستان په عدلي، قضايي او د قانون نافذوونکو ادارو کې پراخه فساد موجود دی او ښايي ډیر بې ګناه کسان په دې لړ کې و وژل شي.

د ملګرو ملتونو یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په زندانونو او توقیف خونو کې د زور او شکنجې د لارې اقرار اخېستل کیږي او دا کار عادلانه نه دی.

راپور زیاته کړې چې د ملي امنیت او پولیسو په توقیف خونو کې ۱۶ ډوله روحي او جسمي شکنجې بندیانو ته ورکول کیږي. په دغو کې په کیبلونو وهل، کنځا کول، د تناسلي غړو له منځه وړل، زور پرې کول، برقي شاټونه ورکول، بې خوبه کول، نوکانو ویستل او په مرګ ګواښل شامل دي.

یاد سازمان زیاته کړې وه چې ملي امنیت، ملي پولیس، سیمه ییز پولیس او ملي اردو د بندیانو څخه د اعترافاتو او معلوماتو تر لاسه کولو لپاره له شکنجې کار اخلي. دغه سازمان ګواښ کړی و چې د بندیانو شکنجه کول د بشري حقونو تر پښو لاندې کول او جنګي جرمونه دي.

سترې محکمې څو ورځې وړاندې ارګ ته د توشیح لپاره په اعدام محکوم شوو کسان نوملړ استولی دی. ارګ هم تېره ورځ منلې وه چې په اعدام محکوم شوو کسانو دوسیې څيړي. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي وو چې د دار ځندۍ د «ترهګرو په انتظار دی».

تر دې دمه په اعدام د محکوم شوو کسانو هویت نه دی څرګند، خو ویل کیږي چې تقریبا ټول د طالب په تور نېول شوي کسان دي.

په ورته وخت کې طالبانو د خپلو ملګرو د اعدام په صورت کې د بالعکس عمل ګواښ کړی دی او ویلي یې دي چې ډيری په اعدام محکوم شوي کسان بېچاره خلک دي چې د ځان خلاصولو لپاره قاضیانو ته بډې نه شي ورکولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x