افغانستان

د وارداتي برېښنا د لېږد لارې پر سر ستونزې راولاړې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه ۱۳۹۵ل): د هغې وارداتي برېښنا پر سر چې د بغلان، سالنګ او پرون له لارې به د کابل په شمول څو ولایتونو ته ولېږدول شي، لانجې راپورته شوي او یو شمېر کسان د دغې لیکې د بدلون غوښتنه کوي.

د توتاپ پروژې له لارې به د پلازمېنې کابل په شمول ډيری ولایتونو ته برېښنا ورکړل شي. دغه د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او پاکستان هېوادونو ګډه پروژه ده.

نن سه شنبه یو شمېر بنسټونو ګډحکومت ته ګواښ وکړ چې که په اینده ۷۲ ساعتونو کې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو واټ برېښنا د لېږد لاره بامیان ولایت ته انتقال نه کړي، په پراخو لاریونونو به پیل وکړي.

خو د اوبو او انرژۍ وزیر انجنیر علي احمد عثماني نن په یوې خبري ناسته کې وویل چې د بغلان، سالنګ، پروان او کابل څخه د یادې وارداتي برېښنا لارې بدلول امکان نه لري، ځکه دغه لاره لنډه ده او د دغې لارې د پروژې عملي کول لږ وخت او مصرف غواړي.

نوموړي زیاته کړه چې که د برېښنا لېږدونې لاره تغییر شي نو کابل، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، پروان، پنجشیر، زابل او کاپيسا ولایتونو ته به د برېښنا لېږد اغېزمن شي.

د عثماني په وینا فیشنر جرمنۍ کمپنۍ چې د دغې پروژې سروې یې پر غاړه درلودله، به ۲۰۰۶ز کال کې د بامیان لاره هم په سروې کې نیولې وه او په ۲۰۱۳ کې د دغې پروژې تمویلونکو د سالنګ لاره غوره وګڼل شوه.

د نوموړي په وینا، له بامیان څخه سالنګ ته د توتاپ پروژې د لارې بدلول د دغې پروژې د تمویلونکو پریکړه وه او هیڅ سیاسي اړخ نه لري.

هغه ویلي چې دغې پروژې د عملي کولو پر وړاندې هر ډول ستونزې راپورته کېدو له کبله به افغانستان له هغو مرستو لاس ومینځي چې ژمنې ورسره شوي دي.

ویل کیږي چې د ګډحکومت په دغې پریکړې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو دویمو مرستیالانو سرور دانش او محمد محقق اعتراض څرګند کړی او د توتاپ پروژې د لارې په اړه یې د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

دوی وايي چې د بامیان له لارې د برېښنا لېږد په شل کلن ماسټر پلان کې شامل دی او باید همدغه عملي شي.

خو د دغې پروژې اړوند یو شمېر پوهان وايي چې د بامیان له لارې د برېښنا لېږد به نه یواځې لاره له ۲۰۰ کیلومتره څخه ۳۲۵ کیلومتره ته زیاته کړي، بلکې مصارف به یې هم له له ۱۰۰ تر ۱۵۰ میلیونه ډالرو پورې پورته شي. دوی وايي چې بامیان په اعظمي ډول د لسو تر پنځلس میګا واټه پورې برېښنا ته اړتیا لري او دا څنګه امکان لري چې زر میګاواټه برېښنا لاین دې له دغه ځایه ولېږدول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x