fbpx

له اسامه بن لادن سره د یوه ملاقات جزئییات

عبدالرحيم (ثاقب) څېړونکي او د سیاسي چارو شناند

عبدالرحيم (ثاقب)
څېړونکي او د سیاسي چارو شناند

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

د ۲۰۰۱ م کال د اګست میاشت وه وردګ مدیرصاحب دفترته را دننه اوراته ویې ویل:

(متقي) صاحب بهر په موټرکې ناست دی غواړي دي.

زه ور و وتم ملا امیرخان (متقي) هغه مهال د طالبانو د معارف وزیرله دریوتنو نورو انډیوالانو سره په موټرکې ناست او را ته کړه يي چې راځه چیري ځو.

زمونږ له دفتره چې د کندهار ښارپه هرات دروازه کې د جهادې مدرسې (میخانیکي لیسې) مخامخ يي موقعیت درلود د کندهار عیدګاه د طالبانو د مشر ملامحمد عمر(مجاهد) کورته کوم چې د امارت د مقام دفتر هم هلته و ورغلو او له هغه ځایه له ابوالخیر المصري (ملاخیر الله ) د اسامه بن لادن د بهرنیو اړیکو له مسؤل سره یوځای په لويي ویالې کې د اسامه بن لادن هستوګنځي ته ولاړو.

د اسامه بن لادن استوګنځې ته په رسیدو سره د هغه مُنځوی زوی عثمان له څلورو تنو نورو د هغه له ساتونکو سره د څلور بُرجه کلا په مخ کې ولاړوو، له روغبړ وروسته یې مونږ د اسامه بن لادن د ملاقاتونو خونې ته رهنمايي کړو، هلته خپله اسامه بن لادن، د هغه مرستیال ډاکټر ایمن الظواهري او د هغه یو بل همکار ابو محمد المصري په انتظار وو.

د ملاقاتونو خونه ډیره معمولي اوغیرتشریفاتي وه ، تردې پوري چې نیږدې وه د اسامه بن لادن او ابو محمد المصري غوندي دنګو خلګو سرونه يي له چت سره ولګیږي.

د مجلس په ناستو خلګو کې خپله اسامه بن لادن، ملا امیرخان (متقي) او د اسامه بن لادن همکار ابو محمد المصري له ونې ډیرهسک اودنګ خلګ وو.

کوټه چې معمولا پنځه په دري متره کې مساحت يي درلود غولی يي په عادي سترنجي پوښلی او د میلمنو لپاره ورکې نرۍ نرۍ اسفنجي توشکې ویړې شوې وي.

د اسامه بن لادن څنګ ته روسی بي کُنداغه کله کوف او مخته یې په واړه لرګین میز باندې د حدیثو صحاح سته ، جامع البخاري ، صحیح مسلم ، سنن ترمذي او ځیني نور دیني کتابونه ایښي وو.

د کوټې چپ لورته په دیوال باندې یوه لويه په لاس رسم شوي نقشه ځوړنده وه چې په هغه کې په ۱۹۱۶ م د سایکس بیکو تر تقسیماتو وړاندې د اسلامي نړۍ حدود په سره رنګ مشخص شوي وو.

د مجلس پیل د ملا امیرخان (متقي) لخوا و شو، وروسته اسامه بن لادن خپلې خبرې شروع کړې چې په ترڅ کې یې په نړۍ کې د مسلمانانو په وړاندې امریکايي مظالمو او د هغو په مقابل کې د اسلامي امت مسؤلیت ته اشارې وکړي.

نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې له طالبانو (اسلامي امارت) څخه دا شکایت وکړ چې پرده يي بندیزونه لګولي او د هرراز فعالیت کولو اجازه يي ترې اخیستي.

ملا امیرخان (متقي) د نوموړي د شکایت په ځواب کې د امارت مجبوریتونه په پوره تفصیل ورته بیان کړل ، او دا یې ورته ويي ویل چې د امارت دا بندیزونه د هغوي یو ضرورت دی.

نوموړي وویل: طالبان (اسلامي امارت) د یوه مسؤل جهت په حیث نړیوالو ته دا وايي چې د افغانستان خاروره به د چا په ضرر نه کارول کیږي.

نړیوالو ته د امارت دا ژمنه د امارت د شرعي تګلارې له مخې غوره شوې، تاسو ته چې له امارت سره مو شرعي بیعت کړی دا ضروري ده چې د بیعت ټول مقتضیات (غوښتنې) پرځان عملي کړئ.

نوموړي دا هم ورته وویل چې طالبان (اسلامي امارت) نن په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو یواځینۍ پناه ګاه ده ، مونږ او تاسي باید په شریکه د دغه پناه ګاه د خوندي ساتلو هڅه وکړو ، نه دا چې په خپلو کړنو سره خدای مکړه د هغه پرخلاف د هغه دښمنانو ته مبررات په لاس ورکړ.

د شرعي ټکي له اوریدو سره اسامه بن لادن ملا امیر خان (متقي) ته په ځواب کې وویل:

حقیقت دادی چې د اسلامي امارت امیر د مسلمانانو د امام په توګه د جهاد امامت په غاړه اخیستی ، د نړۍ مسلمانان چې هرځای دي نوموړی خپل امیر ګڼي او هغوی کولای شي په نوموړي امام پوري د شرعي فریضي (جهاد) کولو لپاره اقتداء وکړي چې له دې اقتداء څخه یې باید هیڅوک منع نه کړي.

ملا امیرخان (متقي) ورته وویل هو! خو مونږ هم همدغه خبره کوو چې جهاد یو شرعي امر (کار) دی او هر شرعي کار باید د شرعي امیر د اطاعت په چوکاټ کې ترسره شي ؛ ځکه شرعي امیر د خپلو افرادو لپاره د امام حیثیت لري، او مقتدي چې کله په امام پوري اقتداء وکړي نو د امام متابعت ورباندې لازم وي.

اسامه بن لادن د ملا امیرخان (متقي) د دې ځواب په مقابل کې بشپړ لاځوابه شو ، لنډ مکث یې وکړ بیرته يي خبره ورغبرګه کړه چې مقتدي په یوه صورت کې کولای شي د امام مخالفت وکړي او هغه دا چې کله امام وغواړي له اخیرې قاعدې څخه سهوا پنځم رکعت ته پورته شي.

ملا امیرخان (متقي) په خندا کې ورته وویل چې تا خو په تکبیر اولی کې د خپل امام مخالفت پیل کړی ، ته خو هغه تر اخیرې قاعدې پوري پریږده ان شاء الله چې نه به سهو کیږي…

په دې سره د مجلس لومړۍ برخه هم پایته ورسیده ، د ماسپښین لمانځه ته ولاړ شوو، لمونځ مو د ابو المعالي په نوم د یوه ښکلي عالم ځوان په امامت سره د هماغه استو ګنځي په مسجد کې اداء او بیرته هماغې مخکینۍ خوني ته راغلو.

اسامه بن لادن په داسې اندازکې بیرته خپلې شروع کړې لکه چې په لمانځه کې یې هم د ملا امیر خان (متقي) د د لائلو لپاره د ځوابونو په پیداکولو کې چورت وهلی وي، ځکه خبره يي همداسې بي مقدمې شروع کړه او په خپله خلیجې لهجه يي وویل :

شایف … ( ګوره) زه کوم بل فعالیت نه کوم ، یواځې خبرې کوم چې باید زما په خبرو بندیز ونه لګول شي …

ملا امیرخان (متقي) د دې خبرې په ځواب کې ورته وویل چې بدایة الحرب الکلام … یعنی د جګړې پيل په خبرو وي ، ځکه نو باید ستاسي خبري او هر څه د امارت د پالیسي مطابق وي ، تر څو هم تاسي او هم ټول امارت د دښمنانو له شره خوندي پاتي شي .
د اسامه او ملا امیرخان (متقي) ترمنځ دغې سیاسي ډوله علمي مناقشې نیږدي دری ساعته وخت ونیو.

د خبرو په منځ کې به ډاکټر ایمن الظواهري هم د شیخ اسامه په تائید مداخله کوله خو ابو محمد المصري یواځي د سر په ښورولو بسنه کوله.

ملا امیرخان (متقي) د شیخ اسامه په عربي خبرو پوهیده ، ځکه به يي تر ډیره حده لما څخه د هغه د ټولو خبرو ترجمه نه غوښته خو شیخ اسامه بیا د ملا امیرخان په پښتو خبرو نه پوهیده ، زه مجبوروم چې د نوموړي ټولې خبرې ورته په عربي ترجمه کړم.

د خبرو په ترڅ کې که څه هم چې شیخ اسامه د خپلې مدعا د اثبات لپاره ډیر ترکیز پر نبوي احادیثو کاوه خو د استدلال پله د ملا امیرخان (متقي) ورباندې درنه وه او په خپله د شیخ اسامه له شرعي استدلالاتو څخه به یې داسې خبره ورته راوایستله چې نوموړی به یې په مقابل کې لاځوابه شو.

تر لمانځه وروسته دغرمې ډوډۍ خوړلو وخت شو، ډوډۍ په بلې کوټې کې تیاره شوې وه ، ډوډۍ هم ډیره ساده او معمولي خو ښه پریمانه وه .

ملا امیرخان (متقي) ، شیخ اسامه اوزه په یوه کاسه شریک شوو.

د خوراک په منځ کې هم مناقشه په ښه توندې روانه وه ، وروسته شیخ اسامه ملا امیرخان (متقي) ته وویل:

ده ته د خوراک موقع ورکړه ، ځکه چې ته خبرې کوي زه ډوډۍ خورم او چې زه خبرې کوم ته ډوډۍ خوري ، خو دی (زه) په دواړو حالاتو کې زما او ستا د خبرو په ترجمه مصروف او د ډوډۍ خوړلو فرصت نه لري، هماغه وه چې ماته هم د ډوډۍ خوړلو په منځ کې د نه ژباړې تفریح میسره او ډوډۍ مي په فرصت نوش جان کړه.

تر ډوډۍ وروسته د افغاني دود مطابق شنې چايي راوړل شوې تر هغه وروسته مجلس پایته ورسیده او نیږدي ماسپښین قضا مو د امارت د دفتر په لوري له شیخ اسامه ، ډاکټر ایمن الظواهري ، ابو محمد المصري سره مخه ښه وکړه .

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صمیم
میلمه
صمیم

ځیني خلک دا تور لګوي چې په افغانستان د امریکا د برید او افغانان ددومره لویې بلا په خوله کې د ورکولو ټول مسؤلیت طالبانو ته راجع دی. چې اسامه بن لادن یي ازاد پرې ایښی و او هغه د نړۍ ځواکمن کفار افغانستان ته متوجه کول. مګر له لوړې لیکنې څخه په وضاحت معلومیږي چې طالبانو د یوه مؤمن حرکت په حیث د اسامه بن لادن او نورو مهاجرو د میلمه پالنې تر څنګ دا هڅه هم کړې وه چې ددغو میلمنو له امله خپل هیوادوال زیانمن نه کړي. دا خو زما په یاد دي چې طالبانو هغه مهال… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ثاقب صاحب ، سلامونه می ومنه ( السلام علیکم ! څومره ښه غونډه وه ، د خدای بنده ماته به دی هم ږغ کړی وی چه مونږ هم ستاسی په دغه ښکلی غونده او خوږی میلمستیا کی ګډون کړی وی ، که هغه ونه شوه خیر ، اوس راته دعا کوه چه همدغه مجلس جنت کی جوړ شی او زه هم پکی ګډون ولرم . په ځانګړی ډول متقی می ارمان دی چه له مرګه مخکی می لیدلی وی او که نه په جنت کی می دی الله ح ورسره مخامخ کړی . د شیج اسامه رح په اړه می… نور لوستل »

محمد احمد
ایډیټر
محمد احمد

دروند استاد جناب بیانزی صاحب !
هیله ده زما احترامات او سلامونه هم ومنئ.
خدای دي وکړي ستاسي غوندي مخلصو او دینداره شخصیتونو په جمله کې حساب شم ، لطف مو دی چې پر ما حُسن ظن لرئ، خدای تعالی مو تل موفق او بریالي لره .

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

صمیم صاحب السلام علیکم : ستاسی خبره سمه ده ، دجال سره راغلی او د هغو پلویان ورباندی تور لګوی ، د میډیا او ډالرو په زور حتی مونږ هم فکر کولو چه اسامه رح به د امریکاینو سره څه اړیکی لرلی ولی وروسته هرڅه په ډاګه شول ، حتی هغه د شپتمبر پیښه خپل امریکایان وایی چه داخلی فاجعه وه چه له مخی یی زمونږ به هیواد یرغل وکړی اسلامی نظام لیری او په ځای یی شیطانی نظام حاکم کړی او غلامان چارواکی کړی هماغسی هم وښول ، نو دومره خو به خامخا وایی له دی زیات دروغ وایی… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

محترم ثاقب صاحب تاسو ته السلام علیکم د داسې لیکنو خپروای ډېر مفید دی، اسامه بن لادن رحمه الله په جهاد کې شک نلرم خو دا هم نه شم منلای چې له افغانانو په تیره بیا طالبانو سره یې خیانت ونه کړ، (خیانت داسې څه نه دي چې د چا ایمان یا جهاد نقض او نفی کړي). د القاعدې یو بل شعار چې ګواکي د دوی وسلوال جهاد نړیوال دی هم ماته تش تبلیغاتي ښکارېده او ښکاري، او په دې اړه که څوک ماته قناعت راکولای شي، نو دا ګز او دا میدان. د مځکې په دې خاوینه کره کې… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم ! که څه هم ستاسی پوښتنه ثاقب صاحب ته راجع کړی ، هغه به ورته پوره او ښکلی ځواب خامخا ولری مخکی له هغی چه هغه څه لیکی زه به یی هم په اړه څه ولیکم : القاعده له اوله په دی نوم او نیت نه وه جوړه شوی چه دوی دی د خپل جهاد د پاره پولی مشخصی کړی ، لمړی د افغان مسلمانانو سره د لاس اړونی د پاره راغلی وو ، خلک د ناروغ جسم د هغه برخی علاج لمړی کوی چه درد کوی یا د یو کور په هغه برخه اوبه اړوی… نور لوستل »