نظــر

په اسلامی نړی کی د نړیوال استعمار ، استعماری پلانونه او تاکتیکونه

بسم الله الرحمن الرحیم

د جنګونو په رامنځته کیدلو کی ، که هغه انفرادی که ټولنیز وی  ، که هغه د دوه یا ډیرو  ملکونو ترمنځ او که هغه  د  نړیوال نظامونو ترمنځ  وی ،  منفی  یا  مثبت  عوامل  لری تصادفی او بی عواملو جنګونه ډیر کم رامنځته  شوی او یا رامنځته کیږی . د جنګونو د رامنځته کیدو عوامل ډیر ځله مادی وی مګر کله د معنوی عواملو له امله هم رامنځته شوی دی ، د  مادی جنګونه زیربنا  اقتصاد او د معنوی جنګونو زیربنا  توحید  ګڼل کیږی.

  د جنګونو اصلی منشا  او عامل(  حرص )  دی  کوم چه د انسانانو په فطرت کی  د انسانانو د ازموینی په خاطر اخښل شوی چه شیطان د انسان د حرص  پواسطه انسان ته  له نورو څخه د زیاتو او ناروا ګټو د لاسته راوړلو په خاطر وسوسی اچوی دغو ناروا ګټو ته  ( استثمار ) ویل کییږی ، او دی ته د حق او باطل جګړه هم ویلی شی اولنی دحق او باطل جګړه د ادم ع د دوه زامنو ترمنځ  د همدی حرص او برتری په خاطر رامنځته شوه ،قابیل  خپل ورور هابیل وواژه  .  داد هماغه فساد او وینو تویولو اولنی مقدمه وه  چه ملایکو الله ج ته د انسان له پیدایښت څخه مخکی الله ج  ته  وړاندیز په ډول  وویل او الله ج ورته همدومره وویل ، په هغه څه چه زه پوهیږم  تاسی نه پوهیږی ، ولی ځواب یی ورته وروسته په عملی بڼه کی وښوده انسان ته د خلافت د مقام په ورکولو نسخی په واسطه  ( په کوم کی چه د زمکی د مالکیت او شریعت صلاحیت  به د الله ج سره وی )  یعنی خلیفه انسان به د الله په مالکیت کی د الله د وضع شوو قوانینولاندی به  د زمکی په ټول موجوداتو مدبرانه خداګونه  مدیریت او یا خلافت کوی .

 د خلافت دا نسخه د ملایکو د نیوکی عملی ځواب دی  ، مالکیت او شریعت هغه دوه څیزونه او وسیلی دی  که  د  انسانانو تر واک  لاندی وی  یعنی انسانان مالکیت ولری  او بیا ورسره شریعت هم  د دوی له خوا وضع کیږی طبیعی ده  شیطان ورته ددی مالکیت د زیاتوالی د خاطره وسوسه اچوی او که شریعت یی هم په اختیار کی وی  نو ټول قوانیت د ځان په ګته برابروی  چه د نورو پر تله د ده ملکیت زیاتوالی وکړی ، او دا زیاتوالی حد او سرحد نه لری  څومره چه زیاتیږی د ده حرص لا اضافه کیږی  ، تر دی چه دا حریص او استثمارګر د خپل دی استثمار د زیاتوالی د پاره هر ډول وسایل  اود ځان د ساتنی او د نورو د لاندی کولو د پاره  هر دول وسله او وسیله رامنځته کوی  ، دا نن چه کومی وسلی او وسیلی لیدل کیږی دا ټول د همدی استثمار او حرص  له امله ده .

مګر داچه بشریت خپل مالکیت نه لری او نه د حرامو اوحلالو ( اساسی قانون ) وضع کونکی او تعینونکی دی  نو د حرص ریښی همدلته له بیخه ویستل کیږی ، دا چه د زمکی د سر دا ژوند د ازموینی یوه ډیره منظمه  پروسه ده ، کله چه د ازموینی اصل رامنځته کیږی د ازموینی لوبغاړی کوم چه انسان دی پوره خپلواکی لری  چه دغه د مالکیت او شریعت صلاحیت  خپلوی او که الله ج ته یی پریږدی  که یی خپل کړو  له دی انسانانو حریص او استثمارګر انسانان جوړشو دوی د خلافت له مقام بی برخی او د شیطان په لومو کی بند پاتی شول  شیطان یی  هر ډول  فسادونو ته کشوی  چه د فساد اخری کچه د ناروا وینو تویول دی ، ترسره کوی کومه چه هماغه د ملایکو د نیوکو وړاندیز به عملی کیږی یعنی دا حریص او استثمارګر انسانان به تل ، او هر چیری فساد او وینی تویول کوی .

دا چه اسلام  مسلمانانو ته د خلافت د مقام په هدیه کولو ، دمالکیت او شریعت دوه اصلونه د مسلمان انسان له واکه لیری کړی او دایی یواځی د الله واک او صلاحیت منلی دی نو ځکه خو اسلام د نړیوالی سولی او هوساینی تضمین کوی  ، دا چه وایی اسلامی د سولی او امن دین دی هغه همدا خبره ده  هغه دا چه په اسلام کی د حرص د ناروغی تداوی شوی دی . دا چه اسلامی نظام ( خلافت ) حرص له منځه وړی کوم چه د استثمار اصلی غذا ده او یا د شیطان وسله ده ، نو د استثمار په لیری کولو غلامی هم له منځه ځی او دا د استثمار او غلامی د لیری کولو مسله د استثمارګرو د پاره لویه ستونزه او د مرګ په مثال ده .  نو ځکه خو د نړیوال استعمار او اسلام تر منځ نه پخلاکیدونکی دشمنی شتون لری چه هر یو د بل په شتون کی  د خپل ځان نابودی او له منځه وړل ګنی .

د همدی خاطره د نړی استثمارګر چه اکثریت یی حریص یهودان او څه صلیبیان دی د اسلام د سپیڅلی دین  د رامڼځته کیدلو له اولی ورځی د اسلام د نابودی او کمزوری د پاره د هر ډول  فتنو ، دسیسو او فریب کاریو کار اخستی  ،  د مسلمانانو په ویشلو څه لاسته راوړنی هم لری چه مسلمانان یی  وخت په وخت ټوټه ټوټه کړی  مګر  له نیکه مرغه  دهمدغه ټوټه ټوټه اسلام او ویشل شوو مسلمانانو  له  اسلامی نظام له رامنځته کولو څخه سخت په ویره کی دی چه مبادا د نړی په کوم ګوټ کی اسلامی نظام پلی نه شی .

د همدی کار د پاره یی د ماسونیزم نړیوال ګوند رامنځته  او بیا هغه ګوند د دیموکراسی په نوم  دین او یا شیطانی نظام رامنځته کړو او سر بیره پردی بیلا بیل ایزمونه او ایزمی فلسفی یی لکه کمونیزم ، کاپیتالیزم ، سکولریزم ، نشنلیزم  او داسی نور ایجاد کړل ، ددی دری شیطانی کارونو په رامڼځته کولو یی اوبه تیری شوی  او په رشتیا هم د دی دری  شیطانی فتنو په واسطه یی  تر ډیری کچی نړی څه چه ډیر بی ثباته مسلمانان هم خپل کړی ، د دغو دری ابتکارونو په څنګ کی یی ډیره پرمخ تللی میدیا هم رامنځته کړی چه ټوله د دوی په خدمت او د دوی په واک کی ده که شین اسمان درته وریځ او وریځ درته شین اسمان کوی .

سربیره پردی  ، داسی فتنی او دسیسی یی رامنځته کړی چه د نړی اقتصادی مزی یی هم په خپل  لاس کی نیولی او ددی اقتصادی کنترول په واسطه یی  زمونږ د اسلامی نړی  سیاسی قدرت هم تر لاسه کړی ، د همدی سیاسی قدرت په تر لاسه کولو خپلو لاسپوڅو ته په اسلامی حکومتونه کی اجازه نه ورکوی  چه په وسله جوړولو او نورساینس  ، صنعت او تکنالوکی  دسترسی ولری  ، د نړیوال استعمار تیار جوړ شوی شیان به  په اوچت قیمت رانیسی او په مقابل کی به یی ټول خام مواد په ډیر نازل قیمت خپلوی ، چه دا کار د نړیوال اقتصاد لا غښتلی او پیاوړی کوی ،  کومه وسله چه په اسلامی نړی کی خپلو لاسپوڅو ته ورکوی  داسی وسله ده چه د خپلو سرحداتو دفاع هم پری نه شی کولی صرف د دی د پاره ده چه هغه لاسپوڅی حکومتونه پری  د  لاسپوڅو او نړیوالی ماسونیستی استعمار مخالف مسلمانان پری کمزوری او یا له منځه یوسی یعنی هماغه لاسپوڅی اسلامی حکومتونه د دوی نظامی قواوی دی  او یا دوی خپله یواځی خرڅه کړی نه ده بلکه د دوی استخدام شوو عسکرو ته ورکړی شوی چه هماغه وسله د دوی د پاره کار کوی .

همدارنګه ، په دی اخره  پیړی کی یی امریکایی اسلام هم رامنځته کړو ، هغه اسلام چه  لکه د عیسویت په شان  به تر مساجدو محدود وی  د سکولریزم په نوم یعنی دین به له سیاست جلا وی د حلالو او حرامو واک به د د یموکراسی او سکولریزم  د  حکوت په واک کی وی یعنی هر څه په د رایو په اکثریت ، او کولی شی چه رای ګانی په بیه او یا بله کومه دسیسه او وسیله تر لاسه کړی ا و ماسونیزم ته  د منلو وړ مطلوب کسانو ته واک او مقامونه ورکړی ، په دی دیموکراسی نظام کی د امریکایی اسلام  ډیر نورانی ملایان د ښکلو نورانی ږیرو ، لونګیو ، جامو ، چپنو ، تسبیح او جانمازونو سره به قال الله او قال رسول الله وایی  ، د حکوت نوم به هم اسلامی جمهوریت وی په پارلمان کی به د پخوا په شان د ( وعتصمو بحبل الله … )  او په نورو حکومتی لوړپوړو د فترو کی به هم دی ته ورته اسلامی ډکوریشن شوی وی ، ډیر به د پتلون پرځای جامو کی دفتری کارونو ته راځی چه عوامو ته اسلامی حکومت او یا افغانی او اسلامی کلچر وښودل شی ، ښځو  به هم پوړنی  په سر او نیم ویښتان به یی پری پټ کړی وی دا چه نور دفترونو کی څه کیږی هغه بیا د دروازو شاته خبری دی ( مهمه داده چه خپلو کی راضی او څوک یی ونه وینی ) .

د سرمایداری نظام اولنی کار د دیموکراسی او سکولریزم له عملی کولو وروسته د مطلوب ملک ټولنه طبقاتی کوی یعنی هماغه یو شمیر ایزمیانو ته یو اندازه سرمایه په واک کی ورکوی ، یو شمیر سرمایه په پروژو کی ورته چه غداری وکړی پریږدی چه بی ایمانه او بی ضمیره یی کړی هم یی لوړپوړی چارو اکی او د هر ډول فسادونو او دولتی ملکیتونو غصبول ،رشوت او هر ډول فریب کاریو او دسیسو جوړول جواز ورکوی ترڅو زیاته برخه سرمایه ییی د هماغه مظلوم او اکثریت خلکو څخه وی چه که له یوی خوا د دوی د سرمایی کچه لوړیږی په څنګ کی یی د عوامو د  غریبی  او فقیری کچه نوره هم ښکته شی  ، دا د نړیوال استعمار یا سرمایداری نظام د بریالیتوب ستر عامل دی .

په طبقاتی ټولنه کی چه په سلو کی یوه برخه یی په اوچته کچه سرمایه لری او په سلو کی نهه نوی برخی خلک یی د فقر له کچی هم ډیر ښکته چه ډیر یی حتی کور کالی ډوډی هم نه لری ، کله چه د طبقاتی ټولنی په رامنځته کولو موفقیت ته ورسیږی هغه ملک او هغه خلک ددوی دایمی غلامان شول طبقاتی ټولنی له دواړو اړخونو څخه دوی دهغه ملک په نظام چلولو کی په لاندی ډول کار اخلی :

لمړی : غریبه او ناداره طبقه : غریبان هم  ټول په یوه کچه نه وی درجی لری یو شمیریی دومره څه لری چه بچی یی د باسواده کولو زده کړی ترسره کړی ، څوک بیا تر لږ لوړوزده کړو هم ورسیږی خو د هغوی د ګوتو په شمار وی ،  مګر قاطع اکثریت یی د باسواده کیدو وخت او روپی نه لری چه  بچی یی باسواده شی او دوی کی ډیر داسی هم وی چه څینی یی کور ، ځینی یی ډوډی او څینی یی کالی  او یا څینی یی بیا دا دری واړه نه لری ، دا چه هیڅ نه لری د دوی د پاره یی بیا د نشه توکو مارکیت بیرته کړی دوی هغه کسان جوړشی چه د دوی له ویری څوک په جیب او کورونو کی روپی او زیورات نه شی ساتلی نو جبرا به یی د  سرمایدارانو په بانکونو کی خپله سرمایه ساتی چه د سرمایدارانو  د پاره لا ډیری روپی جوړی کړی  نشه توکی هم د سرمایدارانو یا ملی مافیه په واک کی وی ، حکومت ، مقننه او عدلیی قوه هم د ملی مافیه وو په لاس کی وی ، نو په نشه توکه په ښکاره ډول بندیز ولګوی چه قیمتونه یی ورله پورته کړی دا دسرمایه دارانو د لا نور سرمایدار کیدلو بله لیار ده ، دا  په نشه توکو روږدی  بیا په سړکونو او لیارو کوڅو کی نیم مړه او نیم ژوند د مرګ په انتظار شپی ورځی شماری . دا کسان دوی کله د ځان مرګو وژنو د پاره هم کاروی چه که څوک یی خوښ نه وی یو پری مړ او بل پری ونیسی .

ددی غریبی طبقی خلک چه په دریمه نړی کی یی ګذاره ټوله په کرنی او مالداری روانه وی او هغه هم  کله د سرمایدارانو او یا نیمه سرمایه دارانو  دهقانی کوی لویو سرمایدارانو ته له دی لیاری څه مالیه هم راټولیږی دا چه څه نه لری نو جبرا څه برخه کی کوکنار کری تر څو څه روپی تر لاسه کړی او دا هماغه نشه توکی دی چه بلاخره د لویو سرمایدارو قاچاقبرو په لاس خارج ته لیږل کیږی او ډیره ناچیزه برخه یی هغه غریبو دهقانانو ته پاتی کیږی چه خپلی ډیری اولنی اړتیاوی پری ترسره کړی .

داچه دا غریبان  ، بی سوادان او یا د کمو زده کړو لرونکی دی ، لاسپوڅی او مفسد حکومتی مامورین چه هر څه کوی دوی د شکایت اورلو او کولو د پاره کوم ځانګړی ظرفیت او قدرت نه لری چه د ظالمانو د ظلم په مقابل کی د نورو سره په ملګرتیا احتجاج او مظاهری وکړی څه چه روان دی هغه جبرا د ځان او نورو په ګټه ګڼی او اصلا د ګټی او د تاوان د څیړنو وړتیا هم نه لری .

بله مهمه خبره دا چه د سرمایداری او واکداری طبقی خلک کولی شی چه د دوی ووت په ډیر کم قیمت خپل کړی ( مګر هغه که رقابت یی د ووت قیمت لږ پورته کړی .  نو په دی واسطه به دا طبقه تل ووت ورکونکی او سرمایداره طبقه به تل ووټ اخستونکی یا چارواکی وی .

همدارنګه ، دا چه دوی ناداره او روپو ته اړه لری ،  د دوی بچی به په ډیر کم معاشی د عسکری او پولیسی او یا نورو نفر خدمتی د پاره اماده ګی لری چه د هغو لاسپوڅو د پاره خدمت وکړی او یا یی د نورو دشمنانو سره وجنګوی او ووژل شی او یا په دوی باندی د ځانونو ساتنه او پاکاری کوی او یا ورته بچی قراروی ، او لا یی  لوڼه او ښځی خوشاله او راضی وساتی .

دا چه سرمایداران هر ډول بزنسونه ، کارخانی او د قاچاقبری او د خلکو سره هر ډول  دسیسه کاری او فریب کاری لری د هغو د چلولو د پاره هم دی غریبانو او نادارو څخه کار اخلی چه په لږه تنخواه دوی ته ډیره سرمایه جوړه کړی .

ددی غریبی طبقی ګټی  چه د استعمار لاسپوڅو ته رسیږی هماغه د استعمار ګټی دی ځکه د دوی لاسپوڅی د چارو د ترسره کولو  ، د دوی د ساتلو او ټاکنو د پاره  همدا غریب  خلک لری چه د دیموکراسی   په نوم د ازادی نوم ورکوی چه اوس شاهی نه بلکه جمهوریت دی  چه د خلکو رایوته اهمیت ورکولی کیږی  وایی اوس د رایو په اکثریت ټاکنی کیږی ،کله دا غریب خلک دومره په احساساتو راولی چه د دوی د پاره ځانونو وژنی او د دوی بریالیتوب خپل بریالتوب  او د دوی ناکامی خپله ناکامی ګڼی .

اوس به د سرمایداری طبقی ګټو باندی نظر واچوو چه د استعمار د پاره دا یوه برخه خلک څومره اهمیت لری او د دوی د پاره د خپل مظلوم اولس  د استثمارولو او غلامولو څومره موثره وسی او هڅی نه دی چه دوی یی په کار نه اچوی :

لمړی : د استعمار د پاره  ډیره اسانه ده چه له سلو برخو څخه په یوه برخه بی ضمیرو سرمایه ګذاری وکړی ،  د  دومره کم شمیر خلکو د پیدا کولو ، پلټلو ، څیړلو او څارلو کار هم اسان وی ، بیا د دی کم شمیر خلکو لا نوره روزنه  ، د دوی د کارونو پرمختیا ، د دوی ساتنه او څارنه  په کمه بیه تر سره کیدی شی .

دوهم :  د استعمار د پاره  دا مشکله او ډيری ستونزی له ځانه سره لری چه  تل نوی نوی مهری  رامنځته کړی ، دغه کار ډیر اسان دی چه یو ځل دا بی ځانه او بی وجدانه کسان مشخص شی  بیا دوی د ټول عمر د پاره لکه د شاهی نظام په شان  که دوی نه وی د دوی بچیان او کړوسیان به چارواکی وی ،  دوی به د استعمار پالیسی مخی ته بیایی او استعمار به د دوی حمایت او ساتنه کوی .

دریم :  کله که استعمار غواړی چه کومه معاهده ورسره دستخط کړی  ددی اړه به نه وی چه ملت ته پکی ونډه ورکړی شی دوی به یی په پټو سترګو او په نیمو شپو دستخط کوی نو په دی واسطه به ملت د دوی په غلامی کی او دوی به د استعمار په غلامی کی د تل د پاره بند پراته وی .

څلورم :  استعمار کولی شی ، د دوی د بیا بیا ټاکنو د پاره که د ووټونو رانیولو ته اړه وه په لږه بیه کولی شی چه د پام وړ ووټونه د مطلوب کاندید د پاره تر لاسه کړی ځکه ملت غریب او ناپوهه دی ، نه د ووت اهمیت پیژنی او نه یی قیمت .

پنځم :  همد ارنګه  استعمار چه اجیره اردو باندی تل کار کوی هڅه لری چه اردو تل په خپل لاس کی ونیسی تر څو لاسپوڅی په کنترول کی وساتی ، نو داچه خلک غریب دی عادی عسکر په ډیره کمه تنخواه  استخدامولی شی  د استعمار د ډالرو زیاته برخه به یواځی صاحب منصبانو ته چه د سرمایدارانو بچیان دی  ځانګړی وی  نو په دی واسطه به د ډیر زیات مالی بوج لاندی نه راځی .

شپږم : دا به هم استعمار ګرو ته اسانه وی چه د همدی یوی کوچنی سرمایداری ډلی او بچو ته یی په خپلو ملکونو کی  شهریت او د اوسیدو حقوق ورکړی هلته  شخصی کورونه ، بزنسونه او کارخانی ولی او یا خپلی روپی د هغو په بانکونو کی واچوی نو که کله د دوی څخه خلاف ورزی ووینی او یا لا د دوی د ګټو د تامینولو د پاره مناسبت ونه لری او یا تر دوی نور ښه پیدا کړی ، نو په هغه صورت کی به یی ملکیتونه او روپی منجمدی یعنی  له منځه یوسی لکه د قذافی او مبارک سره چه یی وکړل . او لا به دوی ددی ویری چه ملکیتونه له لاسه ورنکړی اویا یی لا زیات کړی نو خپله غلامی به تر پخوا لا زیاته او محکمه ساتی او د غلامی وفاداری به نه ماتوی  او که سره ددی هم دا وفاداری ماته کړی خو دابه ورته په ډيره لویه بیه تمامه شی .

اووم :  کله کله دوی د دی سرمایدارانو له ډلی څخه څو ټیمه په انتظار ، ناز او نوازش کی ساتی  چه یو له بله نه خبروی هر یو فکر کوی چه زه ورته تر ټولو نزدی یم او یا دوی هر یو د غلامی په قربانیو کی تر نورو غواړی مخکی شی ، نو که کله اړه وه د یوه ټیم پرځای له بل ټیم څخه کار اخلی او کله یی په رقابت کی ساتی لکه د یوه میړه چه څو ښځی وی .

مسلمانانو ورونو، د مظلومو اولسونو د استثمارولو او غلامولو د پاره د نړیوال  استعمار ( ماسونیزم )  پلانونه ، تاکتیکونه ، دسیسی او فریب کاری، چه په یوویشتمه پیړی کی  تری کار اخلی تاسی ته می په ګوته کړی ، د دوی لویه وسله د دوی دیموکراسی او پلورل شوی ایزمیان دی .

د استعمار پخوانی سټایل بدل شوی ، پخوا به یو ملک ، یا یو قوم پر بل ملک یا قوم یرغل وکړو  زوراور  قوم یا ملک به کمزوری ملک یاقوم د خپلی غلامی لاندی راووست ، هغو به یی مستقیما حکومت کوو یعنی تر هغی به یی هلته نظامی او سیاسی شتون درلود  چه یا به دوی کمزوری شول او یا به دهغه مستعمره ملک خلکو کی خوځښت او بیداری راپیداشوه نو دوی به د هغه وطن څخه په شا شول .  ولی نن ورځ  لکه د نوری تکنالوژی په شان استعماری پلانونه هم بدل شوی ، نن د ټولی نړی سرمایداران  ( د ماسونیزم ګوند ) یو ملت دی او ټوله استعماری نړی د یو ملت په شان متحد پلانونه ، تاکتیکونه ، اقتصادی اړیکی او اکمالات لری د اوسنی استعمار تاکتیکونه لکه ځینی یی مونږ تشریح کړل د یوی قوماندی اورهبری لاندی پرمخ ځی  په یو وخت کی نظامی یی یو اړخ ، استخبارات یی بل ، میدیا یی بل ، سیاسیون یی بل ، د  ډالرو ویشنه  یی بل اړخ او داسی نور هر یو یی کله بیل بیل او کله ټول په یو وار په خپلو  کارونو بوخت وی.

د دغه پورته مراحلواو داسی نورو  له عملی کولو وروسته چه هغه مطلوب  ملک پوره مستعمره شی ، بیا یو څو مشاورین یی هلته مصروف وی او هغه هم ټولو خلکو او حتی د حکومت ټولو چارواکو ته په ډاګه نه وی څینی مخفی جیلونه هم لری حتی لاسپوڅی حکومت هم تری اګاهی نه لری ،   مشاورین یی  لاسپوڅی حکومت ته وخت په وخت دستورونه دیکته کوی  ، نور په ټول ملک کی د هغو فزیکی نظامی او سیاسی شتون نه وی. مګرپه  ځینو مستعمرو کی  د هغه ملک د اړتیاوو له مخی یوه یا څو نظامی هډی هم ساتی .      

ومن الله التوفیق

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x