fbpx

ستر عقاب ووژل شو

حامد افغان

ستر عثماني سلطان محمد الفاتح رحمه الله په دې شپو ورځو: 1481-5-3م کې وفات شوی دی، هغه په داسې وخت کې وفات شو چې د ایټالیا د نیولو له پاره د خپلو لښکرو په تیارولو بوخت و، او دا یې عملاً د ایټالیا جنوبي ښار اوټرانټو په نیولو سره پیل کړ. او د ټولې روما د نیولو له پاره یې لوی لښکر تیاروه.

د خدای کړه و، په دې نازکو شيبو کې د ايټالیا په مختلفو ښارونو کې د رومیانو له پاره دا د زیري خبر وکړنګیدی: La Grande Aquila e morta یعني ستر عقاب ووژل شو. ویل کیږي د ده په مړینه ټوله اروپا کې په کلیساو او مختلفو ځایونو کې جشنونه او ميلې جوړې شوې.

سلطان محمد الفاتح یواځې د جګړو، سوبو او ډغرو سړی نه و، بلکي هغه د خپل وخت لوی نابغه شخصیت و، د هغه ترکي، عربي، فارسي یوناني، لاتیني او عبري ژبې زده وې، شاعر هم و، په رسم او نورو مختلفو کمالاتو کې یې مهارت لاره. هغه ستر پوځي سالار و او د لومړي ځل له پاره یې په جګړو کې د توپ کارونه پیل کړې وه.

د هغه په کارنامو او د عثماني خلافت په وده او انسجام باندې کتابونه لیکل کیدی شي، هغه په علمي ډګر او رفاه عامه کې خورا زیات کارونه کړي دي پوهنتونونه او مدارس یې جوړ کړي، پلونه او لویې لارې یې جوړې کړې دي، علمي مرکزونه او لویې ادارې یې جوړي کړې دي او په ځانګړې توګه یې د نورو ادیانو د پیروانو له پاره ځانګړې حقوق او مراعتونه خوندي کړي و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د