fbpx

هغه کسان چي رسول الله صلى الله عليه وسلم لعنت ورباندي ويلي

مولوي عبدالرحمن محمود

لعنت په حقيقت کي ښيرا ده کله چي يو صالح سړي يو چا ته ښيرا وکړي نو طبعي خبره ده چي هغه به ډير ورباندي پريشانه کيږي مګر هغه څوک چي خير البرية محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم ښيرا ورته کړي وي هغه بايد خپل پر حال په طريقه أولى وبيريږي.
په احاديثو کي به شايد ډير داسي خلګ ذکر شوي وي چي دالله رسول ورباندي لعنت ويلي وي خو زه ده يو څو تعداد درسره شريکوم.
(1) لعن الله آکل الربا وشاهده وکاتبه.
يعني هغه څوک چي سودي معاملاتو کي دخيل وي دالله جل جلاله لعنت ورباندي دي.

(2) لعن الله من عق والديه.

يعني هغه څوک چي مور او پلار ورڅخه ناراضه وي أو هغوي يې ازار کړي وي. دالله جل جلاله لعنت ورباندي دی.

(3) لعن الله من ضلل اعمى عن الطريق.
يعني هغه څوک چي يو نابينا شخص د لاري څخه غلط کړي د الله جل جلاله لعنت ورباندي دي أو په دي کي هغه عالم هم داخل دي چي عمدا تلبيس د حقایقو کوي.

(4) لعن الله من ذبح لغير الله.
يعني هغه څوک چي دالله جل جلاله نه پرته دبل چا په نامه باندي ذبحه وکړي پر هغه دالله جل جلاله لعنت دی.

(5) لعن الله من عمل قوم لوط.
او هغه څوک چي د لوط عليه السلام د قوم په عمل -لواطت- باندي مبتلا وي پر هغه باندي دالله جل جلاله لعنت دی.

(6) لعن الله من ينکح امرئة ليحللها لزوجها الذي طلقها.
او پر هغه چا د الله لعنت دی چې مطلقه په طلاق مغلظه سره وخپل أول خاوند ته حلاله کوي چي په شريعت کي ورته محلل وايي.

(7) ملعون من أتى امرئة في دبرها.
او پر هغه چا لعنت ويل سوي چې وخپلي کور والا ته راتګ په شا کي کوي.

(8) لعن الله المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال.
او پر هغه چا دالله جل جلاله لعنت دی چې نر وي او مشابهت د ښځو سره کوي لباس او هيئت د ښځينه وو کوي او پر هغه چا چي ښځه وي خو مشابهت د نرانو سره کوي.

(9) لعن الله عبدالدينار وعبدالدرهم.
او دالله ج لعنت دي پرهغه چا باندي چي د پيسو مريي وي يعني ټوله هم او غم يي دروپو وي نور هرڅه ورڅخه هير وي.

(10) لعن الله الراشي والمرتشي ومن يمشي بينهما.
او پر هغه چا د الله جل جلاله لعنت دی چي د رشوت په معاملو کي دخيل وي.

(11) لعن الله اللاطمة وجهها والشاقة جيبها والداعية بالويل والثبور.
او پر هغي ښځي دالله ج لعنت دی چې د غم په وخت کې خپل مخ ټکوي او کالي څيري او ځان ته دهلاکت ښيراوي کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د