نظــر

د ارسطو انقلابي فلسفه په افغانستان کې غلته ثابته شوه

rahmanzai
لیکوال: شمس رحمانزی

ليکنه: شمس رحمانزی_ پونه، انډيا

ارسطو چې له ميلاد وړاندې يې ژوند کوو انقلاب داسې تعريف کوي:

انقلاب بنسټيز او زر بدلون ته وايي. که چېرې د  هېواد په اساسي قانون او یا د حکومتوالۍ په ډول کې بدلون راشي او موجوده نظام کوم بنسټيز تغيير پيدا نه کړي، او يا بر خلاف موجوده حاکم نظام بدل شي خو اساسي قانون او د حکومتوالۍ ډول په خپل ځای پاتې شي، انقلاب ورته ويل کيږي.

له کودتا سره يې توپير په دې ډول کوي:

انقلاب د ولس نه خواښې ده او ولسي اړخ لري. کودتا د یوې ځانګړې ډلې نه خواښي ده او ځانګړي موخې او اړخونه لري.

ارسطو لاندي عناصر د انقلاب سببونه بولي او انقلاب ته لار برابروي.

١- د حکومت او ولس ترمنځ واټن: کله چې موجوده نظام يا حکومت د عدالت په حاکمیت، د ملي سرچينو په برابر وېش، عمومي خونديتوب او غوره حکومتوالۍ کې پاتې راشي، نو ولس نه رضا کيږي. د ولس ناراضی د حکومت او ولس د فاصلې سبب کيږي او دغه واټن او فاصله انقلاب ته لاره هواروي.

٢- ګډوډي یا انارشيزم: کله چې د قانون په شتون کې، حکومت د دندو د مشروعيت پولې ماتوي او خپل سري غوره کوي. دا خپل سري د خدمت په نوم انارشيزم ته نږدې کيږي. په تاريخي ډول انسان له انارشيزم ستړی وو نو ځان ته يې حاکم  وټاکلو تر څو کس  نه بلکې قانون حکومت وکړي. په نظمي، حقوقي، اجرايوی او قضايي چارو کې د يو او بل  مداخله او کله چې هر کس د قانون تفسیر کوونکی اوسي نو  د وګړو حقوقو تر پښو لاندې کيږي او ملت د نظام بدلون غواړي او انقلابي پاڅون پيلوي.

٣-  ظلم او بې غورې: کله چې له بل هر لوري په ملت ظلم کيږي او حکومت په بې پروایۍ او بې غورۍ سره ننداره کوي او يا يې په کنټرول کې پاتې راځي نو دلته د ملت ټول انساني او مدني حقوق له منځه ځي. حکومتونه د وګړو د حقوقو ضامن دي. ظلم که د حکومت له لوري وي او يا هم له بلې سرچينې، خو ملت ترې اغيزمن کيږي. او ولس د خپلو حقوقو د ساتنې لپاره له حکومت سره هوکړه کوي او قدرت ته مشروعيت ورکوي. د ظلم سره د مبارزې پايله انقلاب زيږوي.

٤- د ارسطو انقلابي فلسفه د انقلاب بل لامل بهرنۍ لاسوهنه  شمېري. بهرنۍ مداخله هيڅ کله هم د يو خپلواکه هېواد په نفع نشي کېدلای. بهرنيان خپلې سياسي ګټې د ملاتړ او همکاري په نوم تر سره کوي. او موخه يې غېرې مستقيم اشغال وي. ولس چې د بهرنۍ لاس وهنې په کنټرول کې نظام ضعيف او نا وسه ګوري نو ولسي پاڅون کوي او په بهرنۍ لاس وهنه کې خپله بقا نه بلکې خپله انتها ګوري.

٥- د ټولنه،اقتصاد او سياست په درو بېلو لارو: د يو هېواد وګړي د هغه حاکم نظام زغم لري کوم چې د سياسي، ټولنيز او اقتصادي حالاتو  ترمنځ انډول وشي ساتلی. دا په دې مانا چې، ولس خپل ځان د حکومت تر چتر لاندې راټول کړ، تر څو ټولنيز ارښتونه او کلتور يې خوندي وي. حکومت ملت ته د سالم مصروفيت، دندو او اقتصادي وضعيت د پورته والي او  غوره والي مسووليت لري. هر کله چې حکومت او ملت کلتوري او ټولنيز اړخونو سره په ټکر کې راشي او خلک په ناوړه اقتصادي بحران کې ګير پاتې وي، نو ولسونه له داسې خالت څخه د خلاصون لار انقلاب بولي.

ارسطو وړاندې نور ډېر لاملونه ذکر کوي کوم چې، د انقلاب سبب کيږي او نظامونه نسکوره وي.

اوس دې ته راځو چې په افغانستان کې د ارسطو انقلابي فلسفه ولې ناکامه ثابتيږي؟

له دو کالونو ډېر وخت تېريږي چې په افغانستان کې د ملي وحدت په نوم حکومت جوړ شوي دی. ولس غاښ په ګوته ننداره کوي او دا نظام به درې کاله نور هم ادامه کوي.  د ارسطو هغه ذکر شوي عناصر کوم چې انقلاب ته لار برابروي نن ورځ ټول شته خو انقلاب نه.

* کله چې د ملي وحدت په نوم د حکومت جوړولو پروژه روانه وه، ولس خپلې چيغې ووهلې چې دا ملي وحدت نه بلکې ملي نفاق او وېشنه ده. ولی له دې پریکړې سره خوښ نه وو. خو چارواکو د ملت غږ ته اهميت ور نه کړ. هغه څه يې چې خوښ ويې کړل. لکه شخصي ملکيت، قدرت يې په پخپلو کې کې سره ووېشولو.

ولس د ملي وحدت نومي حکومت، لومړۍ ورځې بیا تر نن او تر سبا به له دغه نظام ناراضه وي. واټن به ترې نيسي ځکه چې ولس ځان ته، په حکومت کې کوم ځای نه ويني.

* په اوسني حکومت کې مطلقه ګډوډي او انارشيزم دی. د ولسمشر کار وزير کوي او دې وزير کار ولسمشر. د حکومت لومړۍ مرستيال د جګړې کرښې ته ځي او ملېشه جوړه وي. په قانون د ورکړل شوي صلاحیت څخه نه خبره دی او نه ورسره لېوالتيا ښکاره کوي. د بهرنيو چارو وزير د هېواد له ولايتونو څخه بهرني هېوادونه جوړ کړي دي. پر ځای دا دې چې په بهرني سیاست کار وکړي، بهرنۍ اړيکې غښتلې کړي، بهرني سفرونه ولري او په بهر کې د مېشتو افغانانو ستونزو ته لاس رسي ولري، په ولايتونو کې د کورنيو چارو د وزیر پر ځای دنده پر مخ وکړي.

– ملت غاښونه په ګوته ننداره کوي.

* ظلم اوج ته رسېدلی دي. وکيل پولیس وهي، مافيا خپلې رېښې ټينګوي، غل او اختطاف کوونکي پرته وېرې او سزا څخه؛ وژنه، غلا، اختطاف او چور کوي. طالب، داعش او امنيتي ځواکونه، هم پخپلو کې سره وژني، هم يو بل وژني  او هم ولس وژني.

– ملت غاښ په ګوته ننداره کوي.

* په لومړی ځل هم د حکومت بنسټ بهرنيانو کېښود، او درې کلنه بقا او ادامه هم بهرنيانو ورکړه. روسيه د امریکا مخالف وسلوالې ډلې حمايه کوي او امريکا د روسې. چين، پاکستان، انډيا او ايران له يو بل څخه ننګه او له ښپو غورځونه په افغانستان کې کوي.

– ولس غاښ په ګوته ننداره کوي.

* د هېواد اقتصادي وضعيت د غريبۍ له کرښې ښکته روان دی. دندې نشته، پوستونه خالي دي، يوه فابريکه پرانېستل کيږي او لس نورې د نه امنۍ، بې محصوله وارداتو او بهرنۍ مارکيت سره د عدم سيالۍ په وجه تړل کيږي. ګټه مو ډېره شوه او که توان؟

نو په لنډ ډول ويلی شو چې، هغه لاملونه چې ارسطو يې د انقلاب سبب ګڼي نن ورځ ټول په افغانستان کې شتون لري او موجوده نظام د ټولو نيمګړتياوو او ناکاميو سره سره خپل شتون ته ادامه ورکوي. نو په پايله کې ويلی شو چې، د ارسطو انقلابي فلسفه په افغانستان کې ناکامه ثابته شوه. ښايې داسي نور لاملونه  شتون ولري چې تر اوسه ولس ورته انتظار دی.

د ارسطو د انقلابي فلسفې په اشارو او نښو افغان ملت ويښ نه شو،  ښايي چې له دې غټې بدبختۍ او خالت ته منتظر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x