نظــر

د حزب اسلامي مذاکرات؛ تمې او ننګونې!!

ليک: عبيدالله ساحل

د قربانۍ په زانګو کې زنګيدلی او د غرونو مسافر اسلامي حزب د نيمه پيړۍ اوږد او نه ستړي کيدونکي مزل ووروسته، بالاخره د افغان دولت سره د سولې او تفاهم لار غوره کړه، که څه هم د روان څوارلس کلن جنګ په دوام کې ياد حزب د بين الافغاني تفاهم طرحه افغان دولت ته پخوا وړاندې کړی وه، خو بيا هم په وسله وال مخالفت کې له دولت سره ښکيل وو؛ بايد يادونه وشي، چې اسلامي حزب د تېر جهاد په پرتله په روان څوارلس کلن جنګ کې له ډېر حکمت او تدبير نه کار واخيست، د جنګ او جګړې لوړ تکتيکونه يې وکارول خو د هيواد ملي منابع او ملي اقدار ترې زيانمن نه شول. که د کميت له پلوه په جنګي/ نظامي اړخ  کې د حزب اسلامي ونډه کم رنګې وه، خو د کيفيت او اهدافو له پلوه تر ټولو اوچته او پراخه.

حزب اسلامي د خپلې جګړې په تعريف کې د وژنې لمړيتوب خارجي قواوو ته ورکړی وو، په تېره هغه کړۍ، چې د افغانستان د اشغال معضله او د جنګ دوام د هغوي په لاس کې وو؛ د حزب اسلامي په څو ځان تېرو عملياتو کې له اوښتي زيان وروسته پخپله امريکايې ځواکونو اعتراف کړی، چې له ويتنام نه وروسته دا لمړی ځل دی، چې له دومره سترو تلفاتو سره مخامخ کيږي!!!

دا چې حزب اسلامي په دومره ستر جرئت افغان دولت سره د مذاکراتو په ټغر کيني او د هيواد معضله د بين الافغاني تفاهم له لارې حلوي، وجه يې داده چې خپل ولس ته په خپل شعار کې صادق دی، د ولس په زړونو کې خپل ځان ويني، باوري دی، چې د خپل ولس د باامنه راتلونکې خوبونه په خپله غيږ کې تعبيرولی شي؛ له بل اړخه، څه يې چې پرون ويلي وو پر همهغې تر ننه ولاړ دی، بين الافغاني تفاهم يې شعار وو او د جګړې دوام يې د هيواد په زيان باله؛ نن يې هم بين الافغاني تفاهم ته غاړه ايښې او په اور بند ټينګار کوي.

ډیری په دې اند دي، که مذاکرات نتيجه ورنکړي نو څه به کيږي؟! حزب اسلامي به کوم موقف غوره کوي؟ د تفاهم او مذاکراتو پر استمرار به ټينګار کوي او که وسله وال مخالفت؟ بايد په دې وپوهيږو، چې د هر اقدام پايله/ نتايج د الله په لاس کې دي. حزب اسلامي، افغان دولت سره د مذاکراتو قدم پورته کړ، دا چې برخليک، راتلونکی او پايله به يې څنګه وي؟ الهي مقدرات دي.

خو ولس ته په کار دي، چې د افغانستان د معضلې او بحران د حل په برخه کې هر څه دقيق وڅاري، ځانونه وپوهوي چې څوک د هيواد روښانه راتلونکې او ثبات ته ژمن دي او څوک د جنګ په دوام او لا پراختيا ټينګار کوي، ډيری وخت د ولس سترګو ته خاورې پاشل کيږي، مجرم د خپل جرم او ناروا کړنو پړه د بل چا په اوږو اچوي!!

د روانو مذاکراتو بڼه په دې توګه ده، چې اسلامي حزب د وړانديز او پيشنهاد په موقف کې دی او افغان دولت د رد او قبول په موقف کې؛ ويل کيږي، چې نږدې پنځه ويشت مادې د حزب اسلامي له لورې ګډ حکومت ته وړاندې شوي، چې تر اوسه پورې له ننګونو سره مخ دي، له بل اړخه مطبوعات هم پرې چوپ دي د نورو ګرمو موضوعاتو په څېر يې رسنيز کوي نه؛ په دې وروستيوو کې کله، چې د دويم باصلاحيته پلاوي ليدنه له ولسمشر سره وشوه، وويل شول چې: په دوه ويشت مادو باندې توافق شوی او يوازې درې مادې له چلينج سره مخ دي!!!

له بل اړخه حزب اسلامي د نږدې دوه زره بنديانو د ازادولو غوښتنه کړې، که مذاکرات نهايې پړاو ته ورسيږي نو د دوي اړوند ټول بنديان به ازاديږي؛ خو دغه قضيه هم کړکيچنه ده، که افغان دولت بندي سره تعامل د هغه د دوسيي له مخې وکړي نو بيا د حزب اسلامي ډير معتبر بنديان نه شي ازاديدلی، ځکه د حزب اسلامي اکثريت بنديانو په زندان کې خپل ځانونه د نورو جرياناتو پورې تړلي او د هغوي دوسيي د حزبي بنديانو نه دي. د دې وجه داده، چې د حزب اسلامي جنګياليو ته به په تربيوي او نظامي درسونو کې توصيه کيدله، چې د نيول کيدو په وخت بايد خپل ځانونه حزبي مجاهدين معرفي نه کړي، د دې لپاره چې په زندانونو او محاکمو کې له حزبي مجاهدينو سره زشت چلند کيده، دوي دا کار په دې خاطر ترسره کاوه، چې په زندان او محاکمو کې پخوانيو کمونستانو به له دوي سره ډېر بې رحمانه او غير عادلانه چلند کاوه. هغه بنديان چې ځانونه يې غير حزبي معرفي کړي د هغوي په نسبت، چې حزبي بنديان دي له ډيرو اسانتياوو سره مخ دي؛ له يو اړخه يې د قيد موده کمه او له بل اړخه په رنګارنګ عنوانونو بېرته له زندانه راازاد شوي!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

یوځل مې ناببره دحکمتیار صاحب له زامنوسره دیوملګري په توسط ملاقات وشو چې دهغوی په کور کښې ورسره میلمانه شوو، غرمه مهال وو تر ماسپښین بورې له هغوی سره پاتې شوو هغوی مونږ ته دحکمتیار صاحب څو تالیفات اوژباړې راکړې ، نو مونږئې دتالیفاتو ترڅنګ ډیر ستاینه پدې وکړه چې حکمتیار صاحب دنورو راهبرانو په خلاف خپل حریت وساته دپردبو غلامې ئې ونه منله ستونزئ ئې برداشت کړې خو له خپل دریځ څخه ونه ګرځیده، اویقینا چې زما پدغه صفت خوښ وو، خودوخت په تیریدلوسره دحزب ډیر منسوبین له حزب څخه باغیان شول او دغوائې لکۍ ئې ونیوله اوس په… نور لوستل »

جمال الدین کبیر

سلامونه او نیکی هیلی
ښاغلی محترم عبیدالله ساحل
ډیره مهمه او ښه لیکنه مو کړی. مهم ټکی کی مو پکښی راټول کړی.تاسی د بندیانو قضیه هم یاده کړی. انشاءالله د حزب اسلامی ټول بندیان به راخلاصیږی که هغه د هر ډلی په نوم وی. او دا به کومه ستره ستونزه نه وی حزب اسلامی ته.
زما او ستا نږدی ملګری هم د یوی ډلی په نوم بندی شوی.الله دی راخلاص کړی.
مننه نن اسیا چی د جزب اسلامی اړوند لیکنه یی خپره کړه.
والسلام

غوربندي

د حزب اسلامي مذاکرات؛ تمې او ننګونې

مذاکرات: د تسلیمی وروستی پړاو
تمې : انا لله و انا الیه راجعون
ننګونې: د طالب سپېڅلی مقاومت، شمال جنایتکاره ټلواله او مجرم کمونستان

khalid

دا حزبیان لا خبری هم کوی تاسو باور وکړی شرم ورته پکار ده پدی متضادو او دوه مخه دریځونو اما دا زما له خوا ورته چی یو وخت ددوی د خواخوږی په حیث پاتی شوی یم مشوره ده چی نور لدی دریځونو لاس واخلی کنی نور به هم له رسوایی او شرمندګی سره مخیږی او حزب به یی د راټولیدو په ځای نور هم د پاشل کیدو او ګوښه والی خوا ته ځی تاسی باور وکړی چی حزبیانو له پخوا نه ډیری خامیانی درلودی اما ما یی په ضد خاص پدی وجه خبری نه کولی چی دا حزب یو وخت… نور لوستل »

جمال الدين صغير

وروره دلته دې بيا خپل حزبيتوب کړی، تاسو د اشرف غني غوندې تيوريانې سمې واياست، خو عمل ۹۰ سلنه سرچپه، حزب خو د افغانستان روان جنګ کې دومره د امريکا خلاف ونه جنګېد، څومره چې د مسلمان ورور طالب خلاف وجنګېد، د افغانستان له ټولو سپکو خلکو (اربکيانو) سره يوه کتار کې ودرېدل او د طالبانو خلاف يې جګړه وکړه، خدای ته وګورئ، خپلو ښو ته ښه او بدو ته بد وواياست، د خلکو سترګو ته د خاورو شيندلو هڅه مه کوئ. دا نو اوس دليل دی چې تاسو واياست چې جګړه بين الافغاني ده؟ امريکايان لکه چې د انجنير… نور لوستل »

ahmad

عبیدالله ساحل ته غواړی چی غر په بر پټ کړی خلکو ته دومره کم مګوره چی ګویا اوس به هم خلک حزب سلامی نه پیژنی داخوبونه دی ځان سره ووایه چی وخت دی خوشاله تیر شی خلکو سره یی مه شریکوه ګلبدین اکا دی دومره لړل کړی والله که یی پاک هم کړی شی بیځایه یی په خلکو ولی سپکوی او دومره عشق مکوه دنیا کی چی دخپلی معشوقی مرداریو ته دی هم دګلونو حیثیت ورکوی

ساحل

عبیدالله صاحب ! چوپ شه ، امریکا د خپلو دجالی جنتو دروازی خلاصی کړی وی ، هر چا پکی تر پوزی ناولتیا تر لاسه او تر نسه کړه ، یواځی چه پاتی ووم هغه زه ووم ، د حزب مشر ماته معلوم وو چه کرزی ورته د اربکی ملیشو د مشری د پاره د کابل بینګ دروازی پرانیستلی وی ، فیروزی خپله د حزب لوړپوړی غړی دی ، اوس د حزب سلامی د پاره شهرکونه جوړوی ،ځینو خلکو راښکاری ته کړو مګر غنی ورباندی لمن وغوړوله . حزب سلامی او حکومتیار خو بیچاره رسوا رسوا شو ، او بیا د… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x