مصر - په وینو او لمبو کي

مصر: دپوځ په ډزو 300 مظاهره كوونكي وژل شوي او تر دوه زره زیات ټپيان دي

د میدان رابعه العدویه څخه چیري چي د مرسي پلویان را ټول شوي، او د یوې میاشتي څخه زیات مسلسل په مظاهرو بوخت دي، نن د مصر فوځ او پولیسو ورباندی مسلح برید وکړ، او د اخوان المسلمین د رسمي څرګندونو کي ویل شوي چي ۳۰۰ تنه مړه او تر دوه زره زیات ټپيان دي.

بل خوا ددې تر مخه د رابعة العدوية په ميدان کې دګرځنده روغتون ترتيبوونکی دکتور يحيی مکية ادعا کړې وه چې د مصري فوځ په ډزو دشهيد شويو مظاهره چيانو شمير ۲۲۰۰ ته او د ټپيانو شمير ۱۰۰۰۰ ته پورته شوی. خو ددې عدد تاکید تر اوسه چا نه دی کړی.

د الجزیرې تلويزون ته د اخوان المسلمين يو مشر البلتاجي مخکي ویلي وه چي ۳۰۰ تنه مړه او تر ۸۰۰ زیات ټپيان شوي دي.

ديادونې وړ ده چې نن سهار وخته دمصر فوځ د ليرې کړی شوي ولسمشر حافظ محمد مرسي په ملاتړه مظاهره چيانو باندې ناتاره ډزه پيل کړي چې تراوسه پورې دوام لري،

الجزيره تلويزون هم دکتور مکية ته منسوب خبر نشر کړی او زياته کړې يې ده چې دوی د طبي مرستو دهيئت له رئيس دوکتور محمد سلطان سره دتماس نيولو هڅه وکړه ترڅو دخبر په اړه دهغه دريځ څرګند کړي خو هغه له الجزيرې سره له خبرې کولو ډډه وکړه او خپل مبايل يې بند کړ.

د اخوان المسلمین د نائب خیرت الشاطر لور او زوم یی هم په رابعه العدویه میدان کي شهیدان شوي دي، او د بلي خو د البلتاجي لور هم په دغو بریدونو کي شهیده شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x