
اتلتیکو ماډرېډ د چمپینز لیګ پایلوبې ته لار وموند
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): تیره شپه د چمپنیز لیګ په نیمه پایلوبې کې د بیرته تګ په مرحلې کې یو ځل بیا بایرن مونیخ او اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې سره مخامخ شول. دغه لوبه ۲-۱ سره د بایرن مونیخ په ګټه پای ته ورسیده.
له دې څخه وړاندې د اتلتیکو ماډرېډ او بایرن مونیخ لوبډلو تر منځ ترسره شوې لومړۍ نیمه پایلوبه د ۱-۰ په توپیر سره د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې په بریا پای ته رسیدلې وه.
د لوبې په ۳۱مه دقیقه کې د اتلتیکو خیمنز د کاستان په وړاندې خطا ترسره کړه او په دې ډول ژابی الونسو ته شوټ وهلو موقع ورکړل شو. د الونسو شوټ له خیمنز سره تر لږیدو وروسته ګول شو.
بله پیښه چې کولی شو دغه لوبه د بایرن مونیخ په بریا پای ته ورسوي د لوبې په ۳۴مه دقیقه کې ترسره شوه. یو ځل بیا د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې خیمنز د جریمې په ساحه کې د مارتینز په وړاندې خطا ترسره کړه چې د لوبڅار لخوا د بایرن په ګټه پینلټي ورکړل شو خو د اتلتیکو ماډرېډ دروازه ساتوونکی وتوانید د دغې پینټلۍ مخه ونیسي.
د لوبې لومړۍ نیمايي ۱-۰ سره د بایرن مونیخ په ګټه پای ته ورسیده. د لوبې په دوهمه نیمايي کې هم د بایرن مونیخ لوبډلې د لوبې د لومړۍ نیمايي په څیر لوبه پیل کړه.
څو دقېقې وروسته د اتلتیکو ګريژمان خپل ملګری تورس ته غوره پاس ورکړ او نوموړی وتوانید د اتلتیکو لوبډلې لپاره لومړی ګول ترسره او دغه لوبه یو ځل بیا مساوي کړي.
د لوبې په ۷۴مه دقیقه کې د بایرن مونیخ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی روبرت لواندوفسکي د سر له یوې ښکلې ضربې سره د بایرن مونیخ لوبډلې لپاره دوهم ګول ترسره کړه.
د لوبې په ۸۴مه دقیقه کې د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې د لوبڅار د غلطې پریکړې له امله پینالټي ترلاسه کړه خو د بایرن مونیخ د لوبډلې دروازه ساتوونکی له خپلې دروازې څخه ساتنه وکړه او ګول ترسره نشوه.
په پای کې دغه لوبه د ۲-۱ په توپیر سره د بایرن مونیخ په بریا پای ته ورسیده. د دواړو لوبو د ګولونو شمیر ۲-۲ سره مساوي شوه خو له دې امله چې اتلتیکو ماډرېډ د بایرن مونیخ په کور کې د دغې لوبډلې په خلاف د ګول په وهلو بریالی شوی و د نیمه پایلوبې ګټوونکی اعلان شو او پایلوبې ته ووت.
نن د شپې په ۱۱:۱۵ بجو د ریال ماډرېډ او منچستر سیټي تر منځ لوبه ترسره کیږي چې د دغې لوبې ګټوونکی به په پایلوبه کې له اتلتیکو ماډرېډ سره مخامخ کیږي. د ریال ماډرېډ او منچستر سيټي لومړۍ لوبه ۰-۰ سره پای ته رسیدلې وه.