افغانستان

طالبان: تېره میلادي میاشت کې تر ۴۰۰ ډېرو دولتي مامورینو دندې پرېيښې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي په تېره میلادي میاشت کې توانيدلي چې تر ۴۰۰ ډېر دولتي مامورین چې نږدې ټول يې په نظامي برخه کې پر دندو بوخت و، له خپلو دندو زړه توري کړي.

دوی د خپل بلنیز کمیسیون په میاشتني راپور کې ویلي چې په اپريل میاشت کې يې ۴۰۶ تنه دولتي کارکوونکي د خبرو له لارې « د حقایقو درک» ته متوجه کړل.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دوی ته د تسلیم شويو نظامي ځواکونو لنډ شهرت هم خپور شوی دی.

دوی وايي چې دغه ۴۰۶ تنه « د کابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونو کي په کاربوخت وو د حقایقوپه درک کولو د دغه فاسدرژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول .»

که څه هم طالبان د هرې میاشتې په پای کې د خپل دعوت، ارشاد، جلب او جذب د کیمسیون میاشتنی راپور خپروي، خو دولتي اړخ يې په اړه کله هم کومه تبصره نه ده کړې، خو په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره بیا کله کله د امنیتي ځواکونو د لیکو د کمزوري کېدو خبر ورکړي.

طالبانو د ورته تسلیم شویو عسکرو په اړه ویلي چې د مشرانو يې هرکلی کړی «انعامونه اوجایزې یې ورکړې او د دوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل او دافغانستان اسلامي امارت د مجاهدینو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x