افغانستان

فینلنډ له ۷۰۰۰ افغان کډوالو یوازې ۳۰۰۰ ته پناه ورکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه، ۱۳۹۵ل): د فینلنډ حکومت وايي چې په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو له ډلې به ۳۰۰۰ ته په دې هېواد کې د اوسېدو اجازه ورکړي.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزیره چې په کابل کې يې رسنیو ته خبرې کولې وايي چې په فینلنډ کې ۷۰۰۰ افغان کډوال مېشت دي چې دوی يې یوازې ۳۰۰۰ کډوالو ته پناه ورکولی شي.

پیوي نیرګ چې افغانستان ته په رسمي سفر راغلې په ارګ کې د ګډ جکومت له چارواکو سره منلې چې د کډوالو په اړه به پورته پرېکړه عملي کړي.

د هغې په خبره تر اوسه د ۷۰۰۰ افغان کډوالو دوسیې څېړلې چې یوازې ۳۰۰۰ کډوالو ته به د اوسېدو اجازه ورکړي.

د فینلنډ د کورنیو چارو وزیرې نه دي ويلي چې د ۴۰۰۰ پاتې افغان کډوالو برخلیک به څه وي، خو ويې ويل چې له افغان چارواکو سره به په راتلونکې د کډوالو په اړه یو هوکړه لیک لاسلی کړي.

ياده دې وي د ګډ حکومت له پیل سره زرګونه افغانان له ناقانانونه لارو اروپايي هېوادونو ته لاړل چې ګڼ شمېر يې په سختو لارو کې د مرګ تر کومې ورسېدل.

وړاندې تر دې د کډوالو چارو وزیر ویلي و، چې ډېر ژر به په افغانستان کې د انساني قاچاق مخه ونیول شي او عاملین يې به د قانون منګولو ته وسپارل شي، خو لا هم دا لړۍ ګړندۍ روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x