مصر - په وینو او لمبو کي

د مصر تازه احوال – الجزیره مصر مباشر تلویزون په ژوندۍ بڼه

نن د مصر فوځ چي مشري یی وزیر دفاع عبد الفتاح السیسي کوي، د مصر په مختلفو میدانونو کي کي د پخواني ولس مشر دکتور مرسي پلویانو باندي مسلح برید وکړ، چي له کبله یې په رابعه العدويه میدان کي لږ تر لږه ۳۰۰ تنه مړه او تر زر زیات ټپيان شول، او لا ډزي او کړکیچ دوام لري.

له بلي خوا د مصر په یوه بل میدان محمد محمود کي هم تر څلویښتو زیات مړه او تر زر زیات ټپیان شوي دي، او هم په النهضه میدان کي زیات شمېر مظاهره چیان مړه او ټپيان دي.

تر اوسه د مړو او ټپيانو دقیق شمېر نه مالومیږي، ځکه هر طرف کوشش کوي چي د مړو په شمیرو لوبي وکړي، او کم او زیات یې وښيي، خو ډیري داسي ویډیوګاني نشر شولې ،چي په کښي مصري فوځ پر عوامو او غیر مسلحو کسانو مخامخ ډزي کوي، د هغوی خیمو ته اور اچوي، د ښځو او ماشومانو سره پر تشدده چلند کوي، او د لوړو بلډنګونو، الوتکو او زغروالو موټرو څخه هر خوا ډزي کوي، او اوښکي بهونکي ګازونه توغوي.

بل خوا د مصر د اخوان المسلمین یو مشر محمد البلتاجي اعلان وکړ چي دده لور هم په شهادت ورسیدل.

او ویل کیږي چي د اخوان المسلمین بندي مشر خیرت الشاطر لور او زوم هم په شهادت رسیدلی.

د مصر د تازه جریاناتو په اړه د الجزیره تلویزون خاص چینل جوړ کړی، چي نوم یی الجزیرة مصر مباشر دی، چي لاندي یی تاسو کتلای سئ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x