ټکنالوژي

لس کلن ماشوم انسټاګرام (Instagram) هک کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ټکنالوژي په دې دور کې د پیاوړو او مشهورو اپلکیشنونو هک کول ناشونی ګڼل کیږي خو په دې وروستیو کې د فنلینډ یو ماشوم ټوله نړۍ حیرانه کړه.

د فنلینډ یو لس کلن ماشوم چې جاني (Jani) نومیږي توانیدلی د انسټاګرام د اپلکیشن امنیتي نیمګړتیا پیدا کړي چې د دغې کار لپاره نوموړي ته ۱۰۰۰۰ امریکايي ډالره جایزه هم ورکړل شوی.

دغه لس کلن فنلینډي ماشوم توانیدلی په انسټاګرام کې د بګ (Bug) پیدا کولو سره د دغې اپلکیشن مرکزي سرور ته نفوذ وکړي. تر ټولو جالبه خبره دا ده چې جاني له دریو کالو راهیسې غواړي په انسټاګرام کې د ځان لپاره اکاونټ جوړ کړي خو د شرمیدو له امله دغه کار نه کوي.

تر ټولو جالبه خبره دا ده چې دغه لس کلن ماشوم سره له دې چې په دغه اپلکیشن کې اکاونټ نه لري بیا هم توانیدلی هغه امنیتي نیمګړتیا او بګ (Bug) چې د فیسبوک د انجینرانو پیاوړې ډله ترې خبر نه ول پیدا کړي.

د امنیتي نیمګړتیا له پیدا کولو وروسته جاني انسټاګرام ته ایمیل استولی او وروته د دغې امنیتي نیمګړتیا خبر ورکړی. د انسټاګرام انجینرانو یوې امنیتي پاڼې جوړولو سره دغه نیمګړتیا له منځه وړې.

د فیسبوک د قانون پر بنسټ هر هغه څوک چې د دغه مشهور او غښتلی اپلکیشن امنیتي نیمګړتیاوې پیدا کړي ورته جایزه ورکول کیږي. جاني ته هم د دغې امنیتي نیمګړتیا له پیدا کولو وروسته ۱۰۰۰۰ امریکايي ډالره جایزه ورکړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x