فلسطین غواړي راتلوونکو سیالیو لپاره يي افغانستان کوربه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د فوټبال فدراسیون رسمي پاڼې لیکلي چې د فلسطین د فوټبال فدراسیون د یوې رسمي لیک له لارې ترې غوښتي چې راتلوونکو سیالیو لپاره يي افغانستان کوربه شي.

فلسطین د فوټبال پیاوړې لوبډله لري چې توانیدلی د افغانستان او هندوستان لوبډلو ته هم ماتې ورکړي. د فلسطین لوبډله اوسمهال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۳۱ مقام لري.

د فلسطین او سوريي لوبډلې په نیږدې راتلوونکي کې له یو بل سره دوستانه لوبې لري چې له همدې امله د فلسطین د فوټبال فدراسیون د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه غوښتی چې د کوربتوب په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د دغه راپور پر بنسټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فلسطین لخوا استول شوی دغه لیک بهرنیو چارو وزارت ته استولی تر څو دغه وزارت ورسره په دغه برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې که چیرې د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین دغه غوښتنه ومني نو دغه فدراسیون تیار دی چې د فلسطین او سوريي د سیالیو کوربه شي.

د افغانستان لپاره د فلسطین د دغې غوښتنې منلو پر وړاندې تر ټولو ستره ننګونه امنیتي ستونزه ده چې له امله يي افغانستان په خپله خپلې نړیوالې لوبې په ایران کې ترسره کوي.

خو بیا هم که چیرې دغه نړیوالې لوبډلې د سیالیو لپاره کابل ته راشي نو په نړیواله کچه به د افغانستان د فوټبال لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د