
جنرال عبد الفتاح السیسي ته دفرعون لیک
نور مات یم درته پړ یم درته
دقساوت سیمي فاینل دې رانه وګټلو
ما یې که څه هم ځان ( معبود ) بللو
خو دنیل شنې غاړې شاهدې دي ، چې ستا غوندې ناترسه نه وم
مایې یوازې د ورڼیو هلکان وروژل
خو تا نښتر نښتر زلمي په وینو ولمبول
تا په سپین ږیرو شاجورونه تش کړل
او
تا د پیغلوټو په تنو بیلدوزرونه تېر کړل
سیسي !
دتجربې له مخې یوه خبره بله واوره !
لږ دې د وینو تنده وزغمه ، نورمخکې مه ځه
پوهیږې !
دا دموسی دا دخالد اسلامبولي وطن دی
دلته کوم قطب هم دوران تېر کړی
د نیل اولس تنها دښکار کبان هم مه انګیره
دغه څپې کله جسوره ماشومان هم راوړي
هسې نه ،
ږیرې ته دې لاس واچوي !!!
۲۰۱۳/۸/۱۵ میلادي