افغانستان

افغانستان له هند وغوښتل چې د ویزې ورکولو پالیسي بېرته اسانه کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په کابل کې د هند له سفیر سره لیدلي او ترې غوښتي چې افغانانو ته د ویزې ورکولو پروسیجر بېرته اسانه کړي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونو خپاره شوي چې په کابل کې د هند سفارت د پخوا په پرتله د ویزې ورکولو مقررات سخت کړی او ټول هغه کسان چې د ویزې تقاضا کوي، باید د یو هندي تبعه کس لخوا یې تصدیق کړي.

د بهرنیو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال ډاکتر نصیر احمد اندیشه د هند له سفیر منپریټ وهرا تر منځ په لېدنه کې ښاغلي اندیشه ویلي چې په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې د هند سفارت د ویزې د صادرولو پالیسي ته بدلون ورکړی دی او دغه راپورونو د خپریدو له کبله عامه افکار له اندېښنې او پریشانۍ سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل چې «هیله من یو څو د هند جمهوریت سفارت د تېر په شان د افغانانو ستونزو ته په پاملرنې سره هغوی ته د ویزې په ورکولو کې ډيره همکاري وکړي».

په عین حال کې په کابل کې د هند سفیر بیا دغه راپورنه رد کړي او په وینا یې د ویزې د صادرولو په پالیسۍ کې هېڅ بدلونه نه دی رامنځ ته شوی، بلکې د ښه نظم رامنځته کولو او فرصت طلبه کسانو له ناوړه ګټې اخېستو څخه د مخنیوي په موخه یو لړ نوي مقررات په پام کې نیول شوي دي.

هغه ویلي چې له دغو مقرراتو له منځه د اړتیا وړ بشپړ سندونه او د ویزې غوښتنلیک په فورمو کې د دقیقو معلوماتو درجول دي.

هندي سفیر افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې د ناروغانو لپاره د ویزې صادرولو پروسیجر د تېر په څېر دی او هېڅ بدلون په کې نه دی رامنځ ته شوی.

تر دې وړاندې تېره یکشنبه د بهرنیو چارو وزیر د مشرانو جرګې په یوې استجوابیه غونډه کې سناتورانو ته ژمنه ورکړه چې د هند دویزو د صادرولو ستونزه به ژر تر ژره خلاصه کړي.

رباني ویلي وو چې هند له دې کبله د ویزې صادرولو پروسیجر سخت کړی چې ګاونډي هېواد اتباعو افغاني پاسپورتونه اخېستلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x