fbpx

د نجونو د مسمومیت په معما کې د حکومت بیوسي

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: له تیرو ۱۲ کلونو راهیسې هرکال د نوي تعلیمي کال له پیلیدو سره سم په هیواد کې د ښځینه زده کوونکو د نامعلوم مسمومیت لړۍ پیل شي.

یوه ورځ په پلازمینه کابل کې په لسګونو زده کوونکي نجونې مسمومې شوې وي ، بله ورځ په کندهارکې، بله ورځ په ننګرهار ، بله ورځ په مزار او…

د یادې معما په پیل کې خو د هغې پړه هم لکه د نورو سلګونو ستونزو هغه پر وسله والو طالبانو وراچول کیده خو اوس چې د هغې عمر د ښاغلي کرزي او اشرف غني د حکومتونو ترعمر هم لوړ شو ګډ حکومت یې په اړه بي تفاوتي غوره کړې.

د نجونو د مسمومیت وروستۍ پیښه نن د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې منځته راغلې چې د نجونود يوه ښوونځي ١٢٠ زده کوونکې مسمومې شوې او روغتون ته لېږدول شوې دي.

پوښتنه دا ده چې ولي حکومت د دغه ډول خطرناکې پیښې په مخنیوي کې چې په تیرو ۱۲ کلونو کې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې تقریبا سلګونه ځله تکرار شوې ناتوانه او یا هم بي تفاوته پاتي دی؟

ایا ریښتیاهم هغه داسې لاعلاجه صحي ستونزه ده چې د حکومت صحي چارواکي یې له مخنیوي څخه عاجز دي؟

ایا حکومت دې پیښې ته ریښتیاهم د یوې روغتیايي ستونزې په اهمیت قائل او دهغې د مخنیوی لپاره يي تر اوسه کوم اقدام کړی دی؟

که واقعا هم دا یوه صحي ستونزه وي ایا د هغې د رامنځته کیدو ځای یواځي افغانستان دی او که دهغه په ګاونډ کوم بل هیواد کې یې هم نښې لیدل شوي؟

ایا ریښتیا دا مسمومیت یواځې په ښځینه زده کوونکو اغیزکوي ،نور په عین ښونځي کې نه نارینه زده کوونکي او نه هم د نجونو نارینه ښوونکي ورباندې اخته کیږي؟

حکومت او دهغه لومړي نمبر چارواکي د اساسي قانون له مخې د هیواد والو د هرډول تحفظ او خوندیتوب مسؤلیت لري، خو له بده مرغه چې د ګډحکومت چارواکي د اساسي قانون په شمول هرډول قوانین یواځې د خپل واک او ځان ساتنې لپاره مرعي الإجراء ګڼي نور که پر ولس هرڅه تیریږي دوی یې په اړه د هیڅ ډول قانوني او اخلاقي مسؤلیت احساس نه کوي.

ولس مشر اشرف غني چې کله هم له دغه ډول لاینحله مشکل سره مخ شي په خپلې بي اغیزې وینا کې یواځې د سترګو په برګولو او احساساتي چیغو وهلو سره د ځان مسؤلیت پوره بولي.

که ولسمشر ریښتیاهم ځان د یوه مسؤل حکومت مشر بولي هغه باید تر هرڅه وړاندې په ښوونځیو کې د ښځینه زده کوونکو د مسمومیت د پریشانوونکې ستونزې په مخنیوي کې عاجل اقدام وکړي ، تر څو له یوې خوا په ښونځیو کې د ښځینه زده کوونکو ژوند خوندي او له بلې خوا د هغوی کورنۍ په ډاډمن حالت کې خپل اولادونه د زده کړې لپاره ښوونځیو ته ولیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د