ورزش

کرکیټ نوې درجه بندۍ کې افغانستان په لسم نمبر ټینګ او پاکستان نهم ته راښکته شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د کرکیټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په نوې درجه بندۍ کې افغانستان خپل لسم نمبر مقام ټینګ کړی خو پاکستان بیا نهم مقام ته راښکته شوی دی.

افغانستان پر دې سربېره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هم خپل نهم مقام ټینګ ساتلی دی خو د ریټينګ (یا تصنیف) پواینټونه یې له ۸۰ څخه ۷۸ ته راښکته شوي دي.

خو تر ټولو ستره ضربه د ۱۹۹۲ کال نړیوال جام اتل پاکستان ته رسېدلې چې د اتمې درجې څخه نهمې ته ښکته شوی او ورسره په ۲۰۱۹نړیوال جام ته وتلو خطر سره هم مخامخ شوی دی.

پاکستان پر دې سربېره په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې اووم مقام ته راښکته شوی دی.

د کرکیټ نړیوالې شورا د قوانینو له مخې د ستمبر ۳۰مې ۲۰۱۷ پورې له کوربه انګلستان پرته په نړیوالې درجه بندۍ کې لومړني ۷ لوبډلې مستقیما نړیوال یو ورځېني جام ته غوره کیږي او پاتې دوه لوبډلې به په ۲۰۱۸ز کال د غورواي لپاره لوبې کوي.

په نوې درجه بندۍ کې د اپریل ۲۰۱۴ -۲۰۱۶ پورې لوبې شاملې شوي دي. که افغانستان سږ او را روان کال ډيرې لوبې وکړي او ورسره مقابل لوری مات کړي، نو تمه ده چې په درجه بندۍ کې به مخ پر وړاندې ولاړ شي.

د نړیوالو یو ورځېنیو لوبو په نوې درجه بندۍ کې استرالیا په لومړي، نیوزیلینډ په دوهم، جنوبي افریقا په درېيم، هند په څلورم، سري لنکا پنځم، انګلستان شپږم، بنګلادیش اوم، ویسټ انډيز اتم، پاکستان نهم او افغانستان په لسم نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x