نظــر

د نیل ټاټوبئ په اور او وینو کې

د نیل د تاریخي ټاټوبي د اوسیدونکو لپاره د انقلاب  د بریا خوښیو ډير لږ دوام وکړ، یو ځل بیا دې تاریخي هیواد ته اور او وینو کډه وروړې او تش لاسي مظاهره کوونکي د فوځ تر ټانګونو او بلدوزرو لاندې ساه ورکوي .

د چهارشنبې ورځ د مصر په سیاسي تاریخ کې یوه توره او ترخه ورځ وه .

په وینو لړلي ځوانان ماشومان او میرمنې ،په سلګونو او زرګونو جنازې ،زګیروي چیغې فریاداو بلآخره د فوځي حکومت اعلان هغه څه نه ؤ چې د مصر خلکو ېې د پخواني دیکتاتور په وړاندې له خپل انقلاب تمه درلودلې وي .

یو ځل بیا پر مصر فوځيان واکمني کوي ،د مصر په هر ډګر کې په خلاص مټ پریکړې کوي ،که څوک وژني که څوک نیسي خپله خوښه ېې ده او دا دئ اوس د خپلو دا ډول خپل سرو اقداماتو د توجیه او قانوني ګرځولو لپآره ېې فوځي حکومت هم اعلان کړئ او یو ځل بیا پر مصر بیړنئ حالت واکمن شوئ

پرون ډير دولتي او اداري مرکزونه په تیره د اخوان المسلیمن ډلې اړوند ادارې د فوځ او مظاهره کوونکو تر منځ په نا انډوله نښته کې وسوځول شول حتې د مصر ډيرو شخصي او سوداګریزو ودانیو او د خلکو موټرو ته هم په لوی لاس اور واچول شو.

دا هغه ورځ وه چې د ټول مصر له فضاء د دود او اور له لوخړو او بویونو تر څنګ د ځوانانو د وینو بوی هم سپوږمو ته رسیده او آسمان ېې نیولئ ؤ .

تیره ورځ د مرسي پر پلویانو د امنیتي ځواکونو بریدونو د اخوان المسلیمن او د مرسي له پلویانو سر بیره د فوځيانو د حکومت پلویانو ته هم ناوړه پيغام درلود چې مصر نور د داخلي جګړې په ګرداب کې د لویدو په حال کې دئ .

بیا هم په مصر کې د پخواني دیکتاتور د مهال په څير د یوې میاشتې لپاره فوځي حکومت اعلان شوئ او فوځيان کولای شي له محاکمې او تور پرته خلک ونیسي وځپي او ووژني .

د مصر هغه فوځ چې امریکا ورته په کلني ډول تر یو نیم میلیارد ډیر ډالر ورکوي د دې هیواد د لومړي منتخب خو لرې کړل شوي ولس مشر د پلویانو پر سوله ایزو مظاهره کوونکو د اور مرمیو او باردو لرونکو ټوپکو خولې را پرانیستې او له هغوی سره تاوتریخجن تند او ظالمانه چلند کوي .

په همدې حال کې د مصر د کورنیو چارو وزارت په دې هیواد کې د هر ډول اعتراض په وړاندې خبردارئ ورکړئ او د خپلو مخالفانو د نیولو او زنداني کولو لړۍ ته ېې هم سخت زور ورکړئ .

دا ټول هغه موارد دي چې کټ مټ د حسن مبارک د واکمنۍ په پړاو کې ورسره اخوان المسلیمن مخ ؤ .

 دې موضوع ته په پام سره دا پوښتنه مطرح کیږي چې آیا مصر یو ځل بیا خپل تیر او تاوتریخجن تاریخ ته ورګرځيدلئ

تر دې هم بده دا چې دا ځل د مصر پر خلکو دا ظلم او تیرئ د خپل فوځ له خوا تر سره کیږي او د مصراو اسلام  دوښمنان ېې په سړه سینه ننداره کوي .

دا ځل د مصر ټاټوبئ د داخلي جګړې له ګواښ سره مخ دئ اوس سیالې او رقیبې ډلې د فوځي او وسله والې نښتې پړاو ته ننوځي فوځ او فوځيانو خو په ښکاره د معترضانو په واندې وسلې را اخیستې او په بې دریغه ډول خپل مخالفین وژني او ځپي .

اخوان المسلیمن ډلې هم ټينګار کړئ په هیواد کې د مشروعیت او مرسي تر بیرته واکمنیدو به خپل پاڅون ته دوام ورکړي .

داسې ښکاري چې د هرې ورځې په تیریدو سره د مصر د سیاسي جوړښت د اغیزمنو څيرو تر منځ فاصله په زیاتیدو ده .

اوس مهال خو فوځ او وسله والو ځواکونو هر څه په خپل واک کې اخیستي او په دې هیواد کې لومړئ قدرت ګڼل کیږي لیبرال او دین ته نه پابند ګوندونه هم له فوځ سره ولاړ دي خو اسلامي ډلې او اسلام پاله خلک چې له دې وړاندې ېې په ټولو ټاکنو کې تر هر بل چا ډير وزن او ځواک درلود او د ملت ملاتړ ورسره ؤ د فوځ د ټوپکو او د لیبرالانوپه وړاندې د سر په سترګو خپل حق تر پښو لاندې بولي همدې موضوع یوه جدي شخړه را منځته کړې هغه شخړه چې تر یوې خونړۍ جګړې مخ ته تللې .

آیا د مصر لانجه به یواځې تر پرونۍ ورځې محدوده پاتې شي او د ارهټ کومه بله کوزه به وانه وړي .

مسلمه خو دا ده ، هغه ډلې چې د مرسي په وړاندې ېې د فوځيانو له کودتا وړاندې واک په لاس کې درلود لاس تر زنې به کینه ني .

که د مصر سیاسي ډلې او ګوندونه په لنډ مهال کې کومې موافقې ته ونه رسي حتماً به په دې هیواد کې د داخلي جګړې اور بلیږي په تیره دا چې د مصر فوځي واکمنو د اخوان المسلیمن ګوند د پلیوانو نیولو ته سخت زور ورکړئ خو مالومه ده چې اخوان المسلیمن به هم د دې په وړاندې آرام پاتې نه شي او د صبر کاسه به ېې آخر ډکه شي .

همدا اوس مهال په مصر او نوره نړۍ کې د زرګونو او لسګونو زره خلکو د صبر کاسې ډکې شوې دي په سترګو ېې وینې ور اوښتې چې دا په خپله په مصر کې د یوه بل لوی بدلون او اوښتون پيلامه ګڼل کیږي او دا هغه خوځښت دئ چې که په منطقي ډول ورسره چلند ونه شي په مصر کې به یو له بل سره د ډلو او ګوندونو خونړئ حساب کتاب د اوسنیو واکمنو او اوسنۍ بحراني وضعیت احتمالي پایله وي .

 ډآکتر عماد الدین پژمان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x