لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

دلته تش ورځي لمانځو

حاجي غلام محمد معصومي

په دي وطن کي هره ورځ  د يو چا لمانځغونډه وي  يا يي کليزه وي يا يي په ارتباط سيمينار نيول سوي وي ، ډوډۍ ګاني وي، مېلمستياوي وي د هوټلونو او راغلو ميلمنو لپاره تياري وي  تيره ورځ زه هم  د بيان ازادي د ورځي  په يوه لويه لمانځغونډه کي د کابل د کانټنينټل  په هوتل کي خبروم، خو له بده مرغه  ماته يو مشکل را پيښ سوي و ما ونه کولي سواي چي دې غونډي ته ور سم  په هر  حال  زه به خپل خبره د دي ځايه را شروع کړم، چي هر کال په افغانستان کي د مي ۳يمه  دمطبوعاتو د ازادۍ ورځي په نامه يا ديږي  او دلته د تير کال  د بيان د ازادي په اړه خبري کيږي خو د نور غونډو په شان  يوازي  غندل کيږي  او وويل سي چي تير کال  ناقضينو فيصدي  دومره وه سږکال دومره ده .

زه نه وايم چي دلته دي  د خبر يالانو سره تاوتريخوالي نه کيږي  په  ټول نړي کي  کيږي افغانستان خو يو داسي هيواد دي چي دلته د بيان ازادي  بيخي نوي خبره ده دا چي ۱۱۷ پيښي   په تير کال کي رامنځته سوي دي يوازي ۱۲ خبريالان وژل سوي دي  دا  هم  نوي خبره نه ده  خو ولي نه څيړل کيږي چيري   څنګه  ولي خبر يالان  ووژل سول ولي ونيول سول او ولي تاوتريخوالي ور سره وسو دوي مسلکي نه وه ؟

که مسوولين خبر نه وه ؟

هر کال خبريالانو د لمانځغونډه کي هم يوازي ارقام وايي  دا چي ميرويس  جليل ، عبدالصمد رو حاني ، اجمل نقشبندي، ذکي، اميد خپلواک ، او په لسهاوو نور خبريالان  چي يا زخمي سوي يا وژل سوي دي چا يي پو ښتنه  نه ده کړي  زما ښه په ياد  دي ما زيګري و،  لمر د غرونو پر سر و د کندهار ولايت هواي پل سره دعامي روغتيا رياست مخي ته  جاويد يازمي  چي د کانا دا  تلويزيون سره يي کار کاوه، د بګرام تر زندان  وروسته د ټولو خلګو مخ کي ووژل سو.  هغه وخت زما په ياد  دي چي د وخت چارواکو وويل  چي ډير ژر به يي قاتلان  ونيول سي  خو ونه نيول سول  هغه کال زه په خپل دفتر کي ناست وم چي سپين کوڅی بابا کوڅې څخه زما پر دفتر د کلاشنکوف ټکان  وسول، ما بريد کوونکي موټرسايکل سپاره کسان وليدل ، خو صحيح مي نه کړل د کوڅې خوا ته روان سول  ددفترهنداري مي ماتي سوي، مر مي دفتر په ديوالونو ولګيدې د هغه وخت  د کندها ردامنيي قومندان مطيع الله قاطع ما ته وويل چي موږ پلټني رواني دي هغه خلګ به ونيسو.

وروسته په وار وار د کندهار د امنيي قومنداني ما ته وويل چي د خپل ځان ساتني ته متوجه اوسه، همدارنګه  ملي امنيت رياست هم راته وويل چي تاسي  هر ځاي ته ځئ موږ په جريان کي اچوی،  خو ما دا کار ځکه ونه کړ، چي زما څخه خپل رسنيز کار پاته کيدی  او ټوله ورځ به مي د بريدګرو لاري څارلاي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د