
دا یی لا کومه دیموکراسی ده؟
په مصرکی د هغه هیواد پوځ یوځل بیا د مبارک ددوری یاد تازه کړ خو داځل یی ددیموکراسی د ټینګولو تر نوم لاندی داسی یوه جنایت ته لاس واچاو چی هغه به د تل لپاره ددیموکراسی په مخ داغ وی. د اګست په ۱۴مه نیټه ، د مصر فوځ د را بعه العدوی او النهضه په سیموکی دبی وسلو مظاهره کوونکو ګولی واورولی او د ۵۰۰ نه زیات یی شهیدان کړل . رپوټونه وایی د ۵۰۰۰ نه زیات یی زخمیان کړی دی خو دولتی راپورونه دشهیدانو او زخمیانو تعداد ډیر کم ښیی. د اخوان المسلمین منابع وایی ، ۲۲۰۰ کسان شهیدان شوی دی او د زخمیانو تعداد ۱۰۰۰۰ کسانوته ښیی. دمصر فوځ هغو خیمو ته هم اور ورواچاو کومی چی د زخمیانو تداوی کیدله او ډیر کسان یی د اور په لمبو کی وسول.
د مصر فوځ مشر عبدالفتاح سیسی د روان کال د جولایی د میاشتی په دریمه نیټه د هغه هیواد ولس مشر محمد مورسی له واک څخه ګوښه کړ او د هغه په ځای یی موقت حکومت اعلان کړ. هغه ادعا وکړه چی پدی کار سره یی د ولس غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی . خوله هغه وخته ، بیا تراوسه پوری چی د هغه هیواد د موقت حکومت له خوا کوم اقدامات شوی دی هغه ښیی چی دا ولسی پاڅون نه بلکی یوه عسکری کودتا وه ځکه اوس واک د مصر د پخوانی دیکتاتور حسنی مبارک د نظامی پلویانو او یا د هغه د ګوند غړیو سره دی.
د مصرد ۲۵ والیانو څخه چی د موقت حکومت له خوا مقرر شوی ، ۱۹ تنه یی عسکری جنرالان دی ، یعنی ۱۷ تنه یی عسکری جنرالان او دوه تنه یی د پولیسو جنرالان دی . پدی کی د محمود عثمان عتیق په نامه د سکندریی د والی مرستیال هم شامل دی چی په ۲-۱۱ کال کی یی د ښوونکو په مظاهره د ټوپک خوله اړولی وه او هغوی زاری ورته کولی چی ژوندی یی پریږدی. د قاهری نوی والی جلال مصطفی سعید د مبارک د ګوند یو مشر غړی دی. سعید د ۲۰۱۱ کال د انقلاب نه مخکی هم د مبارک په دوره کی د مصر دیوه ولایت والی و. ددی علاوه، یوازی هغه والیان پخپل ځای پاته شوی دی چی یا خو جنرالان او یا د حسنی مبارک طرفداران دی.
د مصر موقت حکومت د فوځ په مشوره او هدایت د اخوان المسلمین ټول هغه یوولس تنه والیان بر طرف کړی دی کوم چی د مورسی له خوا مقرر شوی وو. باید ووایو چی د تمرد په نامه د مورسی ضد پاڅون یو شکایت داو چی مورسی د مصر د ۲۷ والیانو څخه ۱۱ خپل کسان مقرر کړی دی او غواړی چی په مصر کی قدرت پخپل لاس کی واخلی . پدی وجه د بشر د حقوقو او دیموکراسی پلویانو په مورسی نیوکی کولی لاکن اوس چی د مصرنوی موقت حکومت د هغه هیواد ټول والیان عسکری جنرالان مقرر کړی او یا هغه قاضیان چی د مصر د پخوانی حکومت حسنی مبارک پلویان دی، همغه د بشر د حقوقو اداری او د ددیموکراسی پلویانو پری خوله پټه نیولی ده.
غرب هم چی ددیموکراسی ټیکدار ځان ته وایی ، د مصر نوی حکومت سره سر ښوروی او دیته عسکری کودتا نه وایی بلکی ولسی بدلون یی بولی. لاکن په رابعه العدوی او النهضه کی د قتل عام نه وروسته به د دیموکراسی سرخیلان اوس څه پرتوګ سکڼی؟
لیکوال: میوند احمدزی