نظــر

د ارګ بله ناوسي ، او د طالب بله کامیابي ..!!

لیکنه : موسی فرهاد

خبر مې واوریدی چې ارګ ته د نژدي منابعو په حواله ځینو رسنیو خپور کړی ، راغلی چې ارګ ځینو ځوانانو ته وړاندیز کړی چې په خواله رسنیو او نورو کې د طالبانو پرضد تبلیغاتو ته زور ورکړئ ، که څوک دا کار وکړي ارګ به هر سړي ته د میاشتي یاو ، دوا $700 امریکایی ډالره نغد معاش ورکړي ، ۷سوه ډالر چې د حساب په ماشین ووهی نو د یو عام افغان لپاره ښه تنخا ده ، خو داچې نسبت یې ارګ ته واخلي نو ډېر کم شی دی ، ولي چې ارګ ته خو له دباندي څخه ښه پریمانه ډالري راځي او هم په کور دننه کې هره ورځ پر خلکو ټیکسونه او مالیې ورزیاتوي ، او ارګ خو د هیواد د بیا ودانولو او نورو عام المنفعه پروژو لپاره هسي هم څه مشغله او مصرفیه نه لري . د مصرف ځایونه خو یې فقط همدا دوه دي : یو داچې چارواکي کوشش کوي چې څنګه په بهر کې د ځان لپاره شخصي سرمایی جمع کړي او بل داچې په دې پیسو څنګه د طالبانو مقابله وکړای شي ..؟

نو داچې ارګ په دومره لږه بودیجه باندي د وطن ځوانان د خپلي خاوري ، وطن ، دین ، جهاد او آزادي غوښتونکو مجاهدینو په خلاف ، او د ځان او د یرغلګرو ملګرو ملاتړ ته استخداموي ؛ نو دایی له ځوانانو سره جفا او د دوی له اقتصادي مجبوریته ناوړه ګټه اخیستل دی . نه باید د هیواد ځوانان خپل ضمیر ، وجدان او ایمان په دومره متاع قلیل باندي وپلوري او د نه بخښونکي ملي خیانت په دې ناوړه چاره کې ځان ورشریک کړي …!!

مایوسانه ابتکار

بله آساسي خبره دا ده چې (په پښتو کې یو متل دی ، وای اوبو اخیستی ځک ته هم لاس اچوي) د کابل رژیم له دې مایوسانه ابتکار نه داسی ښکاري چې په خرپ اوبو اخیستي دي .

لکه څرنګه چې په نظامي ډګر کې د یرغلګرو بــ52 جهازونو ، کروز توغندیو ، غرنیوټانګونو ډول ډول کمپیوټرایزډ وسایطو او وسایلو د ارګ ګوډاګیان د فدائی ، نفوذي او سنګري مجاهد له بریدونو ونه شوای ژغورلای ؛ او بالآخره یې د ایساف د پرمخ تللي پوځ پرځای ، پخواني ټوپکمار، جنکسالار او هرغل وغدوی راټول کړل د اربکي په نوم ملیشي یې تري جوړي کړي وسلي یې پري وویشلي چې ګواکي دا به مو وساتي ؛ خو هغوی هم پاتی راغلل ؛

دا رنګه په میډیایی ډګر کې هم دوی د مجاهدینو له رسنیز ګذاره دومره په تنګ شوي چې اوس په کرایه ځان ته خلک پیدا کوي ترڅو په فیسبوک کې د مجاهدینو مخه ونیسي، د امریکا او نوري غربي نړۍ په دې غښتلي ، پراخه ، او پرمختللي پرنټ او الیکټرانیک میډیا باندي هم د کابل ادارې درد دواء نه شو. چې اوس دومره واړه ابتکار ته اړ شول .

د یرغلګرو رسنۍ …

دا 15 کاله چې امریکا او ناټو د خپلو ګوډاګیانو لپاره کوم زور او زر په کار واچول ؛ لا بیا هم د کابل رژیم د هندوستان یوې زړي الوتکي ته ، د روسانو څو کلاشینکوفونو ته ، د پاکستان لخوا ۶عسکرو روزني ته دومره خوشحاله دی چې جشنونه ورته کوي .

د نړۍ وتلي خبري آژانسونه ، لکه رویټرز ، اي پی ، پرانس پریس ، ټلویزوني چینلونه ، لکه سی این این ، بی بی سي ، وایس آف امیریکا ، سی بی ایس ، فاکس ، سکائی ، فلان او فلان … ، راډیویی دستګاوي ، لکه بی بی سی ، آزادۍ ، امریکاغږ ، ډيوه ، او له دې ټولو نه را ټوکیدلي کورنۍ رسنۍ لکه : طلوع ، یک ، آرټی اِې ، تمدن ، ژوندون ، آریانا ، خورشید، یورپ، پیمان ، ملي او داسی نور … ویب سایټونه او ورځپاڼي ، لکه کابل پریس ، سرخط ، تاند ، پژواک ، روهي او په سلګونو داسي نور … دا ټول دا یوه نیمه لسیزه د همدې ادارې په ملاتړ او د طالبانو پرضد شپه او ورځ تبلیغات کوي ؛ خو نه یوازي دا چې طالبان او افغان ولس یې سره بیل نکړل ؛ بلکي ورځ تربلي د طالبانو ولسي ملاتړ او نړیوال حیثیت مخ پر ډېریدو دی .

په داسی حال کې چې د مجاهدینو رسنیز فعالیت د دوښمن په پرتله د نیشت برابر ؤ ځکه چې د دوی ږغ ، خبر او راپور اخیستل ، خپرول له لومړۍ ورځي د دښمن میډیا تحریم کړي دي، راډیوګاني چې عموماً په افغانستان کې یې خلک اوري ، خصوصاً بی بی سی ، امریکا ږغ او آزادۍ راډیوګانو ، دوی بیا خاص اهتمام کاوه چې د طالبانو ږغ او خبر تر ولس او دنیاوالو ونه رسیږي ، په دوی کې بیا ځیني داسی خبریالان هم شته چې د اسلام ، جهاد ، طالب او مسلمان افغان له کلماتو سره سخت حساسیت او ذهني عقدې لري ، د بېلګي په توګه د یوپخواني سپین ږیري غزلچي صدیق پسرلي زامن چې له بی بی سی ، آزادۍ او تاند ویب پاڼي سره د اینکرانو په رول کې دندي لري ؛ په طالبانو پسي خورا مخلصانه پروپاګند کوي ترڅو خپل یرغلګر ډونران او د ارګ چارواکي له ځانه راضي، او له طالبانو سره خپله د دښمنۍ عقده ژوندۍ وساتي. په همدې خاطر د نورو خبریالانو په پرتله دوی څو قدمه وړاندي دي .

د طالبانو د رسنیزي بریا راز

مګر له دې سخت میډیایی تحریم سره سره مجاهدینو وکولای شول چې د دښمن دا ټولي خوارۍ په اوبو لاهو کړي او دې حالت ته ځان ورسوي چې نن پر ارګ باندي ټولي لاري ودریدلي ، په خواله رسنیو کې د طالبانو له هجومي رسنیز فعالیت نه دومره په تنګ دي چې اوس په کرایه د وطن ځوانان استخدامول غواړي .
د دې لپاره چې:

« يُرِيدُونَ لِيُطْفِـُٔوا۟ نُورَٱللَّهِ بِأَفْوَ‌ٰهِهِمْ وَٱللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِۦ وَلَوْ كَرِهَ ٱلْكَـٰفِرُونَ » – الصف ﴿٨﴾

دوی غواړي د الله تعالی نور(دین-اسلام) په خپلو خولو خاموشه کړي . ولي، الله تعالی د خپل نور اتمام کوي، که څه هم کافران تري کرکه لري .

حقیقت دا دی چې دا خبره نوي نه ده چې نن یې ارګ د پیسو په بدل کې له ځوانانو غوښتنه لري ، دا خبره څوارلس سوه کاله وړاندي د مکي مشرکینو هم کړي چې له خپلو جاهلو شاعرانو او کاهنانو نه به یې غوښتنه کوله ، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم پرضد د هجوي (بدۍ) اشعار ووایی ، او په دوی پسي بدي خبري وکړي . د مشرکینو شعراؤو او ویونکو هم صرفه ونکړه ، څومره چې یې وس وو ؛ د محمدصلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله تعالی عنهم خلاف یې هغه ونه سپماوه ، مګر کار یې ورنکړ ، بلکي تنها ذلت یې په برخه شو.

او په مقابل کې یې یوازي د حسان بن ثابت ، عبدالله بن رواحه او کعب بن مالک رضی الله تعالی عنهم کلام ؤ چې پر کافرانو به یې د کاري غشي غوندي اثر پریښوده . د أم المؤمنین رضی الله تعالی عنها روایت دی چې یوځل رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رض ته وفرمایل : « اِهجُوا قُريشاً ، فإنّهُ أشدُّ عليهِم مِن رِّشقِ النّبلِ ». د قریشو (مشرکینو) هجو او بدي بیانوئ ، بیشکه چې دا پر هغوی ترغشي ډېر ګران تمامیږي .

نو اوسنۍ د ارګ موضوع هم کټ مټ همدې ته ورته ده ، د دومره اعلامي وسایلو باوجود ، دوی د مجاهدینو له دې مات ګوډ رسنیز فعالیت نه دومره ستړي شوي چې اوس په کرایه ځان ته فیسبوکي ځوانان لټوي …!

تاسو باور وکړئ ! د ارګ جعلي واکداران ، څومره چې ناري وهي ؛ ترهغه هم زیات په تنګ شوي دي ، دا ځکه چې د مجاهدینو په لږ کار او لږ جهادي فعالیت کې د الهي نصرت په وجه برکت او اثر زیات وي .

د جابررضی الله عنه روایت دی چې د غزوه أحزاب پرمهال ، آنحضرت صلی الله علیه وسلم حسان بن ثابت رض ته وفرمایل : «… اِهجهم أنت ، وسيعينك عليهم روح القدس » ته د دوی هُجوَ(بدي) بیانوه ، او جبریل علیه السلام ستا مرسته کوي .

د فکري لیکوالانو په مقابل کې اُجرتي فعالان..!؟

مجاهدین خو په هر ډګر کې مبارزه د ایمان او عقیدي پر بنا کوي ، د خپل دین، وطن او خپلي خاورې څخه دفاع پرځان باندي الهي فریضه ګڼي ، نو طبعاً یې په توره او قلم کې دومره ځواک وي چې د جانکیري او د هغه د اجرتي انډیوالانو خوبونه په ارګ کې هم نا آرامه کړي .

ارګ میشتي مفکرین نن سبا د مایوسۍ او ناوسۍ په یو رواني کشمکش کې را ایسار دي ، له همدې ځایه ده چې د ابتکاري ځواک ګراف یې تر نارمل حالت هم څو چنده را ټیټ سوی دی .

د هیواد ټولي ستري معضلې یې ذهن ته نه ورګرځي فقط په $700 جانکیري ډالرو باندي د فیسبوک لپاره د ماشومانو او ځوانانو د جلب و جذب کار یې په مخ اخیستی او همدا یې د ځان د نجات لپاره اهم ګڼلی دی .

خو دغه دونمبر مفکرین او حواریین یې باید په دې پوهـ سي چې د ایمان او وسلي نه سره کیږي . ستاسو په وړاندي طالب د ایمان او عقیدې په مټ جګړه کوي ، نه د اعلامي او پوځي آلاتو په زور ، او تاسو بیا چونکه له دغه معنوي ځواک نه په مطلق ډول د جانکیري په وجه عاري یاست ، نو ځکه مو په واک کې شته پریمانه وسایل په ښه نه درځي ، داسی فکر ونکړئ چې دا د 7$سوه ډالرو تنخواخواره فیسبوکیان به مو نو ترسر واړوي ،؟! د خواله رسنیو د مجاهدینو په وړاندي به هم داسی په ګونډو یاست لکه چې د فدائي ، نفوذي او سنګري مجاهد په مقابل کې سرنګون یاست …!! وماذلک علی الله بعزیز .

پای

موسی فرهاد
2016- مئ 5

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

مونږډکعب ابن أشرف او ابوجهل ورور ته وایو: دحسان قلم مات ندی عبدالله خولاژوندی دی// دمالک دزوی دشعر له لیندې غشي ویریږي: دحق پالو دقلم جهادي یون لا ګړندی دی // ته غږیږه دیورو اود ډالر په پردی ژبه : // دحق غږ بنده وی نشې استشهاد لابیړندی دی // ستاأجیر لیکوال خو لیک دکرایی په اندازه کړي:ځکه ئې هر ټکۍ اوبند په اوتو بوتو سمندی دی// رمونږ مل روح الامین دی هریو نثر،ترنم مو: ځکه جوړسیف البتار شي وارخطاء ئې هرپردی دی

ميرويس مجاهد

وَجَآءَ ٱلسَّحَرَةُ فِرۡعَوۡنَ قَالُوٓاْ إِنَّ لَنَا لَأَجۡرًا إِن ڪُنَّا نَحۡنُ ٱلۡغَـٰلِبِينَ (١١٣) قَالَ نَعَمۡ وَإِنَّكُمۡ لَمِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ (١١٤) ترجمه: او جادوګران فرعون ته راغلل وئ ويل زموږ لپاره به څه اجرت وي که چيري موږ غالبه شوو، (فرعون) وويل هو تاسو به له نيژدئ کسانو (درباريانو) څخه سۍ ۔ پام کوی ځوانانوچې سياسي رشوت وانه خلې: ګورې ګرانوځوانانو د ارګ زورواکانو د فرعون پاليسي په کار اچولو سره د سياسي رشوت ورکولو پريکړه کړې ده۔ په خداې قسم چې له کومه ځايه چې و دوې ته ډالر راځي هغه زموږ د وخت فرعونيان دي۔ داسې نه چې د لږ دنيوي… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x