افغانستان

څېړنه: راتلونکو ټاکنو کې تر نیمايي ډېر خلکو ګډون نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د فوکس ګروپ په نوم یوې ادارې د خپلې څېړنې په پایله کې ويلي چې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې تر نیمايي ډېر خلک ګډون نه کوي.

سرچينه کاږي چې دوی د ټول هېواد په ۳۲۳ ولسوالیو کې له لس زره پنځه سوه تنو څخه پوښتنې کړې دي چې تر پنځوس سلنه ډېرو يې له ټاکنو زړه تور بللی او وايي چې په راتلونکو ټاکنو کې به ګډون ونه کړي.

د فوکس ګروپ د څېړنې له مخې په پوښتل شویو کسانو کې ۵۲،۳۴ سلنه خلکو ورته ویلي چې دوی پر ټاکنو باور نه لري او نه به هم پکې برخه واخلي.

په مقابل کې يې ۴۷،۶۶ سلنه خلکو ویلي چې دوی راتلونکو ټاکنو ته تیار دي چې خپلې رايې ورکړې.

دا څېړنه په داسې حال کې د ټاکنو د زړه تورو سلنه لوړه ښيي چې په هېواد کې د امریکا په مشرۍ د ناټو بريدګرو له پیله پر دې ویاړ کاوه چې دلته يې ټاکنیز سیستم فعاله او خلک خپل استازي او مشران د رایو پر اساس ټاکي.

د دوه کاله وړاندې ناندریزو ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته په ولس کې د ټاکنو ارزښت را ټيټ شوی دی او انګېري چې هر څه د بل په لاس کې دي د دوی رايې کوم ارزښت نه لري.

ياده دې وي له قانوني اړخه باید تېر کال پارلماني ټاکنې ترسره شوې وای، خو د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون نه سمون او ځينې اقتصادي او سیاسي ستونزې د دې علت شوي چې ملي شورا په امتیاز کې یو بل کال وګاټه.

تر اوسه لا هم د اجراییه رییس او جمهور رییس تر منځ د ټاکنیزو کمیسیونونو اړوند ناندرۍ پای ته نه دي رسېدلي او نه هم د را روانو ټاکنو لپاره کوم تیاری تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x