افغانستان

حزب اسلامي به له حکومت سره په څو ورځو کې د سولې تړون لاسلیک کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه ۱۳۹۵ل): د انجنیر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان ډلې اړوند سرچېنو ویلي چې د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ ګډحکومت سره به په څو ورځو کې د سولې تړون لاسلیک کړي.

ایکسپریس ټریبیون پاکستانۍ ورځپاڼې په خپل یو راپور کې د حزب اسلامي (حکمتیار) د سرچېنو له قوله لیکلي چې له ګډحکومت سره په خبرو اترو کې اساسي پرمختګ شوی دی.

یادې ورځپاڼې د راپور پر اساس د رسمي موافقې تر لالسلیک کولو وروسته به حزب اسلامي له حکومت سره اوربند اعلان کړي.

د تېرو پنځه اونیو راهیسې د حزب اسلامي (حکمتیار) پنځه کیسز هیئت د سولې له عالي شورا سره په ۲۵ مادو مذاکرات کوي. د دغو ۲۵ مادو له منځه یې اهمې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالویش اعلانول، د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لیست څخه د حکمتیار او د حزب اسلامي د نورو مشرانو نومونه لرې کول، د حزب اسلامي ټول بندیان خوشې کول او د شمشتو کډوالو کمپ له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول او د دې لپاره په کابل، ننګرهار خوست او کندهار کې ښارګوټي جوړول.

ورځپاڼه مخکې لیکلي چې د امریکا او ملګرو ملتونو د تور لیست څخه د حکمتیار د نوم لرې کولو لپاره به افغان حکومت د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته د نوموړي د نوم د لرې کولو غوښتنه وکړي.

که څه هم حزب اسلامي د پخوا په څېر قدرت او زور نه لري خو د ګډ حکومت سره د دوی د سولې خبرې اترې هغه مهال اهمیت پیدا کړ چې طالبانو له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې.

د ولسمشر سلاکار او د حزب اسلامي مهم غړي قطب الدین هلال ویلي وو چې د ګډ حکومت سره تر موافقې وروسته به حکمتیار کابل ته راشي. حکمتیار چې د مجاهدینو په دوره کې لومړی وزیر و له ۲۰۰۱ز کال وروسته یې د ځای ځایګي معلومات نشته دی خو ځينې سرچېنې وايي چې له خپل زوم غیرت بهیر سره یوځای اوسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د شهادت په صفحه کی می یوه لیکنه چی عنوان یی ده (طالبان در حکمتیار زای ته نه دی رسیدلی) ولوستل تاسو یی هم لوست ته رابولم. د لیکنی مدعا پر دی ده چی د ملل متحد اداری په حواله د حزبیانو۵ وفد ته ویل شوی چی د مشر ورور له تور لیست سخه ایستل به په دوه مرحلو کی انجام شی هغه دا چی د القاعدی له لیست سخه به یی د طالبانو لیست ته راکشته کری….. په همدی زای کی حزب اسلامی دلیل نیسی او وایی چی وگوری طالبان له امریکایانو سخه په دشمنی کی تر حکمتیار مامان… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

د دغه لیکنی عنوان ( حزب اسلامي به له حکومت سره په څو ورځو کې د سولې تړون لاسلیک کړي) او د حزب نوم ( حزب اسلامی ) ناسمه دی . نوم یی ( حزب سلامی ) او غونډه یی د سولی نه د داعشی اربکیانو د نوی مشری ورکولو په خاطر وه ، هو د دغه ملیشو په وسلو او معاشو به توزیع کولو باندی د غلامانو او اوبادارانو سره اختلاف وو ، غلامانو او بادارانو غوښتل چه د داعشی ملیشو قومانده او برطی به د حزب سلامی له خوا مګر معاشونه او وسلی به د حزب سلامی په… نور لوستل »

احمد

استاد بیانزی صاحب کور دی ودان همداسی ده ۰امید ده چی دحزب اسلامی هغه مجاهد ورڼه چی دالله لپاره جنګیدلی وو روسانو او کمونستانو سره چی له دی ورسته د حکومت یار دناوړه اومنحوسو ارمانونو دپوره کولو لپاره خپل هغه صالحه اعمال ضایع نکړی درناوی

بی نوم

وبه ګورو چې څه پیښیږي، دا به ټول د وخت په تیریدو سره ځواب شي. د ع او غ څیرې خو معلومې دي، ستاسې په ژبه حکومتیار به هم خپله اصلي څیره را بربڼده او خلکوته ښکاره کړي. همدارنګه په دې تمه یم چې د طالبانو دا فی سبیل الله دعوتګر لکه بیانزی او فلانزی به هم معلوم شي چې دا د چا لخوا سپپپوررټ کیږي.

ساحل

احمد صاحب او مسلمانانو و رونو السلام علیکم ! د نړیوال کفر او د نړیوال غلامانو او بادارانو سره د دوی ددغه یوویشتمی پیړی په پرمختللو وسلو او وسیلو سره د طالبانو په شان د مادیانو له مخی کمزوری او بی اسری خلکو جنګ کول په خپله تر ټولو لویه مغجزه ده ، دا جنګ که د الله ج مرسته نه وی د طالبانو څه چه د امریکا په مقابل کی ټولی نړی نه شو تر سره کولی مګر اوس یی د طالبان د امریکایانو به مقابل کی چه ټوله نړی هم ورسره ملګری ده په بریالیتوب تر سره کوی… نور لوستل »

احمد جاوید

ټولو درنو وروڼو ته سلام علیکم زه په دې ډیر ځوریږم چې کله داسې ضد او نقیض لیکنې وګورم چې رموږ د وروڼو لخوا پوست کیږي، ماته د حیرانتیا او په عین حال کې د خوابدتیا خبره داده چې دا د انصاف تله چا موږته په لاس راکړې چې کله یو او کله هم بل پرې وتلو؟ د یوه مسلمان په توګه، آیا دا زموږ مسوولیت او رسالت دی؟ زه هیڅوک مستقیماْ نه ملامتوم مګر وړاندیز مې وروڼو ته دادی چې که لږ هم خپل ګریوانه تر سر ښکته کړو چې زموږ کړنې د خپل رب په وړاندې په کومه… نور لوستل »

ساحل

بی نوم صاحب ، لکه چه خوا دی ډیره بده شوی ، ستا د اعصابو ارامولو د پاره به یوه رپشتینی فکاهی درته ولیکم وایی به یو غریب کور غله راووښتی وو میرمن یی میړه ته وایی چه غله دی میړه یی ورته وایی صبر کوه وګورو چه دا څوک دی او څه کوی . میرمن یی ورته وایی وه احمقه د څه معلومات یی کوی خو هغه دی پوزه یی تړلی کور کی دی کونج په کونج ګرځی کوم څه چه د کار دی هغه راټَولوی چه کله یی راټول کړل بیا تاته کله صبر کوی ځی تښتی ،… نور لوستل »

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x