افغانستان

ننګرهار کې د اورګاډي د پټلۍ جوړېدو اړوند سروې پیلېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د اورګاډي د هغې پټلۍ د جوړېدو لپاره سروې پيلېږي چې جلال اباد به له پېښور سره ونښلوي.

په همدې مناسبت د دې پټلۍ د جوړونکي شرکت مشر وحیدالله اوریا خېل او د ټولګټو چارو وزارت سلاکار مسعود امین د ننګرهار له والي سره وکتل.

د عمر منشي اسوشیتس په نوم کمپنۍ چې په افغانستان کې يې مشري وحیدالله اوریا خېل کوي کې د دې ۱۵۰ کیلومټره پټلۍ د جوړولو لپاره مټې را بډوهلې دي.

اوریاخېل د ننګرهار له والي وغوښتل چې د دې پټلۍ د جوړېدو او په پیل کې يې د سروې لپاره د دوی مرسته وکړي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي د سرحدي لوا او امنیه قومنداني منسوبینو ته امر کړی چې له جلال اباده تر پېښوره د دې پټلۍ جوړېدونکې لاره وڅاري او د سروې ګروپ امنیت دې خوندي کړي.

اوریاخېل وویل چې د دې پټلۍ ۷۵ کیلومټره په ننګرها کې تېرېږي او د ټولې پروژې لپاره يې ۶۰ ميلیونه پاکستانۍ روپۍ ځانګړې کړې دي.

د هغه په خبره له سروې وروسته به د پروژې تکمیل اته میاشتې وخت ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x