fbpx

کابل کې دولت د مسجدونو امامان ګواښي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): پلازمېنه کابل کې دیني علما‌‌ء او د مسجدونو ملا امامان د هغوی د تقریرونو له امله له ګواښ سره مخ دي.

د حج او اوقافو وزارت دیني علما‌ء او د مسجدونو خطیبان پر «افراطیت» تورن کړي او ويلي يې دي چې د حکومت له جدي برخورد سره به مخ شي.

یادې سرچينې په ډاګه د کوم ملا امام نوم نه دی اخیستی خو په وينا يې کابل کې د مسجدونو امامان پخپلو تقریرونو کې «افراط» تبلیغوي.

دا په داسې حال کې دی چې پلازمېنه کابل کې نږدې ټول مسجدونه له دې وزارت سره ثبت او ملا امامانو ته میاشتني معاشونه ورکول کېږي.

وړاندې تر دې هم د کابل پوهنتون استاد معروف راسخ چې د دې پوهنتون د لیلیې مسجد خطیب هم و، د حکومت له لوري د «افراط» په تور ونیول شو.

د کابل ښار د دویمې حوزې اړوند د یو مسجد ملا امام وايي چې تېره اوونۍ يې د جمعې په لمانځه کې د کفر او اسلام تر منځ په توپیرونو بحث کړی و، چې د ده په خبره ښايي دا به حکومت ته افراط ښکاري.

هغه چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله وویل چې د مسجدونو خطیبان پخپلو خبرو کې ایاتونه او احادیث يادوي او د همدې پر بنسټ خپلې ویناوې وړاندې کوي، په خبره يې که حکومت يې افراط بولي نو د ایاتونو او احادیثو د بیان له امله دوی رښتیا هم افراطیان دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې دیني علماوو ته ګواښ کېږي، تر دې وړاندې په پارلمان کې هم پر دې موضوع بحث شوی و او ځينو وکیلانو پر دې اندېښنه ښوودلې وه چې د مسجدونو خطیبان د ایاتونو او احادیثو په رڼا کې دا حکومت نامشروع بولي.

د مسجدونو خطیبانو ته په داسې حال کې دا ګوتځنډنه کېږي چې تېره ورځ ولسمشر غني د بیان د ازادۍ پر ارزښت وغږيد او په هېواد کې يې د دې اصل ساتل خپله دنده وبلله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د