نظــر

د زرو قدر په زرګر وي، د کرزي په قدر هر څوک نه پوهیږي

karzai555
یو خو مونږ افغانان هم ډیر ناشکره خلک یو، هر چا ته د امریکا ایجنټ وایو، ته او خدای دا به کوم عاقل انسان ومني چې د ولسمشر کرزی په شان د د دنګې او ښایسته ځوانۍ څښتن سړی د امریکا ایجنټ وي! که څه هم اوس لږ سپین ږیری شوی تیره ورځ مې په طلوع تلویزون کې ورته پام شو، د شخصي محافظینو په مینځ کې روان وه، ما ته یې هغه د ۲۰۰۱ کال وختونه رایاد شول چې د امریکا د سپیشل ځواکونو په ډله کې یو یادګاري انځور اخیستی، هلته ډیر ځوان ښکاريده ږیره یې هم د ګرچاپیره ولاړو امریکایي سپیشل فورس عسکرو نه نسبتا توره وه.

آبله ورځ زه ناست وم او یو چا د کرزي غیبت کاوه، ما مخ ورواړاوه چې د کرزي په شان په وطن مین سړی به په ټول افغانستان کې پیدا نه کړې. څه یې ونه ویل خو په تمسخر یې وخندل، ما ته غصه راغله ورته مې ویل خانده مه، ما سره د خپلې خبرې د ثبوت لپاره ژوندي مثالونه شته. له شروع نه به یې راواخلو.

د کرزي له وطن سره مینې ته ګوره چې د طالبانو له سقوط نه آن یوه میاشت یا ډیر مخکې د امریکا نه راغلی وه او په کویټه کې یې د متحده ایالاتو په یوه پوځي اډه کې یې اړولي وه او د انتظار شیبې يې شمیرلې چې کله به افغانستان ازادیږي چې خپل ګران هیواد وویني او په لیدو یې سترګې یخې شي. د کرزي تلوسه خپل هیواد ته دومره زیاته وه چې مجردې د امریکایانو اولنی کروز د افغانستان په میړنۍ خاوره ولګید او د طالبانو د سقوط آغاز وشو سمدستي یې داخل ته د تلو فیصله وکړه او ددې لپاره چې ژر یې دغه تنده خړوبه شي د موټر په ذریعه نه بلکه د امریکا په ځانګړو الوتکو کې له کویټې څخه د ارزګان په سفر روان شو. قضاوت ستا په لاس کې، په امریکا او اروپا کې څومره بې شمیره افغانان اوسیږي خو آیا کله چې د طالبانو نظام سقوط شو تا کوم افغان ولید چې هیواد ته په دومره مینه، تلوسه، خوشحالۍ او سپیڅلو ولولو بیرته راستون شوی وي؟

خوله یې چینګه ونیوه بل جواب ورسره نه وه، ویل یې چې ولې بیا کابل ته لاړ نه شو چې د هیواد پلازمینه ده، په ارزګان کې يې څه کول چې کښته شو، هغه خو یې پلرنی ټاټوبی هم نه دی؟

ما ویل ای ساده، ساده ځکه یې چې په دې اسانه فلسفه دې هم سر نه خلاصیږي، له دې څخه د ولسمشر کرزي یوه بله مثبته ځانګړنه جوتیږي چې هغه یې خاکساري ده. مثال، یو سړی چې د امریکا په شان پرمختللي هیواد کې اوسیدلی وي او د هغه ځای په عصري سهولیتونو آموخته وي کله چې د افغانستان په شان وران، ویجاړ او غریب هیواد ته راځي دلته هم لږ تر لږه د پوخ کور او لوکس بلډینګ لپاره کوښښ کوي چې په کې واوسیږي. خو د کرزي خاکسارۍ ته ګوره چې کله امریکایانو طالبان پسې واخیستل، کرزي د کابل ښکلي تعمیرونه او لوکس کورونه چور له پامه وغورځول او د وطن دښتې او ډاګونه یې غوره وبلل چې خپله د کلونو-کلونو تنده پرې ماته کړي، او مستقیما د ارزګان په غرونو کې کښته شو. د وطن د خړو غرونو او سپیرو دښتو سره څومره بې کچې مینه او محبت؟؟‎!! سبحان الله! سړی ته احمدشاه بابا نیغ سترګو ته ودریږي، په دې خوی کې کرزی کټ مټ احمدشاه بابا ته پاتې کیږي، هغه چې هم کله د هندوستان په سفر وتلی وه د وطن د غرونو یې ډیر ډیر ارمان کاوه او هغه مشهور بیت یې ویلی چې:

د ډهلي تخت هیرومه چې رایاد شي— زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

خو کاشکې لکه د لمر په شان روښانه دغو حقایقو باندې هر څوک پوهیدای، زمونږ په خلکو باندې خدای سترګي پټي کړي.

خدای دې تر ډیره ژوندی لري، افغاني کلتور او عنعنات د کرزي په خټه کې اغږل شوي، څومره میلمه پال افغان دی!، هغه ورځ زما له یاده نه وځي چې کله د امریکا پخوانی ولسمشر جورج بوش عراق ته تللی وه او هلته د کوربه هیواد خلکو په بوټانو وویشت او په ډیرې بې عزتۍ يې پسې واخیست، او په هماغې ورځ افغانستان ته راغی زما زړه سخت درزیده چې دا خو اوس زمونږ میلمه شو هسې نه چې کوم ساده افغان د هغه عراقي په شان چلند ورسره ونکړي او ومو نه شرموي، خو کرزي یقینا په هغې ورځ زمونږ سترګې جګې کړې. د کرزي ویاند سیامک هروي خبریالانو ته مخکې له مخکې امر وکړ چې کله بوش سره خبرې کوئ نو د (ډیر د قدر وړ) لقب ورته استعمالوئ، او د مطبوعاتي کنفرانس نه وروسته کرزي پخپلو لاسو د ولسمشر بوش په توره کورتۍ د غازي امان الله خان میډال وټومبه، او د یو مخلص او میلمه پال افغان په توګه یې نورې دنیا ته خبر نه یم خو د عراق ولس ته زمونږه غاړې هسکې کړې.

خو ضد هم ډیر بد شی دی، دا خبرې مې ټولې هماغه کس ته وکړې، هیڅ نه قانع کیده، ما ته یې ویل چې کرزی پښتون دی او ته هم پښتون یې ځکه یې دومره طرفداري کوي. ما ورته ویل صاحبه که لږ سترګې وغړوې هرڅه به پخپله وویني، کرزی یوازې په ما ګران نه دی، افغانان څه چې په خارجیانو هم ګران دی، که فکر دې وه مخکې مې وویل چې امریکایانو په خپله طیاره کې د کویټې څخه ارزګان ته ولیږداوه، دا په دې دلالت کوي چې کرزی یوازې زمونږ نه دی بلکه د ټولو هغو اروپايي ولسونو دی چې په افغانستان کې عسکر لري ایا د یو خارجي هیواد په پوځي الوتکو کې یو عادي افغان چکر خوړلی؟ خو په کرزي کې یو څه شته چې په برکت یې د امریکايي الوتکو په مټ فضا ته پورته او په خپل هیواد کې بیرته راکوز کړل شو. او بل دا چې تر نن ورځې پورې د کرزي د شخصي محافظت چارې خارجیانو په غاړه اخیستی، تا کله د ځان نه دا پوښتنه کړې چې ولې په خارجیانو دومره ګران دی چې په اوږو یې ګرځوي او افغانانو ته یې هم لا نه پریږدي؟ ځکه چې کرزی د هر چا لپاره یو وطنپال، زړه سواند، سخي، مهربان او غمخور مشر دی.

تر زړه سواندۍ پورې هغه کیسه رایاده شوه او ورته مې وکړه چې د امریکایي قواوو د جنګي الوتکو څخه په غلطۍ کې کوم راکټ یا بم، هر شی چې وه، په یو کلي رالویدلی وه او د یوې کورنۍ نږدې ټول غړي په کې وژل شوي وه، ښځې، ماشومان، سپین ږیري… کلی یې لوټه لوټه کړی وه. کله چې کرزي ته خبر ورکړل شو چې هلته خو داسې کار شوی، ډیر زیات خواشینی شو او آن اوښکې يې تویې شوې او د غریو له لاسه یې خبرې نه شوې کولی او ویې ویل چې زه دا نه شم زغملی چې زما په مشرۍ کې داسې خودسرانه کارونه کیږي لږ تر لږه زما په موافقه خو یې بمبار کړئ، او په خپلې بې وسۍ یې سخت وژړل. خو بیا هم د یو پیاوړي زعیم په توګه یې امریکایانو ته یو قوي اخطار ورکړ، چې ګورئ د ورځې خیر، خو که دا ځل مو د شپې کوم افغان وژلی وه نو بیا تاسو پوه شه او ارګ مو پوه شه او ما ته رخصت راکړئ چې ځمه. خو لکه مخکې چې اشاره وشوه د کرزي په شان د په ټولو ګران او زړه سواند مشر پیدا کیدنه ډیره مشکله ده، نو ځکه خو چې کله په بل ځل امریکایانو د شپې له خوا افغانان ووژل، د کرزي غوښتنه یې ونه منله او منفک یې نه کړ. آن په دریم او څلورم او تر نن ورځې پورې چې د شپې افغانان ووژل خو کرزی یې د ولسمشرۍ له دندې څخه ګوښه نه کړ.

ریښتیا ښه شو چې رایاد شو، امریکایانو تیار امنیتي تړون لیکلی خو څرنګه چې د امضاکولو وخت یې نه دی رارسیدلی کرزي يې له امضاکولو ډډه کړې، ښه، که یو څوک د چا ایجنټ وي ایا خبره یې ردولای شي؟ دا چې کرزی امنیتي تړون اوس نه امضا کوي او یو څو میاشتې وروسته یې امضا کوي ددې نه ډیره ښه څرګندیږي چې د هیڅ چا غلام نه دی.

خو بس څنګه یې کوې، زه یې نه منم چې کرزي ته غلام او ایجنټ وویل شي، د انګریزانو یوه ورځپاڼه ده چې ډیلی میل-ډیلي میل یې کوي هغه لیکي چې په چین کې ښکرونه راشنه کیدل رواج شوي، او د یوې سل کلنې ښځې انځور یې ورکړی چې په ټنډه یې کوچني کوچني ښکرونه ښکاریږي، څرنګه چې د چین هیواد سره مونږ ګډه پوله لرو امید شته چې دا پیښه زمونږ هیواد ته هم سرایت وکړي او په برکت یې ډیرې شخړې هوارې شي، نو زه شخصا د همدې ورځ په انتظار یم او یوازې هغه چا ته د امریکا ایجنټ او غلام وایم چې د سر په ککره یې دوه نیغ نیغ ښکرونه وګورم او په هر یوه باندې په انګلیسي تورو لیکل شوي وي: (U.S.A). او ستاسو خوښه خپله ده.

——————-

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x