افغانستان

نی: د ۵۰ ښځو په ګډون ۳۰۰ خبریالان تښتېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره – نی – وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې ۳۰۰ خبريالان له هېواده تښتېدلي چې ۵۰ يې ښځې دي.

صدیق الله توحيدي نن په کابل کې خبريالانو رسنیو ته وویل چې دولت باید د خبريالانو خوندیتوب ته پام وکړي.

د هغه په خبره په دې وروستیو کې د ښځينه خبريالانو پر وړاندې ګڼې ستونزې را ولاړې شوې دي، توحيدي پر دولت هم نیوکه وکړه چې د معلوماتو د لاس رسي په برخه کې پاتې راغلی دی.

په وینا يې دولت د معلوماتو د لاس رسي قانون توشیح کړی خو تر اوسه يې په اړه هیڅ اقدام نه دی شوی، هغه د مثال په ډول یادونه وکړه چې خبريالان نه شي کولی چې له لوړپوړو چارواکو سره مرکې وکړي او معلومات خپاره کړي.

توحيدي وايي چې د رسنیو لپاره ځانګړی قانون شته چې د بیان د ازادۍ ټول اصول پکې مطرح شوي دي خو په هغه سربېره ولسمشر غني وايي چې د بیان ازادۍ ته باید حدود وټاکل شي.

ولسمشر غني وویل چې د « بیان منفي ازادي» هم شته چې باید کنټرول شي، خو د توحيدي په خبره د ولسمشر له لوري دا اصطلاح نوې ده خو د بیان د ازادۍ په اړه ټاکلي اصول شته.

په یاده غونډه کې ولسمشر غني د منبر پر خپلواکۍ هم اعتراف وکړ او ويې ویل چې ديني علما‌ء هم حق لري چې د بیان له ازادۍ نه په ګټې د ټولنې په سمون کې له منبره کار واخلي.

دا په داسې حال کې دی چې په تازه راپورونو کې د حج او اوقافو ریاست د کابل ښار د مسجدونو امامان پر افرطګرايي تورن کړي او دولته يې د اقدام غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې د کابل پوهنتون استاد او د دې پوهنتون د لیلیې خطیب استاد معروف راسخ هم د حکومت له لوري په دې تور زنداني شو چې د دوی په وینا افراطي تبلیغ يې کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x