کارپوهان: اشرف غني د پوځي عملیاتو په شمېر کې مبالغه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): د سیاسي او پوځي چارو شننونکي وايي چې ولسمشر اشرف غني د افغان پوځیانو د عملیاتو په اړه له مبالغې ډکې شمېرې اعلانوي او د ناسمو معلوماتو په اعلانولو سره خلک تېر باسي.

تېره اونۍ اشرف غني د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوې ځانګړې ناستې ته وینا وکړه او د خبرو په ترڅ کې یې وویل چې افغان ځواکونو په تېر کال کې لسګونه زره پوځي عملیات کړي دي.

« په تېرو ۱۳ میاشتو کې زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو تر ۴۰۰۰۰ زیاتې محاربوي دندې ترسره کړي او تر ۱۶۰۰۰ زیات قاطع عملیات یې د هیواد په مختلفو برخو کې سرته رسولي دي».

خو د پوځي او سیاسي چارو کارپوهانو له یو کورني تلویزون (طلوع) سره په څرګندونو کې دا شمېرې ناسمې بللي او زیاته کړې يې ده چې ولسمشر د مبالغې ډکې احصائیې په اعلانولو سره خلک غولوي.

د پوځي چارو شننونکی جاوید کوهستاني وايي:

«له بده مرغه په واقعیت کې دغه ډول عملیات نه دي ترسره شوي، که فرض کړو چې ۱۰۰۰۰ عملیات ترسره شوي او په هر عملیات کې لږ تر لږه ۳ طالبان وژل شوي وي، نو باید چې ۳۰۰۰۰ طالبان وژل شوي وي».

د کوهستاني په باور، د دومره شمېر طالبانو وژنه ځکه د باور وړ نه ده چې ښايي د طالبانو مجموعي شمېر تر ۵۰۰۰۰ کم وي.

دغه راز د سیاسي چارو شنونکی «احمد سعیدي» هم د ولسمشر لخوا وړاندې شوي ارقام «غیر منطقي» بولي او وايي:

«هغه خبرې چې ولسمشر په پارلمان کې وکړې او د پارلمان غړو ورته لاسونه پړقول، او ویې ویل چې مونږ ۴۰۰۰۰ عملیات ترسره کړي دي، له بده مرغه د باور وړ نه وې او غیر منطقي څرګندونې وې».

ښاغلی سعیدي زیاتوي:

«زما په باور هغه کسان چې ولسمشر ته ارقام او احصائيې ورکوي رښتیني نه دي، او یا ولسمشر پخپله د دې وړتیا نه لري چې په معلوماتو کې دقت وکړي».

خو د کورنیو چارو وزارت د ولسمشر لخوا وړاندې شوي معلومات داسې توجیه کوي چې که ګزمې او د ماینونو پاکول هم په کې راونغښتل شي، نو د ولسمشر احصائیه سمه خیژي.

د یاد وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي:

«ګزمې، عملیات، تصفیوي عملیات، د ماینونو پاکول، د سړکونو او ښارونو پاکول، دا ټول هغه فعالیتونه دي چې امنیتي ځواکونو ترسره کړي دي».

د ولسي جرګې ځانګړې ناستې ته د ولسمشر اشرف غني د وړاندې کړې احصائيې له مخې په تېر یوه کال کې امنیتي ځواکونو ټولټال ۵۶۰۰۰ عملیات ترسره کړي، چې پر اساس یې باید په هرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۴۰ پوځي عملیات د هیواد په ګوټ ګوټ کې ترسره شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ګډ حکومت چارواکو له رسنیو په ټینګه غوښتنه کړې وه چې د افغان ځواکونو د پرمختګونو په راپورونو کې دې یو په لس چنده مبالغه کوي.

د تېرې اکتوبر په میاشت کې د دفاع وزارت ویاند «دولت وزیري» ویلي وه چې «که افغان پوځ یوه منډه کوي رسنۍ باید ووايي چې لس منډې یې وکړې، که افغان پوځ یوه موضع نیسي رسنۍ باید ووايي چې لس یې ونیوې».

د دولت وزیري په باور، په جګړییز حالت کې له مبالغې ډکې څرګندونې د افغان پوځ د مورال او روحیې په لوړولو کې مرسته کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د