د لسم ریاست ملکي تلفات څنګه شول؟

مطیع الله وردګ
 
د وري ۳۱مه چې د طالبانو د زورور برید په پایله کې د ملي امنیت د لسم ریاست نږدې ټول پرسونل د مرګ کندې ته ولوېدل وارخطا حکومت په وارخطايي کې وارخطا نادرې پیل کړې، د حکومت د تبلیغاتي عادت سره سم که په دې بريد کې حد اقل لس تنه ولسي وګړي ژور ټپیان شوي وایي تر اوسه به د طلوع پر سکرین د هغوی اعلانونه، خبرې، زګیروي او د کورنیو د ویر سروڼی پیل و، خو له بريد څو دقیقې وروسته د ارګ ډالري فیسبوکیانو د فوټو شاپ په زور د تصویرونو جوړولو ته پونده ورکړه او نارې يې پیل کړې چې هله فلاني روغتون ته منډه واخلئ هله فلاني ځای ته لاړ شئ چې ملکي ټپیانو ته وينه ورکړئ!
 
د بې بې سې په یوه ويډيو کليپ کې یو ځوان لستوڼی ور پورته کړی نارې وهي چې چېر وینه ورکړم، خبریال ورته وايي چې ورشه روغتون ته، دی وايي چې له څو روغتونونو يې را ویستم چې دلته وینې ته اړتیا نشته، خو اوس کیسه خرابه وه، د دولت تر خوله وتلي و چې ملکيان وژل شوي او ټپيان دي، خو ښکاره يې کوم ثبوت په لاس کې نه لاره، پخپلو فیسبوکي خیاطانو يې یو سلګون ډالر ور اضافه کړ او فوټو شاپ تصویرونه يې ورته جوړ کړل.
 
زما د وروستیو معلوماتو له مخې په دې بريد کې ۱۷۰ تنه د دې ریاست کارکوونکي ځای پر ځای وژل شوي و، سلګونه يې نور يې ټپیان او ځينې يې ان عمري معیوب شوي دي، خو حکومت د دې لپاره چې د دې بريد وارخطايي پټه کړې یوه بله جالبه يې دا وکړه چې پرون يې د عیدګاه مسجد د بیا رغولو لپاره هلته ګام ور واخیست د البیروت شاګرد د عیسایڼې مېړه اشرف غني له بوټو سره په مسجد کې شاخوا ګوري، او رسنیو ته يې ښکاره کړه چې دا برید د دوی په نظر دومره غیر اسلامي و، چې مسجد هم پکې له نړېدو سره مخ شوی.
 
اوس پوښتنه داده چې دا ملکي زیانمن څه شول؟
 
اوس هم چې څوک د دې ریاست له څنګ سره تېرېږي د ننه بلاکونو يې خولې خلاصې نیولې د سر څو پوستې چې د موټر بم له ګوزار سره ړچېدلې همداسې چينګې داړې پاتې دي، خو د باندې یې سمیټې څو پوړیز دېوالونه يې ښورېدلي هم نه دي، طالبانو هم ویلي چې دوی بريد د یو سرای له لارې په ریاست کې د ننه کړی او طلوع هم ټوله کیسه پر نعیم کوچي ور واړوله چې د ده له سرایه بریدګر راغلي دي، نو د باندې خلک په څه شي زخمیان شوي؟ ملکي تلفات له کومه شوي؟ د ریاست د باندې یوه پرزه هم نه ده الوتې او ریاست کې د ننه نو ملکي وګړی څه کوي؟؟؟
 
هو دا سمه ده چې د برید د زور له امله ځينې سرسرې ملکي وګړي ټپیان شوي دي، خو حکومت اوس نه وايي چې د ملکي تلفاتو په هغه شمېر کې چې دوی اعلانول، څومره مړه شول؟ څومره څوک زیانمن شوي دي؟ او اوس يې وضعیت څنګه و چېرته دي؟
 
حکومت چې په دروغو کې پخپل منځ کې هم پر یو بل باور نه شي کولی دې پېښې يې دروغجنه څېره لا بربنډه کړه.
د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د